امنیت

د افغانستان له زندانونو څخه د ټي ټي پي د وسله والو خوشې کیدل په پاکستان کې انتقاد راپاروي

د زرک خان لخوا

تحریک طالبان پاکستان د اګست په ۱۶ مه په کابل کې له یو افغان زندان څخه د خلاصون وروسته د خپل مشر مولوي فقیر محمد عکس خپور کړو.

تحریک طالبان پاکستان د اګست په ۱۶ مه په کابل کې له یو افغان زندان څخه د خلاصون وروسته د خپل مشر مولوي فقیر محمد عکس خپور کړو.

اسلام اباد -- شنونکي وايي، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله وال چې د افغان طالبانو له خوا په افغانستان کې له زندانونو څخه خوشې شوي د پاکستان د هغه هڅو مخه نیولی شي چې دې په خپلو پولو کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ترسره کړې وې.

افغان طالبانو په زرګونو بندیان، چې زیاتره یې وسله وال او د ټي ټي پي مشران دي، له زندانونو څخه د افغانستان د نیولو پرمهال خوشې کړل.

د تحریک طالبان پاکستان پخوانی نايب مشر مولوي فقیر محمد په هغوی کې شامل و.

افغان پولیسو او استخباراتي چارواکو په ۲۰۱۳ کال کې محمد ونیولو، چې په باجوړ قبایلي ضلعه کې یې د تحريک طالبان پاکستان مشري کوله او د افغانستان په ننګرهار صوبه کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري سره یې نږدې اړیکې لري.

تحريک طالبان پاکستان د اګست په ۱۶ مه د محمد له خوشې کیدو وروسته یو عکس خپور کړو او ویې ویل چې "دا ډله هغه او ګڼ شمیر نورو وسله والو ته د دوی د خوشې کیدو په خاطر مبارکي ورکوي".

د ټي ټي پي یو مشر پاکستان فارورډ ته وویل، د افغان طالبانو له خوا يو څو نور مهم نيول شوي قوماندانان هم خوشې شوي دي.

په پېښور کې یو عیسايي فعال سلیم ساهوترا وویل، "افغان طالبانو د هغو وسله والو په خوشې کولو سره د پاکستان او د هغې د خلکو په وړاندې خپله دښمني ښودلې ده کومو چې عبادت ځایونه، بازارونه، سکولونه او عام ځایونه په بمونو الوزولي دي."

د ساهوترا ورور د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په میاشت کې په آل سېنټ چرچ کې د ټي ټي پي سره د وابسته ډلې لخوا په دوو ځانمرګو بریدونو کې ووژل شو. په دغه چاودنه کې ۱۰۴ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ژوبل شوي ول.

هغه وویل، "افغان طالبان او ټي ټي پي دواړه ظالمان دي او له اسلام یا د دین سره هیڅ تړاو نه لري."

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو یو لوړپوړي افسر هم د ټي ټي پي د ګڼ شمير وسله والو د خوشې کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

دغه افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "افغان طالبان د ټي ټي پي د کمزوري کولو او د ښه همغږيز عملیاتو له لارې د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره [د پاکستان] د عشرو راهيسې هڅې ضایع کوي."

هغه وویل، "د پاکستان پوځي او سیاسي ليډرشپ باید پوه شي چې افغان طالبان او ټي ټي پي د یوې سکې دوه اړخونه دي."

دغه افسر وویل، "د افغان طالبانو د ملاتړ پر ځای، پاکستان باید د افغان طالبانو، ټي ټي پي او په افغانستان کې د القاعدې سره د هغې د اتحاد په وړاندې د نړیوالو هڅو يوه برخه جوړه شي."

پیاوړي ټي ټي پي

ټي ټي پي په پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې په سلګونو بریدونه کړي دي، چې په دې کې په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په یو سکول باندې برید شامل دی چې له ۱۴۵ څخه ډېر کسان په کې، زياتره ماشومان، وژل شوي ول.

په ټول پاکستان کې د ټي ټي پي د مختلفو ډلو پروړاندې د عملياتو وروسته، وسله والو خپل پټنځایونه د افغانستان ګاونډیو صوبو ته انتقال کړل.

هلته، دوی په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پلان جوړ کړو او د پولې هاخوا بریدونه یې پیل کړل، چې د پاکستان او افغان حکومتونو ترمینځ يې تاوتریخوالی رامینځته کړو.

که څه هم، افغان امنیتي ځواکونو او د متحدینو ځواکونو سره په افغانستان کې په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې د ټي ټي پي ګڼ شمیر جنګیالي ووژل یا ونیول، چې دا ترهګره ډله يې نوره هم کمزورې کړه.

پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې له افغانستان سره پر خپله پوله باړ لګول پیل کړل.

دا فاکتورونه، د پرله پسې مشرانو د مرګونو او داخلي اختلافاتو سره یوځای، ټي ټي پي د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې ټوټې ټوټې شوه، خو د ناراضه او جدا شویو ډلو په دې وروستيو کې بېرته یوځای کیدل او د افغان طالبانو ځمکنیو لاسته راوړنو دا ډله بیا پیاوړې کړې ده.

ټي ټي پي د پاکستان په سرحدي ضلعو کې -- چې تر هغه وخته پورې د ټي ټي پي یو پخوانی مرکز و کله چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې لوی عملیات پیل کړل -- د قانون پلي کونکو ادارو باندې خپل بریدونه تېز کړي دي.

دې ډلې په دې وروستیو کې د جولای په ۳۰ مه او د اګست په ۲ مه د دوو مختلفو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیستو چې هغه درې پولیس افسران په کې وژل شوې ول کوم چې په ډېره اسماعیل خان او پېښور کې د پولیو واکسین ټیمونو د ساتنې لپاره ګمارل شوې ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500