تروريزم

په پاکستان کې د ترهګرو ډلو خلاف د عملياتو له امله دغه ډلې د ګډو بریدونو لپاره يو ځای کيږي

د زرک خان لخوا

قانون پلي کونکي پرسونل د جون په ۵مه د خېبر پښتونخوا د بونیر ضلعې په غرونو کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات ترسره کوي. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

قانون پلي کونکي پرسونل د جون په ۵مه د خېبر پښتونخوا د بونیر ضلعې په غرونو کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات ترسره کوي. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

اسلام آباد -- چارواکي او شنونکي وايي، د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان عملیات دوی مجبوروي چې په بریدونو کې همکاري وکړي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځ (د جون په ۳مه او ۴مه) په خپل رسمي چېنل کې په بیانونو کې ادعا وکړه چې د خېبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان ضلعو کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو دوه بریدونه د هغه ډلې سره په همکارۍ ترسره شول چې حافظ ګل بهادر يې مشري کوي.

بهادر، چې په شمالي وزیرستان کې مېشت یو وسله وال کمانډر دی، په سیمه کې فعالیت کوي او له دوو لږ پېژندل شویو وسله والو ډلو -- د غازیانو کاروان او جیش فرقان محمد -- سره تړاو لري.

په داسې حال کې چې د بهادر ډلې پخوا له تحريک طالبان پاکستان سره اتحاد نه دی کړی، خو دواړه ډلې له القاعدې سره اړیکې لري.

د پاکستان د پولیسو لوړ پوړي افسران د مۍ په ۳۱مه د هغه پولیس په جنازه کې ګډون کوي ​​چې په مهمند ضلعه کې د تحريک طالبان پاکستان په برید کې وژل شوی و. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

د پاکستان د پولیسو لوړ پوړي افسران د مۍ په ۳۱مه د هغه پولیس په جنازه کې ګډون کوي ​​چې په مهمند ضلعه کې د تحريک طالبان پاکستان په برید کې وژل شوی و. [د خېبرپښتونخوا پولیس]

تحريک طالبان پاکستان په خپلو دوو بیانونو کې د بهادر په مشرۍ د ډلې سره د عملیاتي همکارۍ په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

څارونکي وايي، د دواړو تر منځ همکاري د پرله پسې عملياتو او د مهمو قوماندانانو د وژلو او نيولو له امله د اورپکو ډلو د کمزوري کېدو نښه ده.

په شمالي وزیرستان کې یو سیاسي فعال محمد شاه وزیر وویل، "دواړه ډلې په لنډه توګه د شورا اتحاد المجاهدین برخه وه، هغه اتحاد چې په ۲۰۰۹ کال کې د القاعدې لخوا د سیمه ایزو اورپکو ترمنځ د اختلافاتو د لرې کولو لپاره جوړ شوی و. خو دا اتحاد ډېر پاتې نه شو."

هغه وویل، "له هغه وخت راهیسې، د بهادر په مشرۍ ډلې او تحريک طالبان پاکستان د پاکستان په امنیتي او پولیسو ځواکونو د ګډو بریدونو د ترسره کولو لپاره عملیاتي اتحاد جوړ کړی دی."

وزیر پاکستان فارورډ ته وویل، وروستی اتحاد "په ښکاره ډول ښیي چې د دغه ډلو په وړاندې د پاکستان عملیاتو د دوی وړتیا کمه کړې ده چې نوي جنګيالي استخدام کړي او په سیمه کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي."

د وسله والو ډلو کمزوري کول

په پېښور کې د خېبرپښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د تحريک طالبان پاکستان د لوړ پوړو قوماندانانو وروستيو نیولو او وژلو د اورپکو ډله کمزورې کړې ده. په ياد کسانو کې اقبال، چې د بالي کيارا په نوم هم ياديږي، شامل دی.

اقبال د مۍ په ۴مه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو.

هغه په تېرو وختونو کې د القاعدې او لشکر جهنګوي سره تړاو لرلو او د څو لوړ پوړو بریدونو پلان يې جوړ کړی و، چې پکې​​ په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سري لنکا د کرکټ په ټیم باندې برید​​ او په ۲۰۰۸ کال کې د ډېره اسمعاعيل خان په هسپتال کې يو ځانمرګی برید شامل دی.

د مۍ په ۱۴ مه، سي ټي ډي د بنو څخه د تحريک طالبان پاکستان يو وسله وال ونيولو چې د سي ټي ډي د سينير افسر اقبال مهمند په وژلو کې يې لاس لرلو.

مهمند او درې نور پولیس د مارچ په ۳۰ مه هغه مهال ووژل شول کله چې د دوی ګاډی په لکي مروت ضلعه کې د سړک د غاړې يو بم سره ټکر وکړو.

د پرمختګ په خپل وروستي راپور کې، سي ټي ډي مشاهده وکړه چې په صوبه کې د ترهګرۍ پېښې ​​د تېر کال د تېرو درېو میاشتو په پرتله په اپرېل کې ۱۱.۹ فیصده کمې شوې​.

د خېبر پښتونخوا د سي ټي ډي چارواکي وویل، د ټي ټي پي او بهادر په مشرۍ ډلې تر منځ په عملیاتي همکارۍ کې وروستنی زیاتوالی دا په ګوته کوي چې دواړه ممکن د ژوندي پاتې کېدو لپاره رسمي اتحاد ته اړ شي.

هغه وويل، له هغه وخته چې د پاکستان عملياتو دواړه ډلې کمزورې کړې او "د پاکستان په امنيتي ځواکونو د بريد کولو توان يې کم کړی دی"، دوی اړ شوي چې خپل تاکتيکونه بدل کړي.

هغه وويل، د پایلې په توګه، دوی په نرمو یا ډېرو جلا اهدافو بریدونه کړي، لکه ​هغه پولیس چې د پولیو واکسین ورکوونکو ساتنه کوي​.

ټي ټي پي په شمالي وزیرستان کې د مۍ په ۳۱مه د پولیو واکسین په ټیم باندې د برید مسوولیت منلی و چې هغه امنیتي افسر پکې وژل شوی و چې د دغه ټیم ساتنه يې کوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500