په مستونګ کې د داعش په حمله کې په درزنونو کسان وژلی شوي

ای ايف پي

کوئټه -ا سلامي دولت عراق او سوریې ( داعش) ده جمعه ۱۳ جولائي په ورځ ده بلوچستان ولايت مستونګ سيمه کي ده هغه ځانمرګي بريد پړه پر سر اخستي چي په نتيجه کي اي ده اے ايف پي ده راپور لمخه د سلو نه زیات تنه ووژل شول .په بلوچستان کې دا برید د پاکستان په ۲۵ جولائی کی کیدونکی عمومي ټولټاکنو پر مہال ترټولو وحشتناک او وژونکی برید دی .

دہ بلوچستان ولایت يو چارواکی سعید جمالی ويلي چي مستونګ کي ځانمرګي بريدکونکي ځان هغه وخت وچاودي کله چي هلته يوه سياسي غونډه تر سره کيدله .

نوابزاده سراج رئيساني هم په دي بريدکي وژل شوي چي ده بلوچستان عوامي ګوند تر بيرغ لاندي اي په عمومي ټولټاکنو کې هلي ځلي تر سره کولي .

داغه چاودنه د جمعې په سهار د پاکستان - افغانستان پولې ته نږدې د څو ساعتونو وروسته رامنځ ته شوه چې پکې ده پاکستاني سیاستدان پريو کاروان باندي يو موټرسايئيکل کي پټ بم وه چاودي اور په ترځ کي اے ۴ کسان وژل شوی او ۳۹ تنه ټپیان شول.

پوليس چارواکي واي چي په دا بم چاودنه کي هدف ده متځده مجلس عمل ( ايم ايم اے ) ټاکل سوي اميدوار اکرم خان دراني وو ، خو دي په دا بريد کي محفوظه پاته شوي دي .

منګل ۱۰ جولائي په ورځ پشاور کي ده عوامي نيشنل ګوند پر يو سياسي غونډه هم بمي چاودنه شوي وه چي پړه اے پاکستاني طالبانو پر سر اخستي وو۔.

په بمي چاودنه کي ده عوامي نيشنل ګوند ځائي مشر هارون بشير بلور په شمير ۲۲ کسان ووژل سول او ده هغه پس په زرګونو کسانو د جنازې په لمانځه کې برخه اخیستې وه ۔.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500