تروريزم

داعش د البغدادي د مرګ تایید وکړو او د هغه ځای ناستی یې ونومولو

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د داعش د نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په اړه لږ معلومات موجود دي. په دې تصوير کې په ۲۰۱۸ کال کې په سوریه کې د داعش يو کس ښودل شوی دی. [فایل]

د داعش د نوي مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په اړه لږ معلومات موجود دي. په دې تصوير کې په ۲۰۱۸ کال کې په سوریه کې د داعش يو کس ښودل شوی دی. [فایل]

داعش د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۱ مه) پو يو بيان کې د خپل مشر ابوبکر البغدادي د مرګ تایید وکړو او ابو ابراهیم الهاشمي القریشي يې د هغه ځای ناستی په توګه ونومولو.

البغدادي، چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې يې د داعش مشري کوله او د نړۍ تر ټولو مطلوب کس وو، د اکتوبر په ۲۶ مه د سوریې په ادلیب صوبه کې د امریکې د خاصو ځواکونو په حمله کې ووژل شو.

داعش د دې ډلې د پخواني ترجمان ابوحسن المهاجر د وژلو نه وروسته بله ورځ په یوې بله حمله کې د وژلو تاييد وکړو.

د دغه بیان له مخې، د یاغي ډلې د مقننې او مشاورت څانګې د ۴۸ کلن عراقي یاغي مشر د وژلو نه وروسته يوه غونډه وکړه.

د اوو منټو پیغام وویل، "د اسلامي دولت شورا د شیخ ابوبکر البغدادي د شهادت له تایید وروسته سمدستي غونډه وکړه، او د سپيڅلي جنګیالیو مشرانو د هغه د متبادل کس په اړه موافقه وکړه."

د داعش ویاند هم متحده ایالاتو ته سخت خبرداری ورکړ چې د هغې پلویان به د البغدادي د مرګ بدل واخلي.

ګمنام جانشين

د الهاشمي په اړه لږ معلومات موجود دي، چې په وروستي کلونو کې د البغدادي د مرګ د ډیرو غلطو راپورونو وروسته ډير کم د احتمالي جانشین په توګه یاد شوی وو.

په عراق کې د داعش چارو شنونکی هشام الهاشمي وویل، "موږ د هغه په اړه ډیر معلومات نه لرو پرته له دې چې هغه د داعش مشر قاضي دی او هغه د اسلامي شرعي (اسلامي قانون) کمېټۍ مشرې کوي."

د امریکې پوځ د چارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۰ مه) عکسونه خوشې کړل، چې دلته د هغې د خاصو ځواکونو له خوا د البغدادي په کلا باندې حمله ښودل شوې ده.

همدارنګه د چارشنبې په ورځ دا راپور ورکړل شو چې هغه مخبر چې د البغدادي د تګ راتګ په اړه يې مهم جزیات وړاندې کړي ول د ۲۵ ملیونو ډالرو انعام څه برخه یا ټول انعام به ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500