تروريزم

پاکستان د ای پي ايس د قتل عام دوه کاله وروسته د ترهګرۍ ماتولو ژمنه کوي

جاويد خان لخوا

د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر (په کيڼ اړخ کې دوهم) او د صوبايې کابینې ممبران په پېښور کې د دسمبر په ۱۶مه شمعې بلوي چې د ای پي ايس قتل عام دوهم تلين ولمانځوي. [جاويد خان]

د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر (په کيڼ اړخ کې دوهم) او د صوبايې کابینې ممبران په پېښور کې د دسمبر په ۱۶مه شمعې بلوي چې د ای پي ايس قتل عام دوهم تلين ولمانځوي. [جاويد خان]

پېښور - په ټول هېواد کې پاکستانيان دوه کاله وروسته هغه کسان يادوي کومو چې خپل ژوند په پېښور کې د ارمي پبلک سکول (ای پي ايس) په قتل عام کې له لاسه ورکړو او ټول هيواد ته يې يوه صدمه ورسوله.

لکه څنګه چې په زرګونو کسانو د دسمبر په ۱۶مه په ملي کچه د تحریک طالبان پاکستان د قساوت دوهمه کليزه ولمانځله، دغه شان د ای پي ايس غم ژن مور او پلار له حکومت څخه وغوښتل چې د هغوی د ماشومانو قربانۍ دې په پاکستان کې د امن او تعليم لپاره يو بنياد وګرځوي.

په پېښور، اسلام آباد او نورو ښارونو کې په په شمعه ايز تقریبونو او نورو پروګرامونو کې ګډونوالو نږدې ۱۵۰ تنه مړه ياد کړل چې په دې کې د ۱۳۰ نه زیات ماشومان شامل وو.

مور او پلار او د شهیدانو نورو خپلوانو د قبرونو لیدنه وکړه او د قران پاک تلاوت یې وکړو.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د دسمبر په ۱۶مه په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د ای پي ايس قتل عام کې د یو ژوندي پاتي شوي کس سره ملاويږي. [د آی ايس پي آر لخوا]

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د دسمبر په ۱۶مه په پېښور کې د ۲۰۱۴ کال د ای پي ايس قتل عام کې د یو ژوندي پاتي شوي کس سره ملاويږي. [د آی ايس پي آر لخوا]

د سول سوسايټې ممبرانو د پيښور پریس کلب نه بهر دهرنه وکړه چې د نړیوال تعليم او خوندي سکولونو لپاره يې غوښتنه وکړه.

د شهيدانو لوی تصويرونه په ټول پېښور کې ښودل شوي دي.

د تل لپاره موجوده تراجيدي

۱۶ دسمبر ۲۰۱۴ يو وحشت دی چې هميشه لپاره موجود دی.

طفيل خټک، چې په لسم کلاس کې د يو شهيد شوي تن پلار دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ په تېرو دوو کلونو کې د يوی شېبې لپاره هم شیر شاه هېر کړی نه دی."

بل زوی ېې په دغه بريد کې زخمي شو او صدمه يې تر لاسه کړه.

غم ژنې کورنۍ تعليم او په ملي کچه د سکول لپاره يوه سوله ايز ماحول ته د وده ورکولو لپاره یو کمپاين شروع کړی دی.

خټک وويل: "زموږ شهید ماشومانو ته د عزت ورکولو لپاره د وفاقي او صوبايي حکومتونو لپاره تر ټولو غوره لار دا ده... چې تروریستي بریدونه ختم کړي او دا يقيني کړي چې هر يو ماشوم د ای پي ايس په شان د بريد د خطرې نه بغير تعليم تر لاسه کولای شي."

هغه وويل، د وژل شوي ماشومانو مور او پلار د دې تراجيدۍ نه ذاتي ګټه پورته کول نه غواړي، ځکه چې هيڅ يو څيز د هغوی د ماشومانو ځای اخيستی نه شي. پرځای دوی غواړي چې د پاکستان حکومت دغه شهيدان د ملي اتلانو په توګه ياد کړي.

خټک او د شهيد ماشومانو نورو خپلوانو له مخکې نه په خپل مورني ښار نوښار ډسټرکټ کې تعليم ته د وده ورکولو لپاره يو سرکاري سکول د فليټ فارم په توګه استعمالوي.

د شهیدانو کورنۍ نه یوازې په هغه ماشومانو باندې زور ورکوي چې اوسمهال په سکولونو کې داخل نه دي. بلکې دوی په ټولو مور او پلار باندې زور وکوي چې دوی خپلو ماشومانو ته د ستر تعليم ورکولو موقعې برابر کړي.

قرباني او خفګان

احمد شاه، چې د مرحوم شير چې په لسم کلاس کې ،و کشر ورور دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "کله چې زه ګورم ژوند عادي طرف ته بيرته راځي او خلک په بازارونو او عام ځايونو کې بوخت دي، زه فخر محسوسوم چې دا حالت زموږ د شهيد اتلانو د قربانو له کبله دی."

د ای پي ايس بريد وروسته، د پاکستان حکومت د تروریزم ضد عمل ملي پلان (اين ای پي)، چې تر نن ورځې دوام لري، د پوځ د عملياتو سره شروع کړو چې د دوه نیمو کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان کې جاري دی. دغه عملياتو په زرګونو وسله وال وژلي دي او يا يې له خپلو اډو نه شړلي دي.

احمد د خپل ورور نه علاوه خپل ملګرې يادوي کوم چې وژل شوی وو. احمد د ای پي ايس قتل عام کې د بچ پاتي شوي یو څو کسانو څخه یو وو. په دغه قتل عام کې زياتره ماشومان وژل شوي وو.

هغه د دغې ورځې د قتل عام په اړه وويل: "زه نه غواړم چې دغه حادثه راياده کړم."

د ای پي ايس مختلفو مور او پلارانو د غه غم په مختلفو طريقو سره ولمانځوو.

د مثال په توګه، اورنګ زيب، د یو مړ شوي هلک پلار دی چې توري جامې یې اغوستي وې.

غياث الدين چې د هغه زوي هم وژل شوی وو، د څو مياشتو راهيسې په کټ پروت دی.

تر دې پورې چې هغه مور او پلار چې ماشومان يې ژوندي پاتي شوي دي ډير زيات غم ژن دي.

وقار احمد پاکستان فارورډ ته وويل. "زه هغه ورځ نه شم هېرولی کله چې ما ورسک سړک ته منډه کړه." "زما دواړه زامن روغ رمټ وو، خو د نورو ماشومانو يو زيات شمېر د له لاسه ورکولو درد ډېر زيات دی چې هير به نه شي."

په پېښور کې امنه خان، د دوو ماشومانو مور، پاکستان فارورډ ته وويل، "هيڅوک د یوې مور د غم اندازه کولای نه شي د کومې چې يو ماشوم وژل شوی وي کوم چې هغوی سکول ته استولی وو نه چې ميدان جنګ ته."

هغې د حکومت نه وغوښتل: "هغه ټول خلک ختم کړئ کوم چې زموږ د مستقبل نسلونو ته ګواښ کوي." "موږ، ټولي میندي، له تاسو سره ودريږو."

په بشپړه توګه تروریزم ختمول

لوړ پوړو چارواکو هم دغه کلیزه ولمانځله.

وزيراعظم ميا محمد نواز شريف د تلين په موقع په يو بيان کې وويل، ۱۶ دسمبر د ټول ملت لپاره يوه دردناکه ورځ ده.

نواز شریف وویل: "حکومت ژمن دی چې په هېواد کې تروریزم له منځه وړلو لپاره کوششونه وکړي." نوموړي زياته کړه، چې ټول ولس د ای پي ايس قربانيانو د مور او پلار سره ولاړ دي."

د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د دسمبر په ۱۶مه پېښور ته لاړو چې يو شمير ژوندي پاتي شوي کسانو او د شهیدانو میندو پلرونو سره کتنه وکړي. هغه د ای پي ايس شهیدانو په يادګارد ګلونو هارونه کيښودل او په ای پي ايس کې شهيد شوي ماشومانو ته یې درناوې وړاندې کړو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخي، هغه وويل: "ترهګرو کوشش وکړو چې په نرم اهدافو باندې د بریدونو کولو له لارې د ملت او پوځ مورال کم کړي." "خو زه د هېواد دښمنانو ته پیغام ورکوم چې زموږه حوصله مظبوطه ده."

هغه وويل، چې پوځ به د ترهګرو د هغوی د اخیرنۍ پټنځای پوری تعقيب وکړي. هغه زياته کړه: "موږ به ارام ونه کړو تر څو چې موږ د خپل وطن نه ټول وسله وال ختم کړي نه وي."

د خیبر پښتونخوا (کی پي) حکومت چارواکو هم په دغه کلیزه کې ګډون وکړو.

د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر او د هېواد د بېلابېلو پارټو يو شمير قانون سازانو شمعې بلې کړې او د اوشهيدانو او د هغوی د کورنیو لپاره یې دعاګاني وکړې.

قيصر د کی پي اسمبلۍ په مراسمو کې وويل، "ټول ملت د ای پي ايس ماشومانو سترې قربانۍ مني."

هغه زياته کړه، د پاکستان د حکومت اقداماتو، د اين ای پي او په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو په ګډون، د ملت لپاره او په صوبه کې په امن راوستلو کې مرسته کړې ده.

د کی پي سينير وزير عنايت الله خان په دغه پروګرام کې وويل،، "د بريد اثر دومره لوی وو چې دې د هيواد ټول طاقتونه د امن راوستلو لپاره يو موټی کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500