تروريزم

په سوریه کې د متحده ایالاتو د حملی په اړه نوي معلومات ښيي چې البغدادي په سمندر کې ښخ شو

ای اېف پي

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه د سپتمبر په ۲ مه د داعش پر ضد د قاطع ارادی د اپریشن په توګه د شریکو ځواکونو سره د وسلو ټريننګ ترسره کوي. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]

د متحده ایالاتو ځانګړي ځواکونه د سپتمبر په ۲ مه د داعش پر ضد د قاطع ارادی د اپریشن په توګه د شریکو ځواکونو سره د وسلو ټريننګ ترسره کوي. [د متحده ایالاتو د دفاع وزارت]

امریکايي چارواکو د ګل په ورځ (د اکتوبر په ۲۸ مه) وویل چې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي لاش په بحر کې ښخ کړې شو، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د خاصو ځواکونو عملیاتو په اړه تازه معلومات خپاره شول چې د دې هفتې په پای کې هغه په کې ووژل شو.

د سوريې کردانو ادعا وکړه چې دوی د هغه استخباراتو يوه مهمه سرچینه ده چې امریکایان یې بغدادي ته ورسول. دوی دغه وحشي ياغي مشر، چې د عراق او سوریې په زياتره سيمه کې د ترهګرۍ د پنځو کالو د دور تر شا وو، ته د پنځو کالو د تعقيب نه وروسته لاس رسي وکړه.

د متحده ایالاتو یو بې نومه پوځي سپې په دغه حمله کې احتمالي هیرو جوړ شو او هغه وخت ژوبل شو کله چې يې د سوریې په شمال لودیځ کې د هغه د پټنځای نه لاندې په يو غار کې د البغدادي تعقيب کولو مخکې له دې چې هغه ځان ته د ځانمرګي واسکټ سره چاودونه ورکړه او درې ماشومان يې ووژل.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر مارک ایسپر وویل، "د هغه مرګ د داعش د پاتې شونو لپاره يو سخت ګوزار دی."

د اکتوبر په ۲۸ مه اخیستل شوی تصوير ښيي چې د سوريې خلک د سوریې د باریشا په څنډه کې تیره ورځ د داعش د مشر ابوبکر البغدادي په وړاندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د اپریشن په ځای کې ملبه لټوي. [عمر حاج کادور/ای اېف پي]

د اکتوبر په ۲۸ مه اخیستل شوی تصوير ښيي چې د سوريې خلک د سوریې د باریشا په څنډه کې تیره ورځ د داعش د مشر ابوبکر البغدادي په وړاندې د متحده ایالاتو په مشرۍ د اپریشن په ځای کې ملبه لټوي. [عمر حاج کادور/ای اېف پي]

هغه د هغه تقريباََ سل کسیز قوي ځواک ستاینه وکړه چې د سوریې په ادلیب صوبه کې په يو کلې کې يوې ودانۍ ته په هغه يو پيچيده مشن کې د هيلي کاپټرونو په واسطه ورورسيدل چې د روسیې، کردانو، ترکانو او صدر بشارالاسد رژیم سره همغږۍ ته يې اړتيا لرله چې د متحده ایالاتو الوتکې د وویشتلو نه خوندي وساتي.

ایسپر وویل، "دوی دا برید د هر اړخ نه په ښه توګه ترسره کړو."

د متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو ستر مشر جنرل مارک میلي وویل، هیڅ څوک په دې عملیاتو کې ټپي شوی نه دی، سره له دې چې د متحده ایالاتو ټیم له رسیدلو سره سم ډزی شروع کړې.

د متحده ایالاتو ځواکونو دوه کسان ونيول، او عسکرو د البغدادي پاتې شونې وروسته له هغې پورته کړل کله چې هغه خپل ځان ته چاودنه ورکړه.

ملي وویل، "د البغدادي پاتې شوني بیا یو خوندي ځای ته ولیږدول شول چې د هغه شناخت د ډي اين ای ټسټ سره تایید کړي."

د پنټاګون یو بل چارواکي تایید کړه چې د البغدادي لاش په یو نامعلومه ځای کې په بحر کې واچول شو، لکه څنګه چې په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وروسته له هغې په سمندر کې ښخ کړې شو کله چې هغه په پاکستان کې د امریکې د ځانګړو ځواکونو په برید کې ووژل شو.

د البغدادي نيکر

يو کرد چارواکي وويل، يوې داخلي سرچينې چې کرد ځواکونو ليدلې وه د بغدادي پټنځای ته امریکایي ځواکونه ورورسول. دغه سرچينې د ودانۍ د داخلي نقشې په جوړولو کې او د هغې د کارکوونکو په پیژندلو کې یې مرسته وکړه، او د هغوی لپاره يې دا ممکنه کړه چې البغدادي وپيژني.

پولات کین، چې د کرد په مشرۍ د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو غت سلاکار دی، ټویټ وکړو چې "د می د ۱۵ مې راهیسې، موږ د سي آی اې [د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي ادارې] سره په ګډه کار کوو چې البغدادي په ګوته کړو او د هغه نږدې څارنه وکړو."

دې ډلې یو مخبر لرلو چې د البغدادي کور ته د ننوتلو توان يې ترلاسه کړو.

هغه په ټویټر باندې وویل، "البغدادي به اکثر د خپلې استوګنې ځایونه بدلول."

پولات وویل، "زموږ استخباراتي سرچینې د کوارډينيټونو، د هوایي ځواکونو د لارښود، په اپريشن کې برخه اخیستل او تر وروستي منټ پورې د اپريشن په کاميبابولو کې ښکيل ول."

هغه وويل، سرچینې "د البغدادي نيکر هم راوړو چې د ډي اين ای ټسټ يې وکړي او (٪۱۰۰) دا يقيني کړي چې دا کس په خپله بغدادی وو."

'په اسلام کې تحریف کول'

سعودي عرب د دوشنبې په ورځ وویل، البغدادي د اسلام انځور خراب کړ. دغه ملک د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا د هغه د وژلو ستاینه وکړه.

د سعودي عرب د مطبوعاتو ايجنسۍ له مخې، د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې وویل، "سلطنت د متحده آيالاتو د کوشش ستاينه کوي چې د دې تروریستي سازمان د غړو تعقیب يې وکړو، کوم چې د اسلام ریښتیني انځور ته یې زیان رسولی وو... او ظلمونه او جرمونه يې ترسره کړې ول."

دغه سرچینه زیاتوي، "سعودي عرب د خپلو متحدینو په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو سره د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې خپل کوششونه جاري ساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ها ها ها .. دا څنګه اتفاق دی چې نه د امریکې يودښمن ژوندی نیول شوی، او نه د هغوی مړي ښودل شوي دي، بلکې دوی ټول په سمندر کې ښخ شوي دي؟ اې احمقو! نه اسامه د امریکایانو لخوا وژل شوی او نه هم ابوبکر بغدادي شتون لري.

ځواب