تروريزم

په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان ګواښ په پراخه کچه شتون لري

د زرک خان لخوا

په کراچۍ کې پولیس د اګست په میاشت کې په لوی سړک باندې امنیتي دندې ترسره کوي. [ذاکر خان]

په کراچۍ کې پولیس د اګست په میاشت کې په لوی سړک باندې امنیتي دندې ترسره کوي. [ذاکر خان]

اسلام اباد -- پاکستاني چارواکي د افغان طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته عملیات ګړندي کوي، چې د کتونکو په وینا دا کار کولی شي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د خپل نفوذ پراخه کولو لپاره وهڅوي.

تحريک طالبان پاکستان په یو بیان کې د اګست په میاشت کې د ۳۲ ترهګریزو بریدونو، په ځانګړي توګه په قانون پلي کونکو باندې، مسؤلیت په غاړه واخیستو. دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

دې ډلې د جولای په میاشت کې د ۲۶ بریدونو مسؤلیت هم منلی و.

د سپتمبر په ۵مه، تحریک طالبان پاکستان په کویټه کې د یو ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیستو چې څلور پاکستاني سرتیري په کې وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ کسان په کې ژوبل شوي ول.

د تحريک طالبان پاکستان مشرانو د جولای په میاشت کې له سي اېن اېن سره د یوې تلویزیوني مرکې په ترڅ کې واک ته د افغان طالبانو د بیرته ستنیدو او د لوړ پوړي مشر مفتي نور ولي محسود ستاینه وکړه.

د متحده ایالاتو حکومت په ۲۰۱۹ کال کې محسود يو نړیوال ترهګر ګرځولی و او په راتلونکي کال کې ملګرو ملتونو په هغه باندې له القاعده سره د اړیکو له امله بنديزونه ولګول، چې هغه یې ردوي.

هغه دا هم ردوي چې تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو تر څنګ جنګیږي.

هغه د یو منځګړي له لارې سي اېن اېن ته وویل، "زموږ جګړه یوازې په پاکستان کې ده او موږ د پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې بوخت یو."

که څه هم، محسود ومنله چې دغه ډله غواړي د پاکستان قبایلي سیمې کنټرول کړي او هغوی "خپلواکه" کړي.

قوي اړیکې

امنیتي شنونکي وايي، د افغان طالبانو له خوا د سیمې په نیولو سره، تحريک طالبان پاکستان کيدی شي د بیرته ستنیدو لپاره د حوصلې احساس وکړي.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو چارواکي وویل، "په افغانستان کې د طالبانو له خوا واک ترلاسه کولو بې شکه د ټي ټي پي مورال پياوړی کړی او د ډلې ځواک یې لوړ کړی دی."

هغه وویل، په تېرو څو میاشتو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی یوازې یو پیل دی. هغه وړاندوینه وکړه، "په پاکستان کې به په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی راشي."

تحريک طالبان پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو په سلګونو بریدونه کړي دي.

د ۱۵۰ نه زيات پاکستانیان، چې زياتره په کې ماشومان ول، په ۱۶ دسمبر ۲۰۱۴ هغه وخت ووژل شول کله چې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرو په پېښور کې په آرمي پبلک سکول باندې برید وکړو. په دغه بريد کې د ۱۱۰ نه زيات نور کسان ژوبل شوي ول.

د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د هغو وسله والو ډلو پرضد د پوځي عملیاتو سره غبرګون وښودلو او تحريک طالبان پاکستان يې دې ته اړ کړو چې افغانستان ته کډه وکړي، چیرې چې افغان طالبانو ورته پناه چمتو کړه.

که څه هم، افغان او ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان ډیر مشران په نښه کړل او ويې وژل.

د دوی له نیولو راهیسې، افغان طالبانو د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو او نورو غړو په ګډون په زرګونو بندیان خوشې کړل، چې ډیر په کې سخت دریځي وسله وال ول.

په دوی کې د تحريک طالبان پاکستان پخوانی نايب مشر مولوي فقیر محمد دی، چې په باجوړ ضلعه کې یې د تحريک طالبان پاکستان مشري کوله او د القاعدې د مشر ایمن الظواهري سره نږدې اړیکې لري.

افغان پولیسو او استخباراتي چارواکو په ۲۰۱۳ کال کې محمد په ننګرهار صوبه کې ونیولو.

تحريک طالبان پاکستان د اګست په ۱۶ مه د محمد له خوشې کیدو وروسته یو عکس خپور کړو او "هغه او ګڼ شمیر نورو وسله والو ته يې د هغوی د خوشې کیدو په خاطر مبارکي ورکړه".

روان عمليات

په عېن وخت کې، په پاکستان کې، ځواکونه د تحريک طالبان پاکستان پروړاندې عملیات ګړندي کوي.

د سپتمبر په ۸مه، د خېبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په هنګو ضلعه کې په عملیاتو کې د ټي ټي پي نهه وسله وال ونیول چې د ترهګرۍ په مختلفو پیښو کې د لاس لرلو په تور تورن ول.

د پنجاب پولیسو سي ټي ډي د سپتمبر په ۴مه اعلان وکړو چې دې په ټوله صوبه کې د استخباراتو پر اساس ۴۵ پراخه عملیات ترسره کړل او د ټي ټي پي په ګډون یې د منع شويو سازمانونو پنځه غړي ونیول.

د اګست په ۲۴مه، پولیسو د کراچۍ په ابراهیم حیدري سیمه کې د يوې چهاپې په ترڅ کې د ټي ټي پي دوه تورن وسله وال ونیول.

د جون په میاشت کې، د سند پولیسو سي ټي ډي د خپل سور کتاب وروستۍ نسخه خپره کړه، چې د مطلوبه ترهګرو او شکمن وسله والو يو ليست دی.

په دغه ليست کې په شامل شويو کسانو کې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو نومونه هم شامل دي، چې په دوی کې هغه کسان شامل دي چې ګمان کيږي په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب عملياتو وروسته یې د افغانستان په ختیځ سيمه کې پناه اخیستې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500