امنیت

متحده ایالاتو د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود يو نړيوال ترهګر وګرځولو

د ضياء الرحمان لخوا

نیم پوځي رینجرز د سپتمبر په ۱۰مه په کراچۍ کې ګشت کوي، چیرې چې مفتي نور ولي محسود د جون ۲۰۱۳ کال نه د می ۲۰۱۵ کال پورې د سیمه ایز ټي ټي پي مشري کوله. [ضیاء الرحمان]

نیم پوځي رینجرز د سپتمبر په ۱۰مه په کراچۍ کې ګشت کوي، چیرې چې مفتي نور ولي محسود د جون ۲۰۱۳ کال نه د می ۲۰۱۵ کال پورې د سیمه ایز ټي ټي پي مشري کوله. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۰مه) د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر يو نړیوال ترهګر وګرځولو.

په دغه اعلاميه کې ويلې شوي ول چې د مفتی نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې، تحریک طالبان پاکستان په ټول پاکستان کې د بی شمیره وژونکي تروریستي بريدونو مسؤلیت په غاړه اخیستې وو.

د بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو غیرقانوني ډلو ۱۱ نور مشران نړیوال ترهګر وګرځول، چې په دغه ډلو کې حزب الله، حماس، د فلسطین اسلامي جهاد، داعش، داعش- فیلیپین او د لویدیز افریقې داعش شامل دي.

دغه بيان وويل، "دا اداره به د مالي بندیزونو پشمول د امریکایی ځواک ټول قوت په دوامداره توګه استعمال کړي چې هغه ترهګر په نښه کړي کوم چې په نړۍ کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو لپاره ناوړه عمليات ترسره کوي او هغه کسان چې هغوی ته توان ورکوي چې ناوړه عمليات ترسره کړي او په هغې کې ورسره مرسته او مالي ملاتړ کوي."

د کراچۍ فعالان په تير دسمبر کې په پېښور کې په ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول (ای پي ايس) کې د قتل عام د کليزې د لمانځلو پر وخت د تحریک طالبان پاکستان پر ضد احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ فعالان په تير دسمبر کې په پېښور کې په ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول (ای پي ايس) کې د قتل عام د کليزې د لمانځلو پر وخت د تحریک طالبان پاکستان پر ضد احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

محسود، چې عرف يې ابو منصور عاصم وو، په جون ۲۰۱۸ کال کې د ټي ټي پي مشر وروسته له هغې جوړ شو کله چې د هغه مخکینې مشرملا فضل الله د افغانستان په کونړ صوبه کې د متحده ایالاتو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

متحده آیالاتو په ۲۰۱۰ کال کې ټي ټي پي یوه ترهګره ډله وګرځوله او فضل الله يې په ۲۰۱۵ کال کې يو نړیوال ترهګر وګرځولو.

محسود، چې اوس د ۴۰ کالو نه کم عمر لري، د سویلي وزیرستان په تحصیل سرروغا کې د ګورګورۍ سره تعلق لري. هغه په ګڼ شمير څوکو باندې پاتې شوې دی چې په دې کې د شرعي محکمې قاضي او په خپل مورني کلي کې د ټي ټي پي د روزنیز مرکز ډايريکټر شامل دي.

د جون ۲۰۱۳ کال نه تر می ۲۰۱۵ کال پورې د تحریک طالبان پاکستان د کراچۍ څانګې د مشر په توګه، محسود د ښار پښتون ټولنه ځورلې وه.

په شمالي وزیرستان کې په میرانشاه بازار کې د ټي ټي پي په دفتر کې د ټيلي فون کارولو سره، محسود به پښتانه سوداګرو، نورو مالدارو کسانو او د هغوی کورنیو ته ګواښ کولو کله چې به هغوی د پیسو په ورکولو کې پاتې راغلل.

په کراچۍ کې میشت يو پښتون ټرانسپورټر اکمل خان، چې يو ميليونه روپۍ (۶،۳۹۰ آمريکايي ډالره) يې ورکړې وې کله چې د محسود وسله والو د هغه د پنځو کالو زوی وتښتولو، وویل، "په ځینو حالاتو کې، حتی دې ډلې هغوی په میرانشاه کې خپلې محکمې ته د حاضریدو لپاره راغوښتلې ول."

هغه وویل، "د تحریک طالبان غړي مجرمان دي او له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري. دوی یوازې د بهتې او د تښتونې لپاره د پیسو له لارې پيسې راټولولې."

محسود، چې د انقلاب محسود په نامه په يو کتاب کې، چې په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې خپور شوی وو، د ټي ټي پي د بهتې اخيستلو، د پیسو لپاره د تښتونې او وژلو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړې ول.

هغه د پوليو واکسين ورکولو پر وړاندې د دغه ډلې د کمپاین او د هڅو په ښکاره توګه اعتراف وکړ چې دا پروپګنډه خپره کړي چې واکسین د مغرب د سازش یوه برخه ده، چې مسلمانان شنډ کوي یا د هغوی د ماشومانو وده ودروي.

یوه کمزوري ډله

ټي ټي پي، چې په دسمبر ۲۰۰۷ کې جوړه شوې وه، د مختلفو جنګي ډلو لپاره يې د چتر په توګه کار کړی دی. د جوړیدو راهیسې، دې په نورو اهدافو کې پر ملکي وګړو، دولتي تاسیساتو، د عبادت په ځایونو، په قانون پلي کونکو او د پوليو واکسين کار کوونکو په ډلو بریدونه کړي دي.

امنیتي چارواکې وايي چې د ټي ټي پي د کمانډ او کنټرول مرکزونه په ټول هيواد کې وروسته له هغې په مؤثره توګه دړې وړې شوي دي کله چې پوځي عملیات په ۲۰۱۴ کال کې پیل شول.

د استخباراتو يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، د دې ډلې کمزوري کيدل د متحده ایالاتو د مرستې نه بغير ممکنه نه وه."

دغه چارواکي وویل، په افغانستان او پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو پر ضد بريدونه "د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان لپاره د متحده ایالاتو د مرستو اهمیت په ګوته کړو."

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (پي آی پي ايس) له مخې، که څه هم ټي ټي پي په پوځي عملیاتو کې لوی زیانونه ګاللي دي، خو دا اوس هم په پاکستان کې د بې ثباتۍ یو مهم عامل دی.

پی آی پي ایس په خپل کلني راپور کې وويل، په ۲۰۱۷ کال کې، دې ډلې ۷۰ بریدونه ترسره کړې ول چې ۱۸۶ کسان په کې وژل شوي ول.

فرحان زاهد، چې په اسلام ‌آباد کې يو امنيتي شنونکی دی، وويل، "تحریک طالبان پاکستان اختتامي مرحلې ته داخليږي، چې له هغې څخه بیا راوتل ناممکنه ښکاري."

زاهد وویل، "ټي ټي پي د نوي عسکرو په ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ دی. خو د افغانستان او پاکستان د پولو د سختوالياو د سرحدي مدیریت غوره اقدامات په پام کې نيولو سره، په افغانستان کې د دې پټنځایونه په خطر کې دي او د دې دا نظرياتي وينا به هېڅوک قبول نه کړي چې د جهاد له لارې په پاکستان کې افراطيت رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500