تروريزم

د داعش خراسان څانګه د امنيتي عملياتو له امله له کمزوري کيدو روسته د پاکستان اقلیتي ډلې په نښه کوي

د زرک خان لخوا

امنیتي پرسونل د جون په ۲۹مه په کويټه کې د لوی اختر د مونځ ادا کولو لپاره د مسلمان عبادت کوونکو د رارسیدو په وخت د هغوی تلاشي اخلي. [بنارس خان/ای اېف پي]

امنیتي پرسونل د جون په ۲۹مه په کويټه کې د لوی اختر د مونځ ادا کولو لپاره د مسلمان عبادت کوونکو د رارسیدو په وخت د هغوی تلاشي اخلي. [بنارس خان/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" د خراسان څانګې پر وړاندې روانو عملیاتو د دې ترهګرې ډلې وړتیا کمزورې کړې چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.

چارواکي او شنونکي وايي، دا مايوسه کمزوري ډله اوس د کمذوري اقليتي ټولنو غړي په نښه کوي.

عمران نوشاد خان، چې په اسلام آباد کې یو فعال دی او په پاکستان کې د بین المذاهب همغږۍ لپاره کار کوي، وویل، "په پاکستان کې، د داعش خراسان څانګه په منظمه توګه کمذوري غیر مسلم ټولنې، په ځانګړې توګه سکهان، او مسلمانې اقلیتي فرقې په ځانګړې توګه شیعه ګان او صوفیان په نښه کوي."

هغه وویل، د داعش خراسان څانګه د خپلو خپرونو له لارې په هېواد کې ​فرقه ایزې جګړې ته هم لمن وهي​.

د سکهانو مشرانو یوې ډلې د جون په ۲۶مه په پېښور کې د خېبر پښتونخوا له ګورنر حاجي غلام علي سره وکتل چې د هغوی په سیمو کې د امنیت د ښه کولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د سکهانو مشرانو یوې ډلې د جون په ۲۶مه په پېښور کې د خېبر پښتونخوا له ګورنر حاجي غلام علي سره وکتل چې د هغوی په سیمو کې د امنیت د ښه کولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

خان وویل، "د کمزورو او زیان منونکو ټولنو لکه سکهانو، صوفیانو او شیعه ګانو په نښه کول ښیي چې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې روانو عملیاتو د دې ډلې وړتیا کمه کړې چې لوی هدفونه لکه امنیتي ځواکونه په نښه کړي."

د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۶مه) د پېښور د سکهانو د ټولنې له مشرانو سره په یوه غونډه کې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي اړوندو چارواکو ته امر وکړو چې د سکهانو د ټولنې د استوګنې او کاروباري سیمو د امنیت لپاره ځانګړي انتظامات وکړي او د بند سرکټ ټي وي کیمرې دې نصب کړي.

علي وویل، "له ۲۰۰۸ کال راهیسې، په صوبه کې د ترهګرۍ په مختلفو پېښو کې د سکهانو د ټولنې ۳۵ غړي وژل شوي دي."

من موهن سینګ چې یو سک سوداګر و، تېره شنبه په پېښور کې په ډزو ووژل شو.

د اپرېل په میاشت کې د پېښور په دیر کالونۍ کې یو سک په خپل دوکان کې په ډزو ووژل شو. تېر کال د کوهاټ اډې او سربند ته څېرمه هم پر سکهانو د بریدونو راپور ورکړل شوی و.

د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې، ​​د داعش خراسان څانګې په پېښور کې د شیعه ګانو په یو جومات ځانمرګی برید وکړو ​ ​چې د ۶۴ نه زيات عبادت کوونکي یې ووژل.

د داعش خراسان څانګې ​د افغانستان په مرکزي ښار کابل کې د سیکانو په یو معبد باندې د ۲۰۲۲ کال د جون د حملې مسوولیت هم په غاړه واخیستو​، چې دوه تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي ول.

عمليات دوام لري

د تروریستي بریدونو له زیاتوالي وروسته، پاکستاني چارواکو په ټول هېواد کې د داعش خراسان څانګې په ضد خپل عملیات ګړندي کړل.

د پوځ په وینا، د پاکستان قانون پلي کونکو ادارو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څېرمه د داعش د خراسان څانګې په پټنځای د برید په ترڅ کې د هغې یو قوماندان او دوه نور وسله وال ووژل.

شفیع الله، چې د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د داعش د خراسان څانګې کمانډر دی، په وژل شويو کسانو کې شامل و. هغه په امنیتي ځواکونو د بریدونو او د ملکي وګړو د وژلو په ګډون په ګڼو ترهګریزو پېښو کې لاس لرلو. حکومت د هغه په سر دوه میلیونه (۷۰۰۰ آمريکايي ډالره) انعام ایښی و.

د سه شنبې په ورځ، د پنجاب د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) وویل چې دوی د لوی اختر په ورځ د یوې ښځې په ګډون، چې د داعش د خراسان څانګې سره يې تړوا لرلو، نهه شکمن وسله وال ونیول او د ترهګرۍ یوه لویه منصوبه يې ناکامه کړه.

دغه کسان وروسته له هغې ونیول شول کله چې افسرانو په ملتان، بهاولپور او ډیره غازي خان کې په مختلفو ځایونو چاپې واچولې.

د سي ټي ډي یو ویاند پاکستان فارورډ ته وویل، "د صوبې په مختلفو ضلعو کې په نیول شویو نهو وسله والو کې پنځه کسان، د یوې ښځې په ګډون، د داعش د خراسان څانګې سره تړاو لري."

هغه وویل، "دوی پلان لرلو چې په صوبه کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي او حکومتي تاسیسات او مذهبي ځایونه په نښه کړي."

د خېبرپښتونخوا پولیسو سي ټي ډي د جون په ۶مه وویل چې د قانون پلي کونکو افسرانو ​سبحان الله عرف عثمان​ ، چې د داعش د خراسان څانګې یو کمانډر دی، په باجوړ ضلعه کې په عملیاتو کې وژلی دی.

امجد خان، چې د سي ټي ډي یو لوړ پوړی چارواکی دی، وویل، سبحان الله د ترهګرۍ په څو کېسونو کې مطلوب و، چې پکې په امنیتي ځواکونو او پولیسو باندې بریدونه شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500