دین

د سکهانو ټولنه د وبا په دوران کې د ټولو عقیدو د غړو سره مرسته کوي

د عديل سعيد لخوا

یو سک رضاکار په پېښور کې د اپرېل په میاشت کې د کورونا ویروس د پوهاوي د کمپاین په ترڅ کې مسافرو ته د مخ ماسکونه ورکوي. [جتیندر سینګ]

یو سک رضاکار په پېښور کې د اپرېل په میاشت کې د کورونا ویروس د پوهاوي د کمپاین په ترڅ کې مسافرو ته د مخ ماسکونه ورکوي. [جتیندر سینګ]

پېښور -- خالد سلیم، چې یو ترکان دی او په ورځنۍ مزدورۍ سره خپل ژوند تيروي، حیران شو کله چې هغه په پېښور کې په محله جوګان شاه سيمه کې يو ځوان سک سړی د خپل کور په مرکزي دروازه کې ولاړ وليدو.

د دعا سلام کولو نه وروسته، خالد پوهه شو چې دا سړی د خوراک چمتو کولو لپاره راغلی و ځکه چې خالد د کورونا ویروس ناروغۍ او د لاکډاون له امله خپله ګټه وټه له لاسه ورکړې وه ځکه چې هغه کار نه شو کولی.

خالد د خواړو مرسته قبوله کړه، کومه چې دغه رضاکار په ګاډۍ کې راوړې وه.

خالد وویل، "دا واقعي یو لوی رحمت و. په دغه وخت کې ما مرستې ته خورا سخت ضرورت لرلو او ما د مارچ او اپرېل په مياشت کې د سخت لاکډاون له کبله توان نه لرلو چې د خپلې کورنۍ بنيادي ضرورتونه پوره کړم."

یو سک رضا کار د خوراک په پخولو کې مرسته کوي چې د جون په میاشت کې به د کراچۍ اړمنو اوسیدونکو ته ورکړل شي. [طارق رحمان/جی آی]

یو سک رضا کار د خوراک په پخولو کې مرسته کوي چې د جون په میاشت کې به د کراچۍ اړمنو اوسیدونکو ته ورکړل شي. [طارق رحمان/جی آی]

یو سک رضاکار د جون په میاشت کې په کراچۍ کې د الخدمت فاونډېشن د یو کارکونکي سره د یو چرچ په پاکولو کې مرسته کوي. [طارق رحمان/ جی آی]

یو سک رضاکار د جون په میاشت کې په کراچۍ کې د الخدمت فاونډېشن د یو کارکونکي سره د یو چرچ په پاکولو کې مرسته کوي. [طارق رحمان/ جی آی]

هغه وويل، "زه به هیڅکله د اقليتي ټولنې لخوا دغه سخاوتمندانه او په وخت ملاتړ هير نه کړم او زه د دې همدردانه کار له کبله د سک وروڼو ډېره شکريه ادا کوم."

بين المذاهب هم آهنګي

د سکهانو ټولنې لخوا د هغه کسانو سره په پراخه کچه مرسته په پاکستان کې د بين المذاهب هم آهنګۍ قوي تړاو په ګوته کوي کوم چې د کورونا ویروس لخوا ځپل شوي وو.

په پاکستان کې د ټولنې او نورو اقليتي ډلو غړو د ټولو عقیدو د غړو سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کړي دي.

په پېښور کې يو سک اوسیدونکی او د خېبر پښتونخواه د سولې او هم آهنګۍ د ملي شورا چيرمين جتیندر سینګ وویل، "موږ له هغه کسانو سره مرسته کړې ده او هغوی ته مو د هغوی په کورونو کې خوراک چمتو کړی کوم چې د کورونا ويروس لخوا ځپل شوي دي."

سینګ وویل، "د سکهانو ټولنې د ګڼ شمیر خیریه سازمانونو سره په همکارۍ کار کړی او مالي مرسته يې برابر کړې چې زموږ د هغه هیوادوالو سره مرسته او ملاتړ وکړي کوم چې د کورونا ویروس د وبا له کبله په سوداګریزو فعالیتونو باندې د پابندو له امله له ستونزو سره مخ دي."

هغه زیاته کړه چې د مرستې کولو سربیره، د سکهانو ټولنې په کمپاينونو کې برخه اخيستې چې د کورونا ویروس پروړاندې د حفاظتي اقداماتو په اړه په عامو خلکو کې پوهاوی رامينځته کړي.

هغه وویل چې دغه مرستې د خېبر پښتونخواه په مختلفو ضلعو کې دوام لري، چې پکې پېښور، بونیر، سوات، مردان او صوابۍ شامل دي.

د پاکستان د ځوانانو د ولسي جرګې صدر عبيد الله، وويل، "د سکهانو د ټولنې او د نورو اقليتي ډلو په ګډون د عیسايانو او هندوانو استازو په هغه کمپاینونو کې برخه اخيستې ده چې د وبا په دوران کې د مرستې او پوهاوي رامينځته کولو لپاره پيل شوي دي."

هغه وويل، د هغه سازمان د پاکستان په ۴۸ ضلعو کې د اقليتي ټولنو په بشپړ ملاتړ سره د کورونا ویروس وبا په دوران کې کار کړی دی او په زرګونو ماسکونه یې ویشلي او پوسټرې يې لګولي دي چې څنګه د ناروغۍ مخنیوي وکړي.

هغه زياته کړه چې پاکستانيان د اقليتي ټولنې د ښه نيت شکريه ادا کوي.

د پاکستان د سکهانو شورا جنرل سيکريټري سرجيت سینګ کنول وویل، "د پنجاب صوبې په نانکانا صاحب ضلعه کې، چې د سکهانو د لومړي ګورو په نوم نومول شوی دی، زموږ د ټولنې غړو خواړه او لاس پاکونکي جيل وویشل."

د سکهانو ټولنې د ضلعې په مرکزي سړک باندې واک ترو سینیټایزر ګيټ نصب کړی دی، چې د دې له لارې هره ورځ په زرګونو کسان او موټرسایکل چلونکي تيريږي.

هغه وویل چې دغه غړو د مشرانو سره وخت تیر کړی دی.

همکاري

په کراچۍ کې، انیل سینګ، چې یو ځوان سک رضاکار دی او د اسلامي پارټۍ د جماعت اسلامي د خيريه موسسې الخدمت فاونډېشن سره تړاو لري، په رضاکارانه ډول ځان وړاندې کړو چې پاکستانیان د کورونا ویروس نه خوندي وساتي.

په کراچۍ کې د الخدمت فاونډېشن وياند طارق رحمان وويل، "انیل سینګ یوازينی کس نه دی -- موږ د هندوانو او عیسايانو مذهبونو استازي لرو چې زموږ سره يې د خوراکي توکو پيکجونو په ویشلو او د عبادت ځایونو په ګډون د مختلفو سیمو په پاکوکو کې هم برخه واخيسته."

طارق وویل، الخدمت فاونډېشن مندرونو (د هندوانو مندرونه)، ګوردوارانو (د سکهانو د عبادت ځایونه) او چرچونو ته هغومره درناوی ورکړی لکه څنګه چې جوماتونو ته ورکوي او په کراچۍ کې يې د صفايۍ کمپاینونه ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، "د کرېسچن عوامي چرچ فادر عرفان د الخدمت فاونډېشن د کارکونکو سره څنګ په څنګ کار وکړو څو د هغه کسانو سره مرسته وکړي کوم چې د کورونا ویروس لخوا ځپل شوي دي."

طارق وویل، "دا د پاکستان ریښتینی انځور دی -- چیرې چې د مختلفو عقیدو غړي يو ځای ژوند کوي او له یو بل سره د خوشحالۍ او ستونزو په وخت کې همکاري کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500