رسنۍ

د البغدادي مړینې د داعش د خراسان څانګې د پیغام رسونې په هڅو کې د پام وړ خفګانونه څرګند کړل

پاکستان فارورډ

د داعش د خراسان څانګې نیمه رسمي رسنۍ "محمد بن قاسم" دا عکس په ټیلیګرام د خپلې نښې یا اویتار په توګه کاروي. وروستي پوستونه ښیي چې د داعش د اصلي څانګې او د داعش د خراسان څانګې تر منځ په پیغامونو لېږلو کې ډېره خلا رامنځته شوې ده. [آرشیف]

د داعش د خراسان څانګې نیمه رسمي رسنۍ "محمد بن قاسم" دا عکس په ټیلیګرام د خپلې نښې یا اویتار په توګه کاروي. وروستي پوستونه ښیي چې د داعش د اصلي څانګې او د داعش د خراسان څانګې تر منځ په پیغامونو لېږلو کې ډېره خلا رامنځته شوې ده. [آرشیف]

ننګرهار ولایت -- په وروستیو کې په سوریه کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژنې په افغانستان او پاکستان کې د یادې ډلې د خراسان څانګې په پیغام لېږنو کې ژور تناقضات رامنځته کړي دي.

د لړم په ۵مه یوه ورځ وروسته له هغه چې د البغدادي د مړینې خبر راڅرګند شو او د لړم په ۹مه هغه وخت چې داعش د خپل مشر په مړینه اعتراف وکړ، د داعش د خراسان څانګې په نیمه رسمي رسنۍ "محمد بن قاسم" باندې خپرو شویو دوه لیکنو کې د پام وړ توپیر، ښیي چې یاده ډله د رسېدنې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ ده.

په "محمد بن قاسم" باندې خپرې شوې لیکنې د امریکایي مقاماتو له خوا د البغدادي د مړینې خبر "د کفارو دروغ او د شیطان کار" وباله.‌

په لیکنه کې راغلي، "نن، کفارو داسې خبرونه خپاره کړل چې د مسلمانانو خلیفه ابوبکر البغدادي د امریکایانو په یوه بمي برید کې وژل شوی دی. دا ډول خبرونه له دغو فاسدو او دروغژنو خلکو څخه ډېر ځلې اورېدل شوي، او دا به دوام ومومي."

د لیکنې په دوام کې په سوریه کې یوه بل اورپکي ګروپ ته په اشارې راغلي، "زمونږ د معلوماتو له مخې، بمي برید په ادلیب کې په حراس الدین ډله باندې شوی دی، نه په البغدادي باندې."

لیکنه وایي، "زمونږ ګران ابوبکر البغدادي د نړۍ مجاهدینو ته د حکمونو صادرولو ته دوام ورکوی."

په ورته وخت کې،‌ د داعش د مشر له مړینې څخه وروسته د یادې ډلې رسمي رسنۍ چوپ شوې چې دا د داعش د "مرکز" او د داعش د خراسان څانګې تر منځ‌ د مفاهمې او همغږۍ نشتوالی په ګوته کوي.‌

څو ورځې وروسته د لړم په ۹مه،هغه وخت چې د داعش رسمي رسنۍ الفرقان یو پیغام خپور کړ او د البغدادي په مړینه یې اعتراف وکړ، او ابو ابراهیم الهاشمي القریشي یې د هغه خلف ونوماوه، "محمد بن قاسم" هم خپله لهجه بدله کړه.

دغې رسنۍ وویل، "زمونږ جنګ، وینه، تنده او لوږه د ابوبکر البغدادي لپاره نه دي بلکه د خدای د رضا لپاره دي."

هغې وویل، "تحریک به پرمخ ځي او هر څوک خپل خپل امتحان ورکوي."

تتې شوې کرښې، ګنګس کوونکی پیغام

د داعش د خراسان څانګې لپاره د ستونزې یوه برخه دا ده چې د سلطان عزیز عظیم په څېر د داعش د خراسان څانګې د رسمي څېرو له خوا د غیر رسمي رسنیو د استعمال له امله د رسمی او غیر رسمی پیغام لېږنې تر منځ کرښه تته یا خړه ده.‌

عظیم چې د داعش د خراسان څانګې ویاند دی، له خپل ځانه خپرونې کوي خو د رسمي موادو په توګه یې نه په نښه کوي. بیا د یادې ډلې غیر رسمي رسنۍ د عظیم مواد د هغوی له پلویانو سره شریکوي‌.

یوه بله ستونزه دا ده چې د داعش د خراسان څانګې غیر رسمي رسنۍ د د داسې ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو ادعاوې کوي چې د داعش مرکز یې ادعا نه وي کړي، او دا کار د داعش د رسنیو نقشونه تر پښو لاندې کوي.‌

دا روانې ستونزې چې یاده ډله ورسره مخامخ ده یوازې څو ورځې وروسته له هغه سر راپورته کوي چې د داعش د خراسان څانګې د خواخوږو له خوا په ټیلیګرام خپرو شویو نظریاتو چې څوک کفار وبلي ژورېدونکي اختلافات رامنځته کړل.

دغه پیغامونه چې د وږي له ۲۹مې راهیسې یې خپرېدل پيل شوي دي په دې هکله اختلافات ښیي چې آیا د تحریک طالبان پاکستان په څېر نورې ډلې مرتدې دي.

د اعتماد نشتوالی

د داعش په خراسان څانګه کې د دسپلین نشتوالی ښيي چې دغه ګروپ تر ډېره کوڅه ډب دی او د داعش اصلي اصول یې پرېښي دي.

"محمد بن قاسم" هېڅکله هم خپله اصلي لیکنه لیرې نه کړه، او نه یې دا روښانه کړه چې د هغې منبع ولې داسې غلطه وه.‌

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر متقاعد جنرال سکنر اصغري وویل، "د داعش خراسان څانګې خپل اکثر هغه مشران او قوماندانان چې په افغانستان کې یې د عملیاتو مشري کوله له لاسه ورکړي دي. د دغې ډلې مشران اوس تیت او پرک او بې نظمه دي او یوه واحده رهبري نه لري."

اصغري وویل، "دا چې د داعش جنګیالي د خپل مشرتابه په برخه کې له ستونزو سره مخامخ او بې نظمه دي، له دې امله په عراق او سوریه کې د داعش اصلي څانګه په هغوی باندې اعتماد نه کوي. د دې ټکي په پام کې نیولو سره، هغوی نه غوښتل چې د البغدادي د مړینې خبر له هغوی سره شریک کړي."

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخواني استازي داود کلکاني وویل، "له هغه وخته چې د داعش د خراسان څانګې په افغانستان کې خپل عملیات پیل کړي، د دغې ډلې د اصلي څانګې او په افغانستان کې د هغې د غړو تر منځ ښه مفاهمه او همغږي نشته."

کلکاني وویل، "د دغه غلط پوهاوي اندازه هغه وخت زیاته شوه چې په افغانستان کې د داعش جنګیالي له نورو ناکامیو سره مخامخ شول. اوس دا د دواړو خواوو تر منځ د اعتماد مسئله ګرځېدلې ده."

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په جوړولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د داعش مطلب د اسرايلو د خفيه استخباراتو خدمتونه دي عرف موساد

ځواب