تروريزم

'کاناري خلیفه': نوي توضيحات په زندان کې د داعش د مشر د مخبرۍ کچه څرګندوي

د پاکستان فارورډ له خوا

یو امریکایي عسکر په ۲۰۰۸ کال کې په عراق کې په بوکا کېمپ کې دننه د بندیانو لپاره د اسلامي بحث کورس ته غږ نيولی دی. [د ای پي تصوير/ ډيويډ فرسټ ډيويډ فرسټ/ ای اېف پي]

یو امریکایي عسکر په ۲۰۰۸ کال کې په عراق کې په بوکا کېمپ کې دننه د بندیانو لپاره د اسلامي بحث کورس ته غږ نيولی دی. [د ای پي تصوير/ ډيويډ فرسټ ډيويډ فرسټ/ ای اېف پي]

په ۲۰۰۸ کال کې د داعش د مشر امیر محمد عبدالرحمان المولا د زندان څخه د پلټنو نوي خفيه تکتیکي راپورونه په ډاګه کوي چې هغه ليواله دی چې د خپلو سیالانو په اړه خبر ورکړي.

المولا، چې د "ابو ابراهیم الهاشمي القریشي" په نوم هم مشهور دی، د ٢٠٠٧ کال په وروستیو او یا د ٢٠٠٨ کال په لومړیو کې او يا د ٢٠٠٨ کال د جولای په میاشت کې، کله چې تحقيقات ودريدل، د امریکایي ځواکونو په کېمپ بوکا کې بندي شوی و.

د هغه د نیول کیدو په وخت کې، هغه د هغه افراطي ډلې لپاره د شريعت لوړ پوړي چارواکی و، کوم چې وروسته په عراق کې د القاعدې په توګه فعالیت کولو.

۵۳ تازه خفيه راپورونه، چې د سه شنبې په ورځ (د اپرېل په ۶ مه) د متحده آيالاتو په پوځي اکيډمۍ کې د ترهګرۍ سره د جګړې د مرکز ( سي ټی سي)، چې د ویسټ پواینټ په نوم پيژندل کيږي، لخوا خپاره شوي وو، د پلټنو د هغه دریو راپورونو څخه معلومات ترلاسه کوي کوم چې د سپتمبر په مياشت کې خپاره شوي وو.

د متحده ایالاتو حکومت د هغو معلوماتو لپاره تر د ۱۰ ملیونه ډالرو پورې انعام ورکوي کوم چې به د داعش مشر امیر محمد سید عبد الرحمان المولا عدالت ته راکش کړي. [د متحده ایالاتو د سفارتي امنیت خدمت/ فېسبوک]

د متحده ایالاتو حکومت د هغو معلوماتو لپاره تر د ۱۰ ملیونه ډالرو پورې انعام ورکوي کوم چې به د داعش مشر امیر محمد سید عبد الرحمان المولا عدالت ته راکش کړي. [د متحده ایالاتو د سفارتي امنیت خدمت/ فېسبوک]

واشنګټن پوسټ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړو چې دوی د المولا د لومړني فعالیتونو په اړه "یوه نادره کړکۍ" پرانیزي او د داعش د مشر د شخصیت او ارادو په اړه یو ډیر مهم انځور وړاندې کوي.

'د زندان څخه معلومات ورکول'

دغه راپور وايي، دا نوي خفيه ریکارډونه "په زندان کې د يو مخبر — چې ځینې وختونه ليواله و — په اړه يو ښکاره انځور وړاندې کوي چې د متحده ایالاتو ځواکونو ته یې ډیر قیمتي تفصيلات وړاندې کړل او د هغوی سره د هغه ترورستي سازمان په وړاندې په جګړه کې یې مرسته وکړه چې اوس يې هغه مشري کوي."

"دغه راپورونه دا څرګندوي چې د ۲۰۰۸ کال په پیل کې لږ تر لږه د دوو میاشتو په دوران کې، المولا د تحقیق کونکي لپاره یو خوب و، چې د ترهګرو د مشرانو شناختونه یې په ګوته کړل او د هغوی د موندلو لپاره يې د نقشې په څير لارښوونې چمتو کولې."

المولا د متحده آیالاتو ځواکونه د تليفوني شميرو په ورکولو سره په عراق کې د القاعدې سیالانو ته ورسول، له هغوی سره یې مرسته وکړه چې هنرمندان خاکې جوړې کړي او د هغوی کورونه، ګاډي او ځایونه يې په ګوته کړل چیرې چې دوی موندل کیدی شول.

هغه د ځینو ډلو د غړو په اړه تفصيلي فزیکي تفصيلات هم وړاندې کړل.

دغه ورځپاڼې وويل، "دا یوه عجیبه خبره ده چې المولا په راپورونو کې داسې ښکاري چې له امریکایانو سره مرسته کوي چې د دغه ډلې د پروپيګنډې څانګه او په خپل سازمان کې غیر عراقیان هم تعقيب کړي."

تازه راپورونه -- چې د تحريفونو سره خپاره شوي -- ښیي چې المولا په ځانګړي توګه د غیر عراقي ډلو غړو په اړه معلومات ورکولو ته لیواله و، چې په دې کې هغه کسان هم شامل وو کوم چې د شمالي افریقې څخه وو.

په ځانګړي توګه، هغه په عراق کې د القاعدې دوهم کمانډر ابو قسواره، چې په مراکش کې زیږیدلی و، وپلورلو، او د هغه د دفتر نقشه يې جوړه کړه او د هغه د نږدې همکار نوم يې ورکړو.

ابو قسواره وروسته د امریکایي ځواکونو لخوا په موصل کې ووژل شو.

'کاناري خلیفه'

د سي ټي سي د تحقیق ډايريکټر ډینیل ملټن د سه شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ملي امنیت په بلاګ لافیر کې ولیکل، المولا مخکې په عراق کې د القاعدې د موصل ګورنر په توګه دنده ترسره کړې وه.

ملټن وویل، "د هغه له نیول کیدو څخه مخکې، المولا وده کونکی مشر و چې د خپلو ګټو لپاره یې کار کولو، د پریکړې کولو او مینځګړتوب مهارتونه يې ښه کول، او د خپل سازمان په لیکو کې مخ په وړاندې روان و."

هغه زیاته کړه، "کله چې هغه ونیول شو نو د خپل تنظیم په اړه یې د مرغۍ په څیر سندرې ويلې او د یو سکالر په وینا، هغه " کاناري خلیفه" جوړ شو."

د يو مخبر په توګه د المولا پخوانې تاریخ په سوریه کې د متحده ایالاتو په برید کې د خپل مشر ابوبکر البغدادي د مرګ پر مهال له مخکې نه په وسله والو ډلو کې پیژندل شوی و.

داعش د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۳۱ مه د البغدادي د ځای ناستي په توګه المولا ونومولو.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړو، په هغه وخت کې، "د داعش پلوه ټولنیزو رسنیو کې مشهور نظر ورکونکو" د المولا د لوړوالي په پریکړه نیوکه وکړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هغه د نړیوالې ترهګرۍ په ځانګړي لیسټ کې شامل کړو او د انصاف لپاره د انعام پروګرام د هغه د ځای په اړه د معلوماتو لپاره د ۱۰ ملیونه ډالرو انعام وړاندیز کوي. .

'ظالمانه پالیسۍ جوړونکی'

المولا غالباََ په ۱۹۷۶ کال کې د موصل څخه شاوخوا ۷۰ کلومتره لرې په تال افار کې د ترکيانو په کورنۍ کې زیږیدلی و، چې له دې کبله هغه یو نادر غیر عرب شخص و چې د داعش په ليکو کې مخ پروړاندې تللی و.

د افراطیت پر وړاندې د مبارزې د پروژې له مخې، المولا "ژر تر ژره ځان د داعش د مشرانو په لیکو کې پياوړی کړو او د "پروفیسر" او "تخریب کونکي" لقب يې ترلاسه کړو."

هغه په داعش کې د "ظالمانه پالیسۍ جوړونکي" په توګه پیژندل کيدو او "د هغو کسانو د لرې کولو لپاره مسؤل و کومو چې د البغدادي د مشرتابه مخالفت کړی و."

هغه غالباََ د دې لپاره مشهور و چې د عامه وژنو، شړلو او جنسي غلامۍ له لارې يې په عراق کې د یزیدي اقلیت په نښه کول مشروع کړل.

د هغه د لافیر په تحلیل کې، ملټن یادونه وکړه چې "د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ساحه، تر څه حده پورې، د وسله والو" او د دوی د حرکتونو لپاره د افراطیانو ژمنتیا په تصوراتي توګه بيانوي."

خو نوي ښکاره شوي راپورونه د دې تصور په له مینځه وړلو کې مرسته کوي چې د افراطي ډلو غړي "ژمن، ليوال، وړ او چالاک" دي.

ملټن وويل، "په داسې حال کې چې دا په حقیقت کې په ځینو مواردو کې ریښتیا دي، پخوانیو څیړنو او راپورونو ښودلې ده چې دا ډلې د تنظیمي مدیریت د کمزورۍ سره مخ دي." "دغه اسناد د دې په زړه پورې انځور وړاندې کوي."

هغه زیاتوي، "په راپورونو کې، موږ ګورو چې المولا د مختلفو صلاحيتونو او ژمنې لرونکي کسانو سره معاملات کوي." "هغه ډير نومونه چې هغه ورکړل، المولا داسې بریښي چې په دې صفاتو کې هم توپیر لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500