تروريزم

د داعش 'برانډ' د مشر له مړینې وروسته د اړونده پاتې کېدو لپاره له ستونزو سره مخ دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د داعش غړي د دسمبر په ۴مه په ټولنیزو رسنیو کې په خپور شوي عکس کې د لویدیځې افریقې په ساحل سیمه کې د غونډې لپاره راټول شوي دي.

د داعش غړي د دسمبر په ۴مه په ټولنیزو رسنیو کې په خپور شوي عکس کې د لویدیځې افریقې په ساحل سیمه کې د غونډې لپاره راټول شوي دي.

شنونکو وویل، په یو کال کې د عراق او سوریې د اسلامي دولت (داعش) د دویم مشر مرګ ښیي چې یاده افراطي ډله، چې يو وخت يوه پياوړي ډله وه، له سوریې څخه د یوې نړېوالې شبکې د فعالیت توان له لاسه ورکړی دی.

خو دا ډله چې د سوریې او عراق پر ځینو برخو یې واکمني کوله مخکې له دې چې هلته يې ماتې وخوړو، لا هم د لویدیځې افریقې او افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو برخو کې فعالې څانګې لري.

د ابو حسن الهاشمي القرشي د مړینې په اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، چې د نومبر په ۳۰مه په یو آډیو پیغام کې اعلان شوی و او وروسته د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سينټکوم) يې تایید کړی و.

ځایي سرچینو وویل چې د داعش لوړپوړي مشر د محاصرې لاندې ځان ته چاودنه ورکړه -- د خپلو لنډمهاله مخکیني مشرانو په څېر-- کله چې د سوریې مخالفو ډلو د اکتوبر په نیمایي کې عملیات ترسره کړل.

د فبرورۍ په ۳مه د سوریې په شمال لویدیځ ادلب صوبه کې د اتم په ښارګوټي کې د متحده آيالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا د شپې د عملیاتو په ترڅ کې د هغه کور په چت کې شخصي شيان پراته دي چې د داعش پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القرشي پکې مړ شوی و. [محمد حج قدور/ای اېف پي]

د فبرورۍ په ۳مه د سوریې په شمال لویدیځ ادلب صوبه کې د اتم په ښارګوټي کې د متحده آيالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا د شپې د عملیاتو په ترڅ کې د هغه کور په چت کې شخصي شيان پراته دي چې د داعش پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القرشي پکې مړ شوی و. [محمد حج قدور/ای اېف پي]

د الهاشمي د اوو میاشتو د پټې واکمنۍ ځانګړتیا خاموشي وه، چې د داعش د راتلونکي په اړه يې بې شمېره پوښتنې راپورته کړې.

کولن کلارک، چې د استخباراتو او امنیت په اړه د سوفان ګروپ د څېړنې ډايريکټر دی، وويل، "تاسو کولی شئ استدلال وکړئ چې هغه د ډلې له پېل راهیسې د داعش د مشر په توګه خورا لږ تاثیر لرلو."

دغه کارپوه وویل، د الهاشمي د مرګ او د دې ډلې د بیان تر منځ له یوې میاشتې څخه زیات وخت تېر شوی و، چې په ترڅ کې یې "داعش احتمالاً په داخلي توګه د یو ځای ناستي د ټاکلو لپاره له ستونزو سره مخ و."

هغه وويل، دا ممکن دا په ډاګه کوي چې "دا ډله د ډېرو مخالفینو لخوا تر سخت فشار لاندې ده او د تېر وخت په پرتله د عملياتو لږه آزادي لري، چې پدې کې د ملاتړو او پیروانو سره د خبرو اترو ډېر محدود وړتیا شامله ده."

هېڅ يو متخصص، چې ای اېف پي ورسره اړيکه نيولې وه، د نوي مشر ابو الحسین الحسیني القرشي په اړه څه معلومات وړاندې نه کړل، چې نوم یې د پیغمبر محمد (ص) قبیلې ته اشاره کوي.

نوی پخپله اعلان شوی خليفه غواړي چې د پیغمبر د قريشو له قبيلې څخه د ميراث په ادعا سره مشروعيت ترلاسه کړي -- لکه څنګه چې د هغه څخه مخکې د داعش ټولو مشرانو مشروعيت ترلاسه کړی و.

د افراطیت سره د مبارزې د پروژې د څېړنيز مرکز ډايريکټر هانس جیکوب شینډلر وویل، "د القرشي نوم د مشر لپاره د برانډ په توګه کارول کیږي."

"حتی که دا یوازې یو جوړ شوی نوم وي ... دا د شبکې د فعالیت لپاره کافي دی."

مصري څېړونکي منیر ادیب الشرق الاوسط ته وویل چې داعش معلومات پټ ساتلي او ویلي یې دي چې د نوي مشر هویت معلومول ګران کار دی ځکه چې داعش "خپل اصلي نوم نه بلکې مستعار نوم کارولی دی".

رسنۍ "د یوې باخبرې سرچینې" په حواله وويل، د دې ډلې "د خپل نوي مشر د ریښتیني هویت په اعلانولو کې خاموشي ممکن د بیعت د اعتبار په اړه ابهام رامینځته کړي."

دغه سرچینې وویل، دا ګمارنه کیدی شي د پټولو یوه بڼه وي، "ترڅو په سازمان کې د روانې شخړې حقیقت پټ کړي".

نور خوندي ځای نشته

په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې په چټکۍ سره د راپورته کيدو وروسته، داعش د خپل تش په نامه خلافت ړنګېدل وليدل، چې په پايله کې د غير فعال ډلو شبکې ته محدود شو.

په ۲۰۱۹ کال کې، دې په سوریه کې ماتې وخوړو -- چېرې چې الهاشمي، ابو ابراهیم القرشي او​​د داعش بنسټ ایښودونکی ابوبکر البغدادي​​ټول ووژل شول.

شینډلر وویل، "سوریه نور د داعش لپاره خوندي ځای نه دی." "دوی کولی شي د حجرو جوړښت وساتي، خو دا په ښکاره ډول د لوړ پوړو پرسونلو لپاره خوندي نه دی.

هغه وویل، "که تاسو هرڅوک وژنئ، په پای کې هېڅوک ستاسو ملګری نه دی."

داعش، چې خوندي ځای یا کرشماتي مشر نلري، د البغدادي په مشرۍ د بهرنیو جنګیالیو د استخدام ظرفیت له لاسه ورکړی دی.

او د البغدادي جانشینان د لنډې مودې لپاره دوام کوي، او وروستي دوه مشران پداسې حال کې مړه شول چې هېڅ غږیز یا ویډیو بیانونه يې ندي خپاره کړي.

د سوفان ګروپ کلارک وویل، "په داعش باندې د فشار جوړولو احتمال شته ... چې څه حرکت ترلاسه کړي، په ځانګړې توګه که دا ډله غواړي اړونده پاتې شي."

بیا هم، د داعش سره تړلې شبکه نه یوازې ژوندۍ بلکې وژونکې پاتې شوې ده.

د داعش خراسان ډله د افغانستان په رژیم باندې څه نفوذ لري، او يادې ډلې په عراق او سوریه کې د زیان رسولو وړتیا ساتلې ده.

خو داعش په دې وروستیو کې په ټوله افریقا کې، د ساحل په سیمه کې د شتون سره، د چاډ جهیل څخه تر موزمبیق او سومالیا پورې، خورا زيات پرمختګ ترلاسه کړی دی.

اتحاديان خپل ځواک زیاتوي

د نړۍ د افراطیت کارپوهانو په وروستیو کلونو کې یادونه کړې چې داعش لکه د القاعدې په څېر خپل عملیات تقسيم کړي دي او په سیمه ایزو ډلو تکیه کوي ترڅو د کړکیچ په وخت کې سیمې ونیسي.

د بل مشر مرګ او د هغه ځای ناستی د دې ثبوت دی.

ژان پییر فیلیو شنونکي، چې په پاریس کې د ساینس پو په يونيورسټۍ کې تدریس کوي، وویل، "د سازمان د عالي کمانډ کمزوري د هغې د اړوندو ډلو، په ځانګړې توګه په افغانستان او ساحل کې تر ټولو فعاله ډلو، خپلواکي لوړوي."

خو وروستۍ پیښې پدې اړه پوښتنې راپورته کوي چې په مینځني ختیځ کې څومره شخصیتونه د مشرتابه ادعا کولی شي.

شینډلر وویل، "دا د تبعیض خبره ده چې تل به د قریش له قبیلې څخه یو عرب سړی د دې شبکې مشري وکړي."

"راځئ چې وګورو چې څو ځله به د شبکې افریقایي برخې دا ومني."

د ډیمین فیري، چې د جهاد تجزیه ګروپ بنسټ ایښودونکی دی، لخوا د یوې شمیرې له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې، د داعش تبلیغاتي خپرونې النبا له ۵۲ مخونو څخه ۲۸ یې افریقایي ملګرو ته وقف کړي دي.

په حقیقت کې، د داعش له اوسنیو ۱۳ "صوبو" څخه اوه یې په افریقا کې دي.

خو اوسمهال، د عربو لومړیتوب لاهم بې سيالي پاتې شوې ده.

د مراکش د الاخواین يونيورسټۍ څېړونکي جلیل لوناس استدلال وکړو، "افریقایان به اړتیا ولري چې د عراق او سوریې سیمې ته لاړ شي او په تدریجي ډول په ليکو کې د لوړیدو سره خپل تسلط ترلاسه کړي."

خو "څومره چې مرکزي ځواک ضعیف وي، هومره د افریقې ملګري کولی شي خپل ځواک ډېر کړي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500