تروريزم

په البغدادي د حملې عکسونه خپاره شوي، مخبر به تر ۲۵ ملیونو ډالرو پورې انعام ترلاسه کړي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د متحده ایالاتو پوځ په د اکتوبر په ۳۰ مه د متحده ایالاتو د خاصو ځواکونو لخوا د اکتوبر په ۲۶ مه د حملې په هکله تصويرونه او ويډيوګانې خپرې کړې چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي پکې وژل شوی وو. [د دفاع وزارت/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو پوځ د چارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۰ مه) د متحده ایالاتو خاصو ځواکونو لخوا د اکتوبر په ۲۶ مه د هغه حملې ویډیو او عکسونه خپاره کړل چې په نتیجه کې یې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژلې وو.

په خپرو شويو عکسونو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو سپین او تور عکسونه شامل دي چې د سوریې په شمال لویدیز کې لوړ دیوال لرونکي کلا ته ورننوتل، چيرې چې البغدادي پټ شوې وو.

پوځ په ځمکه باندې په نامعلومو جنګیالیو په یوې ډلې باندې د هوايي بريدونو يوه ويډيو خپره کړه، چې په هغه هيلي کاپټرونو یې ډزې پيل کړې چې د متحده ایالاتو ځواکونو یې د ادلب په صوبه کې د البغدادي په کلا باندې د برید لپاره وړل.

د متحده ایالاتو د مرکزي کمانډ د سمندري قول کمانډر جنرل کينيت مکينزي وويل، حمله کوونکو د برقي آلاتو او سندونو "کافي" مقدار ترلاسه کړو.

د متحده ایالاتو مرکزي کمانډ لخوا يو خپور شوی عکس هغه ودانۍ ښیي چيرې چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي پټ شوی وو، مخکې له دې چې د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونو د اکتوبر په ۲۶ مه ترهګر مشر ووژلو.

د متحده ایالاتو مرکزي کمانډ لخوا يو خپور شوی عکس هغه ودانۍ ښیي چيرې چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي پټ شوی وو، مخکې له دې چې د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونو د اکتوبر په ۲۶ مه ترهګر مشر ووژلو.

مکینزي وویل، څيړونکو د هغه د ډين ای سره د سمون لرلو له لارې البغدادي وپیژندلو، چې په ۲۰۰۴ کال کې په عراق کې په جيل کې له توقیف راهیسې په فايل کې موجود وه.

هغه وویل، د البغدادي پاتې شونې د پیژندلو لپاره د حملې ځای ته بيرته واستول شول او بیا د هغه د مرګ نه ۲۴ ګهنټې وروسته "د وسله والې شخړې د قانون سره سم" په سمندر کې ښخ کړل شول.

د ۲۵ مليونو ډالرو انعام

واشنګټن پوسټ د چارشنبې په ورځ راپور ورکړو چې هغه يو مخبر چې د البغدادي د تګ په اړه يې مهم معلومات چمتو کړل ممکنه ده چې د ۲۵ مليونه ډالرو انعام څه برخه يا ټول انعام تر لاسه کړي.

واشنګټن پوسټ وويل، دغه مخبر د داعش یو مهم غړی وو چې په سوریه کې یې د البغدادي په تګ راتګ کې او په سوریه کې يې د پټنځای په جوړولو کې مرسته کړې وه.

واشنګټن پوسټ زياته کړه، مخبر د پیښې په ځای کې وو کله چې حمله پيل شوه او دوه ورځې وروسته د خپلې کورنۍ سره راويستل شوې وو.

ورځپاڼې وويل، کيدې شي چې دغه سړی، چې واشنګټن یې هویت ښکاره نه کړو، د متحده ایالاتو لخوا د ۲۵ مليونه ډالرو انعام څه برخه يا ټول انعام تر لاسه کړي، کوم چې د متحده ايالاتو لخوا د البغدادي په سر مقرر شوې وو.

د واشنګټڼ پوسټ په وینا، د البغدادي د تګ سربیره، دغه مخبر په سوريه کې د البغدادي د وروستي پټنځای د هرې يوې کوټې نقشه پيژندله.

ورځپاڼې وويل، دغه کس د کرد اسختباراتو جوړه کړی وه. یو چارواکي دغه سرچينه د سني عرب په توګه وپيژندو او وروسته له هغې د داعش خلاف ودريدو کله چې هغوی يو رشته دار ووژلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500