امنیت

د نوي مشر په اړه د ټي ټي پي په پاليسۍ کې فوري بدلون يو ستر داخلي اختلافات په ګوته کوي

د محمد آهل لخوا

یو پاکستانی ژورناليسټ د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۲۳ مه په پیښور کې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر ملا فضل الله ویډیو ګوري. [ ای مجيد/ ای ايف پي]

یو پاکستانی ژورناليسټ د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۲۳ مه په پیښور کې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر ملا فضل الله ویډیو ګوري. [ ای مجيد/ ای ايف پي]

پیښور -- څارونکي وايي چې د ملا فضل الله د مرګ نه وروسته، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لخوا د نوي ټاکل شوي کمانډر په ځای د بل کمانډر انتخاب د دې ډلې په منځ کې ويش او د دې حتمي تباهي په ګوته کوي.

دې ډلې د جون په ۱۴ مه يو لوی ګوزار ترلاسه کړو کله چې د تحریک طالبان مشر ملا فضل الله د افغانستان په کونړ صوبه کې په مروره ضلع کې، چيرته چې هغه له ۲۰۰۹ راهيسې پټ شوی و، په هوایې بريد کې ووژل شو.

تحریک طالبان پاکستان اول اعلان وکړو چې د تحریک طالبان پاکستان نايب آمير (ډپټي) او د فضل الله نږدې ملګری عمر رحمان به د هغه ځای واخلي.

خو يو څو ورځې وروسته د جون په ۲۳ مه، د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د فضل الله د مرګ تایید وکړو او ويې ویل چې د ډلې شورا مفتي نور ولي محسود د هغه پر ځای ټاکلی دی. هغه د رحمان په اړه د تبصرې څخه انکار وکړو.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) نامعلوم وسله وال په ۲۰۱۴ کې په يو تصوير کې ښودل شوي دي. د تحريک طالبان پاکستان ډله د افغانستان په کونړ صوبه کې د جون په ۱۴ مه په هوایي بريد کې د يو بل کمانډر د وژلو نه وروسته د ستونزو سره مخامخ ده. [جنید راو/ فليکر]

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) نامعلوم وسله وال په ۲۰۱۴ کې په يو تصوير کې ښودل شوي دي. د تحريک طالبان پاکستان ډله د افغانستان په کونړ صوبه کې د جون په ۱۴ مه په هوایي بريد کې د يو بل کمانډر د وژلو نه وروسته د ستونزو سره مخامخ ده. [جنید راو/ فليکر]

سخته جګړه

د قيادت په اړه اختلاف د تحریک طالبان پاکستان په قبايلي او غیر قبايلي ډلو کې ویش په ګوته کوي. د محسود قبيلې غړو په وزیرستان کې دغه ډلې جوړې کړي وې.

فضل الله او رحمان دواړه په خیبر پښتونخواه کې د سوات څخه دي، چې دا یو داسې فکتور دی چې د تیرو څو کلونو راهیسې يې د تحریک طالبان پاکستان قبايلي ډلې تقسيم کړي دي.

د رحمان او مسعود دواړو د مشر په توګه ټاکل د ټي ټي پي په سوات او محسود ډلو کې اختلافات په ګوته کوي.

تحریک طالبان پاکستان له هغه وخت راهيسې تل د قيادت په اړه جګړه کړې کله چې د دې پخواني کمانډران، د بیت الله محسود، حکيم الله محسود او قاري حسین احمد محسود په ګډون، په هوایي بریدونو کې ووژل شول.

فضل الله پخپله د خپل مخکیني مشر حکيم الله د مرګ نه وروسته د خان سعید محسود، چې د سانجا يا خالد محسود په نامه هم پيژندل کيدو، په وړاندې د لوړې څوکۍ لپاره هلې ځلې کړې وې.

د ټي ټي پي پای؟

د تحريک طالبان پاکستان يو شمير ډلې تباه شوي دي او يا وسله والو دغه ډلي پريښودلي دي. یوازينۍ لويې ډلي چې پاتي دي، د سوات او محسود ډلي دي. شنونکي وايي، دا ویش معنا لري چې ټي ټي پي نوره فعاله ډله نه ده.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند پاکستان فارورډ ته وویل، حتی تحریک طالبان پاکستان د يو آمیر په اړه مواقفه نه شي کولی. "دا د دې ډلې اختتام دی. دا نور يو داسې ځواک نه دی چې پاکستان ته ګواښ وکړي."

هغه وويل، د رحمان پر ځای د نور ولي محسود انتخاب د دې ډلې اعتبار ته زيان رسوي.

مهمند وويل، "که د د دې ډلې مشر رحمان وي او که ولي، وسله وال توان نه لري چې مالي یا انساني ملاتړ ترلاسه کړي -- دوی بيا متحد کيدی نه شي، او د واک لپاره مبارزه به د تحریک طالبان پاکستان لپاره يو ستر ګوزار وي."

په اسلام آباد کې د امنيت شنونکی، لفټننټ جنرل (ريټايرډ) امجد شعيب، پاکستان فارورډ ته وویل، "تحریک طالبان پاکستان نور خطرناک بریدونه نه شي ترسره کولی، او د فضل الله مرګ بې شکه [د ټي ټي پي] پای په ګوته کوي." "د نوي کمانډر لپاره جګړه ... د دوی لپاره يو سخت ګوزار دی."

هغه وويل،دا د تحریک طالبان پاکستان لپاره يو طبیعي مرګ دی او دوی نه شي کولی چې پاکستان ته څه خطر جوړ کړي."

مخ په کميدو عملیات

په پیښور کې میشت یو قومي ژورناليسټ، نصیر داور، وویل، تحریک طالبان پاکستان هغه قوت نه لري کوم چې دې د بیت الله او حکيم الله محسود تر مشرۍ لاندې لرو ځکه چې نور ولي محسود به د افغانستان نه رهبري کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "تحریک طالبان پاکستان د فضل الله سوات ډلې تر واک لاندې قوت له لاسه ورکړو، سره له دې چې دا ډله اوس هم د نايب آمير څوکۍ لري." هغه زياته کړه، چې د محسود ډلې لاندې د ټي ټي پي بيا راژوندې کيدل به ډير وخت واخلي.

په پیښور کې د امنیت شنونکي او د فاټا پخواني سيکريټري، بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، وويل، "د نور ولي محسود ټاکل دا معنا لري چې د ټي ټي پي عملیاتي مرکز به په افغانستان کې پکتیا، پکتیکا او يا خوست ته منتقل شي، چیرې چې د محسود ډله پټه شوې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته ووويل، "په عین وخت کې، د سوات ډله په کونړ او نورستان صوبه کې پټه ده، چې دواړه د پاکستان سره پوله لري، او دې ته توان ورکوي چې په پاکستان کې دننه برید وکړي." "خو که چيرې د کمانډ مرکز بدل شي، نو عملیاتي فعالیت به کم شي."

هغه وویل، "د محسود او سوات [ډلې] مخکې هم ښه تعلقات نه لرل ... او د لوړې څوکۍ لپاره مبارزه به دوی نور هم تقسيم کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500