امنیت

پاکستاني ځواکونو په مستونګ کې د بمي چاودنې پلان جوړونکی ووژلو

ای ايف پي

امنیتي ځواکونه او رضاکاران د هغه کسانو لاشونه وړي کوم چې د جولای په ۱۳ مه په مستونګ کې په ځانمرګي بريد کې وژل شوي ول. [عبدل غنی کاکړ]

امنیتي ځواکونه او رضاکاران د هغه کسانو لاشونه وړي کوم چې د جولای په ۱۳ مه په مستونګ کې په ځانمرګي بريد کې وژل شوي ول. [عبدل غنی کاکړ]

کويټه -- چارواکو وويل، د پاکستان امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ (د جولای په ۲۰ مه) په بلوچستان کې په يوې نښته کېد هیواد ترټولو ناوړه ترروريستي برید پلان جوړونکی ووژلو.

ځواکونو د قلات ضلعې په دارينجو کلي کې د داعش د عملیاتي مرکز په اړه خفيه معلومات ترلاسه کړل.

د قلات په ښار کې د انتظاميې يو سينير چارواکي، قیصر خان، ای ايف پي ته وویل، "فرنټیر کور (ایف سي) په يو کور باندې چهاپه ووهله او د هدايت الله په نامه يو کس يې ووژلو."

د ایف سي یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای ايف پي ته وويل، هدايت الله د حفیظ نواز سره مرسته وکړه چې په تیره هفته کې یې په مستونګ ضلع کې ځان ته چاودنه ورکړه او لږ تر لږه ۱۴۹ کسان يې ووژل، چې په دوی کې د سیاسي پارټۍ اميدوار سراج ریساني هم شامل و.

د مستونګ ضلعې چارواکي، قایم لاشاري، وويل، "چارواکي امید لري چې د بلوچستان په مختلفو سيمو کې د داعش د هدایت الله ګروپ د فعالینو خلاف عملیات ترسره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500