ټولنه

نړیوال کرکټ د ښه امنیت په ترڅ کې پاکستان ته په دوامداره توګه راستنيږي

د ضياء الرحمان لخوا

نيم پوځي رينجر د مارچ په مياشت کې په کراچۍ کې د ملي سټيډيم نه بهر لیدل کیږي چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ايس ايل-۴) ساتنه کوي. [ضیاء الرحمان]

نيم پوځي رينجر د مارچ په مياشت کې په کراچۍ کې د ملي سټيډيم نه بهر لیدل کیږي چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ايس ايل-۴) ساتنه کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د هیواد په ډیرو برخو کې د سولې او امنیت بیرته راستنیدو وروسته، نړیوال کرکټ په دوامداره توګه بیرته پاکستان ته راستنيږي.

د سري لنکا ملي ټیم د سپتمبر په ۲۴مه کرچۍ ته راغی چې د پاکستان سره درې یو ورځني نړیوال ميچونه وکړي، چي د سپتبمر په ۲۷ او ۲۹مه او د اکتوبر په ۲مه به ترسره شي.

د دې ميچونو نه وروسته، ټاکل شوې ده چې دا ټيم به د اکتوبر په پنځمه، اوومه او نهمه نیټه د دريو ټونټي ټونټي (ټي ټونټي) ميچونو لپاره لاهور ته سفر وکړي.

د اګست په میاشت کې، د سري لنکا د ټیم یو امنیتي پلاوي کراچۍ او لاهور ته سفر وکړو چې د کرکټ لپاره پاکستان ته د خپل ملي ټیم له لیږلو نه مخکې د امنیتي انتظاماتو بیا کتنه وکړي.

د سري لنکا د کرکټ ټیم غړي د سپتمبر په ۲۶مه د کراچۍ په ملي سټيډيم کې په يوې تربيتي غونډه کې برخه اخلي. [ټویټر/ د پاکستان کرکټ بورډ]

د سري لنکا د کرکټ ټیم غړي د سپتمبر په ۲۶مه د کراچۍ په ملي سټيډيم کې په يوې تربيتي غونډه کې برخه اخلي. [ټویټر/ د پاکستان کرکټ بورډ]

امنیتی پرسونل د سپتمبر په ۲۷مه په کراچۍ کې لیدل کیدی شي. [ضیاء الرحمان]

امنیتی پرسونل د سپتمبر په ۲۷مه په کراچۍ کې لیدل کیدی شي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ کميشنر افتخار شلواني وویل، "د [سري لنکا] امنیتي ټیم د هېواد له اوسني امنیتي وضعیت نه او د هغه انتظاماتو نه مطمئن وو چې د پاکستان حکومت د سري لنکا د ټیم د خوندیتوب لپاره کړې ول."

هغه وویل، چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیریز لپاره په کراچۍ کې امنیتي انتظامات بشپړ کړي دي.

د کراچۍ په ختيځې سيمه کې د پوليسو مشر عامر فاروقي وويل، "په لارو، هوټلونو او سټيډيم کې د ۴،۵۰۰ نه زيات پوليس ځای پر ځای شوي دي."

هغه زیاته کړه چې د پوځ زیات شمیر پرسونل او نیم پوځي رینجر د هغه سړکونو ساتنه کوي کوم چې د هوټلونو نه سټيډيم ته ځي.

ټول لوی سړکونه او د شاوخوا ځایونه د سري لنکا او پاکستاني جهنډو سره سینګار شوي دي. د کراچۍ اوسیدونکو وویل چې دوی ليوال دي چې دوی به وکولی شي چې په خپل سټيډيم کې نړیوال ميچونه وګوري.

شاه حسين، چې په يو بينک کې منيجر دی، وویل چې د تیرو لسو کلونو راهيسې هغه د امنیتي وجوهاتو له امله په کراچۍ کې نړیوال ميچونه ونه کتل.

حسین وویل، "موږ د خپلو قانون پلي کونکو ادارو مننه کوو، چې ترهګرۍ او اورپکۍ ته یې ماتې ورکړه او داسې یو چاپیریال یې رامنځته کړو چې نړیوال ټیمونه يې دې ته قانع کړل چې په پاکستان کې زموږ د ټیمونو سره لوبې وکړي."

هغه وویل، "د پاکستانیانو لپاره، دا نه یوازې د نړیوالو یو ورځني ميچونو سیریز دی. په حقیقت کې، دا د اورپکۍ او ترهګرۍ شکست دی."

نړیوال کرکټ بیرته راستنيږي

په پاکستان کې نړیوال کرکټ وروسته له هغې بند شو کله چې ترهګرو د ۲۰۰۹ کال د مارچ په ۳مه په لاهور کې د سري لنکا په ټیم برید وکړو. په دغه برید کې اوه پاکستانیان مړه شول او د سري لنکا دوه کسان ټپیان شول. چارواکو د دې پړه په لشکر جهنګوي (ايل اي جی) واچوله.

له هغه وخت راهيسې، نړیوال کرکټ پاکستان ته وروسته له هغې راستون شو کله چې د کورني او بین المللي تروریستي ډلو پر وړاندې بریالي عملیات ترسره شول، چې په دې کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعده، لشکر طیبه، ايل اي جی او داعش شامل دي.

په اسلام آباد کې يوې څيړنيزې موسسې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د یوه راپور له مخې، چې په مارچ کې خپور شوی وو، په ټول پاکستان کې، د تاوتریخوالي پورې اړوند تلفات په دوامداره توګه په ۲۰۱۸ کال کې کم شول، چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې په دې کې ٪۸۶ کمی راغې.

په امنیت کې په تدريجي توګه ښه والی د کرکټ نړیوال لوبغاړي هڅولي چې د ميچونو لپاره پاکستان ته راشي. په تیرو کلونو کې، پاکستان ټیم به د خپلو ميچونو لپاره بهرني هيوادنو ته سفر کولو.

په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې، د کینیا او زیمبابوې کرکټ ټیمونو په ترتیب سره پاکستان ته سفر وکړو، او د مارچ په مياشت کې په لاهور کې د پاکستان سوپر لیګ (پي ايس ايل) وروستي ميچونه ترسره شول، چې ګڼ شمیر بهرني لوبغاړي په کې پاکستان ته راغلل.

د کرکټ نړیوالې شورا ورلډ الیون لوبغاړو، چې یوازې بهرنيان پکې شامل ول، په سپتمبر ۲۰۱۷ کال کې په لاهور کې درې ميچونه وکړل.

سري لنکا په اکتوبر ۲۰۱۷ کال کې د یو ټي ټونټي نړیوال ميچ لپاره بيرته پاکستان ته راغله، او په اپریل ۲۰۱۸ کال کې د ویسټ انډیز کرکټ ټیم د ټي ټونټې ميچونو لپاره پاکستان ته سفر وکړو.

د دې کال په مارچ کې، د کرکټ نړیوال لوبغاړي په کراچۍ کې د پي ايس ايل-۴ وروستي څلور ميچونو لپاره پاکستان ته راغلل. د پي ايس ايل لومړي ۲۶ ميچونه په متحده عرب اماراتو کې ترسره شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500