تروريزم

پاکستاني چارواکي د داعش خراسان څانګه د مبارزې پرمهال تر فشار لاندې ساتي

د زرک خان لخوا

پولیس د دسمبر په ۲۵مه په کویټه کې د کرسمس عبادت پرمهال د کلیسا بهر چمتو ولاړ دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

پولیس د دسمبر په ۲۵مه په کویټه کې د کرسمس عبادت پرمهال د کلیسا بهر چمتو ولاړ دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

د پاکستان د قانون پلي کونکي ادارې د تېر کال د اګست په مياشت کې په ګاونډي افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه د "عراق او سوریې اسلامي دولت" د خراسان څانګې پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

پاکستاني چارواکو د دسمبر په ۲۹مه اعلان وکړو چې د قانون پلي کوونکو ادارو په ۲۰۲۱ کال کې په خېبر پښتونخواه (کی پي) کې د داعش د خراسان څانګې پنځه لویې ډلې ماتي کړي دي.

جاوېد اقبال وزیر، چې په پېښور کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) یو لوړپوړی چارواکی دی، وویل، په خېبرپښتونخواه کې د قانون پلي کوونکو پرسونلو درې ډلې په پېښور سیمه کې او دوه په بنو ډویژن کې ماتې کړې.

پاکستاني چارواکو په وروستیو میاشتو کې د داعش پر ضد ګڼ عملیات ترسره کړي دي.

یو پولیس افسر په ۲۰۲۰ کال کې په کراچۍ کې په سړک باندې يو موټر چلوونکی ودروي. [زرک خان]

یو پولیس افسر په ۲۰۲۰ کال کې په کراچۍ کې په سړک باندې يو موټر چلوونکی ودروي. [زرک خان]

د پېښور پوليسو د دسمبر په ۲۰ مه د فقير آباد په سيمه کې د استخباراتو پر بنسټ په عملياتو کې د يو لوړپوړي قوماندان په ګډون د داعش درې وسله وال ووژل.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پی او) پېښور عباس احسن له مخې، دغه وسله والو د اکتوبر په ۳مه په پیښور کې د بوټو د درملو د یو سکھ کارکونکي په وژلو او په پولیسو باندې په بریدونو کې لاس لرلو.

سي ټي ډي د اکتوبر په ۲۱مه هم د پېښور په شاهپور سیمه کې په یو برید کې د داعش درې وسله وال ووژل. جیو تلویزیون راپور ورکړو چې درې نور وسله وال له پېښې څخه وتښتېدل. چارواکو له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړل.

په عین حال کې، د اکتوبر په ۲۲ مه، سي ټي ډي د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلعه کې د داعش نهه غړي وروسته له هغې ووژل کله چې دوی د یوې سرچینې څخه خبر ترلاسه کړو.

په سپتمبر کې په مستونګ کې په نورو عملیاتو کې، امنیتي ځواکونو د داعش د خراسان څانګې کمانډر ممتاز احمد، چې د پهلوان په نوم هم یادیږي، ووژلو، چې د ۲۰۱۸ کال د ټولټاکنو په جلسه کې یې د بمي چاودنې پلان جوړ کړی و. په دغه چاودنه کې په ضلعه کې تر ۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول او په سلګونو نور کسان ژوبل شوي ول.

د داعش خراسان څانګې په خپله اردو خپرونه، یلغار کې، د احمد ستاینه وکړه، چې پاکستاني چارواکو پرې د ۱.۵ ملیونه روپو (۸۵۰۰ آمريکايي ډالره) انعام ایښی و.

د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې زیاتوالی

د قانون پلي کولو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د داعش خراسان څانګې په پاکستان کې په ۲۰۲۱ کال کې لږ تر لږه ۱۹ بریدونه کړي دي.

په دې بريدونو کې د نومبر په ۲۲ مه په باجوړ ضلعه کې د جمعیت علماء اسلام (فضل) د یو ځايي مشر وژل او د نومبر په ۱۳مه په باجوړ کې د یو ډېم د ساتنې لپاره د دوو پولیس افسرانو وژل شامل دي.

چارواکي وويل، "د داعش د خراسان څانګې زياتره بريدونه، چې په عمده توګه يې د پوليسو پرسونل او د پوليو واکسين ورکونکي په نښه کړې ول، په خېبر پښتونخواه کې ترسره شوي."

هغه یادونه وکړه چې د داعش خراسان څانګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر جهنګوي (اېل اي جی)، چې دوه منع شوي ترهګريزې ډلې دي، د پخوانیو غړو لوی شمېر لري.

چارواکي وویل، "که څه هم د باجوړ او اورکزو ضلعو څخه د ټي ټي پي ډېرو اورپکو د داعش سره خپل تعلق ختم کړی دی، او د لشکر جهنګوي ډلې اوس هم د نړیوالې ترهګرۍ ډلې سره تړاو لري."

د جون په میاشت کې، د داعش د خراسان څانګې ۱۸ تورن غړي په هغو اورپکو کې شامل وو چې د سیند د سي ټي ډي د سور کتاب په تازه نسخه کې شامل وو. سور کتاب د مطلوب ترهګرو او وسله والو شکمنو کسانو يو لیست دی.

د داعش جګپوړي مشرتابه د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د پاکستان او افغانستان لپاره د خراسان څانګه جوړه کړه.

په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې هڅه کړې چې د شیعه او صوفیانو په څېر د مسلمان اقليتونو په نښه کولو سره فرقه یي شخړې رامینځته کړي.

په هرصورت، داعش په منځني ختیځ کې د خپلې ځمکنۍ ماتې او په ۲۰۱۹ کال کې د ابوبکر البغدادي له مرګ څخه وروسته په افغانستان او پاکستان دواړو کې خپل قوت له لاسه ورکړې.

شنونکو يادونه وکړه چې داعش په پاکستان کې د چټک امنيتي غبرګون او د ټولنې له خوا د دغه ډلې د نظریاتو د ردولو له امله د تلپاتې شتون په رامینځته کولو کې پاتې راغلی دی.

دا نه وايو چې دې ډلې جدي هڅه نه ده کړې.

د څو کالو په جریان کې، د داعش سره وابسته یا د دې نه متاثره شويو وسله والو په پاکستان کې یو لړ ناوړه بریدونه ترسره کړل چې اقليتي ډلې، امنیتي ځواکونه او نور کسان يې په نښه کړل.

خو د پاکستان متنوع کلتوري، مذهبي او توکمیزه حالاتو دا ثابته کړې ده چې دا د داسې تاوتریخوالي څخه ډډه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500