امنیت

۳ کاله وروسته، ردالفساد عملیات په پنجاب کې لاهم تاوتریخوالی کموي

د عبدل ناصر خان لخوا

امنیتي ځواکونه د مارچ په ۱۳ مه په لاهور کې د قذافي سټيډيم لپاره امنیت برابروي چېرې چې د پاکستان سوپر لیګ ميچونه ترسره کیږي. [عبدل ناصر خان]

امنیتي ځواکونه د مارچ په ۱۳ مه په لاهور کې د قذافي سټيډيم لپاره امنیت برابروي چېرې چې د پاکستان سوپر لیګ ميچونه ترسره کیږي. [عبدل ناصر خان]

لاهور -- د امنیتي چارواکو او شنونکو له مخې، ردالفساد عملیات، چې د تروریزم د له منځه وړو لپاره يوه روانه هڅه ده او درې کاله وړاندې پيل شوي ول، په پنجاب صوبه کې په دوامداره توګه تاوتریخوالی کم کړو.

دغه عملیات د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په مياشت کې پيل شول چې هغه کاميابو ته دوام ورکړي کومې چې په ضرب عضب عملیاتو کې ترلاسه شوې وي. ضرب عضب عمليات د ګډ پوځي عملياتو په توګه په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوي ول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آی ايس پي آر) لخوا د خپره شوې اعلامیې له مخې، د ردالفساد هدف -- چې ترجمه يې "شخړه له منځه وړل" دي -- په بې توپیره توګه د ترهګرۍ "پاتې شوی/ پټ شوی ګواښ له منځه وړل، په نورو پوځي عملیاتو کې ترلاسه شويو کاميابو ته دوام ورکول، او د پاکستان د سرحدونو امنيت نور هم يقيني کول دي."

د پنجاب پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ډي ډي) ايډيشنل انسپکټر جنرل (ای آی جي) رای طاهر وویل، "په پنجاب کې د ردالفساد عملیاتو نه مخکې او وروسته د ترهګرۍ پیښو په شمير کې لوی توپیر شتون لري."

امنیتي ځواکونه د مارچ په ۱۳ مه په لاهور کې د قذافي سټيډيم لپاره امنیت برابروي چېرې چې د پاکستان سوپر لیګ ميچونه ترسره کیږي. [عبدل ناصر خان]

امنیتي ځواکونه د مارچ په ۱۳ مه په لاهور کې د قذافي سټيډيم لپاره امنیت برابروي چېرې چې د پاکستان سوپر لیګ ميچونه ترسره کیږي. [عبدل ناصر خان]

طاهر وویل، "د ۲۱۴ نه تر ۲۰۱۷ پورې، د ۱۲۰ نه زياتې د تاوتریخوالي پیښې راپور شوي وې، په داسې حال کې چې دا شمیره د ردالفساد عملیاتو (۲۰۱۷-۲۰۲۰) له امله یوازې ۱۲ ته راټیټه شوه."

په ۲۰۱۹ کال کې د څلورو پيښو په پرتله په ۲۰۱۴ کال کې د تاوتریخوالي ۴۳ پیښې رامنځته شوې چې د ترهګرۍ سره يې تړاو لرلو.

هغه زیاته کړه، "دا ټول د هغه امنیتي ځواکونو د قربانیو له کبله وشول چې په دې صوبه کې یې د ترهګرۍ او ترهګرو سره د جګړې په دوران کې ورکړې." هغه زیاته کړه چې په تیرو دریو کلونو کې په دغه صوبه کې د قانون پلي کونکو ۴۱ منسوبین وژل شوي دي.

طاهر وويل، د ردالفساد عملياتو په دوران کې، د قانون پلي کوونکو ادارو په ټوله صوبه کې ۵،۰۰۰ امنیتي عملیات ترسره کړل، چې ۱۲۳ ترهګر يې ووژل او د ۱،۰۰۰ نه زيات يې ونيول. هغه زياته کړه چې ۵۰۰ ترهګر محکوم شول.

عرفان ملک، چې په لاهور کې د ښار میډیا ګروپ د جرم مشر خبريال دی، وویل، "په پنجاب کې، امنیتي ځواکونه -- په ځانګړي توګه پولیس -- د ترهګرو اصلي هدف پاتې شوي، او د پنجاب پولیس ډیر افسران قرباني کړل، چې په دوی کې ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آی جي) احمد مبین او د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (ايس ايس پي) زاهد نواز ګوندل شامل دي. زاهد نواز ګوندل په لاهور کې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۱۳ مه په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی و."

ملک وویل، "امنیتي ځواکونه، د رینجرو او سي ټي ډي پرسونلو په ګډون، په پنجاب صوبه کې د ترهګرو شبکې او د هغوی د پټنځايونو په ماتولو کې بریالي شوي، کومه چې د بریاليتوب کلي ده."

لکه څنګه چې امن بیرته راستون شو، نو همدغه شان د لوبو نړیوالې پیښې ترسره شوې، چې د ښه امنیتي وضعیت نښه ده.

د مثال په توګه، د نړيوالې کبډي ټورنامنټ، نه یوازې په لاهور بلکې د فبرورۍ په مياشت کې په فیصل آباد او ګجرات کې هم ترسره شو.

په لاهور کې د امنیتي چارو شنونکي شهریار وړایچ وویل، "د ترهګریزو فعالیتونو کمیدل او د لوبو وروستۍ مقابلې ترسره کيدل په ټول هیواد کې د ردالفساد بریا په ګوته کوي."

"دا لومړی ځل دی چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ايس ايل) ټول ميچونه په پاکستان کې ترسره کیږي، او هیڅ يو نړیوال کرکټر دا ځل په پاکستان کې د لوبو کولو نه انکار ونه کړو، چې دا یوه ډيره ښه نښه ده." دا لوبې د فبرورۍ په ۲۰ مه پیل شوې وې.

هغه د پاکستان د ترهګرۍ ضد ستراتيژۍ ته اشاره وکړه چې په ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې پيل شوي وه او ويې وويل، "سربيره پر دې، دا په ګوته کوي چې د عمل ملي پلان یقیناََ ښې پایلې رامنځته کوي ... چې په ټولنه کې دوامداره سوله يقيني کړي."

وړایچ زیاته کړه، "بې له شکه، هيواد د ردالفساد له لارې د ترهګرو د فعالیتونو په کمولو کې څه پایلې ترلاسه کړي دي." "که څه هم، موږ لاهم اړتیا لرو چې په هیواد کې د دوامداره سولې د ترلاسه کولو لپاره ځینې محتاطې طريقې وکاروو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یونیفارم د دې تروریزم تر شا دی.

ځواب