تروريزم

پاکستانیان د لاهور بريد په قربانيانو باندې ماتم کوي او د ځوابونو په لټه کې دي

آمنه ناصر جمال او ای ايف پي لخوا

د پاکستان د پوليسو يو افسر د فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې په يو ځانمرګي بريد کې د قربانيانو لاشونو تر څنګ چمتو ولاړ دی. د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار د دغې پیښې مسوولیت منلی دی. درې ورځې مخکې، دغې ډلې په ټول هیواد کې د حکومت په تاسيساتو باندې د يو لړ بريدونو ګواښ کړی وو. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

د پاکستان د پوليسو يو افسر د فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې په يو ځانمرګي بريد کې د قربانيانو لاشونو تر څنګ چمتو ولاړ دی. د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار د دغې پیښې مسوولیت منلی دی. درې ورځې مخکې، دغې ډلې په ټول هیواد کې د حکومت په تاسيساتو باندې د يو لړ بريدونو ګواښ کړی وو. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

لاهور - پاکستانيان د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۴مه) په لاهور کې د طالبانو د ځانمرګي بريد په قربانيانو باندې ماتم کوي. د مرګ ژوبلې شميره ۱۵ ته رسيدلي ده او د ښار اوسيدونکو د حکومت له دې وجې غندنه وکړه چې حکومت د هغوی په خوندي ساتلو کې ناکامه شو.

د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف په مال روډ باندې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳مه) د ډيري ګڼې په وخت په يو احتجاج کې د چاودنې نه وروسته د ماتم د ورځې اعلان وکړو. مال روډ د ښار تر ټولو لوی روډ دی.

د ايمرجنسۍ چارواکي احمد رضا ای ايف پي ته وويل، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل شول، چې په دې کې شپږ د پوليسو افسران او تر ۸۷ پورې نور کسان ژوبل شول.

هغه وويل، دغه شمیره به نوره هم لوړه شوې وه، خو دوو موټرو - يو د نيوز تلويزيون ګاډي او بل يو وړوکې ګاډې چې د مظاهره کونکو سره يې تعلق لرلو- د چاودنې اثر کم کړو.

د ايمرجنسۍ چارواکو له مخې، يو پاکستانی پوليس د فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې د يوې چاودنې د ځای نه د يو ژوبل شوي کس د وړلو کوشش کوي. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل او ۸۷ کسان ژوبل شول. [عارف علي /ای ايف پي]

د ايمرجنسۍ چارواکو له مخې، يو پاکستانی پوليس د فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې د يوې چاودنې د ځای نه د يو ژوبل شوي کس د وړلو کوشش کوي. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل او ۸۷ کسان ژوبل شول. [عارف علي /ای ايف پي]

د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار د برید مسوليت منلی دی. دغه پښه د جماعت الاحرار د اعلان نه درې ورځې وروسته رامنځته شوه. دوی اعلان کړی وو چې دوی به په ټول هیواد کې د حکومت په تاسیساتو باندې يو لړ بريدونو ترسره کوي.

د دې ډلې یو ویاند په یوه بيان کې خبرداری ورکړو چې د دوشنبې د ورځې چاودنه "صرف آغاز" دی.

خلک په وينه کې لت پت دي او د ځوابونو په لټه کې دي

د لاهور اوسیدونکو د چاودنې له امله د وسله والو او د حکومت خلاف خپله غصه څرګنده کړه.

د لاهور يو ۳۰ کلن اوسيدونکی اکبر علي، چې په دغه بريد کې زخمي شو او په سر ګنګا رام هسپتال کې علاج ترلاسه کوي، وويل: "ما خپل ملګری، ګڼ شمیر نور ژوبل شوي کسان او د خلکو لاشونه په وینو کې ککړ وليدل."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زما ملګری مړ دی. زه ژوندی یم." "وسله وال مسلمانان نه دي. څنګه کیدې شي چې يو مسلمان خلکو ته داسې زيان ورسوي؟"

د لاهور يو بل اوسیدونکی، فضل ګل، د چاودنې وروسته په ځايي هسپتالونو کې خپل ملګری تلاش کولو. هغه په احتجاج کوونکو کې يو تن وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه ټولو هسپتالونو ته لاړم، خو ما هغه ونه موندلو." هغه د مايوسۍ له کبله ژړل او د ناوړه نتيجې نه په يره کې وو.

هغه ای ايف پي ته وويل، ندیم اختر د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د حالات کنټرلولو لپاره دې زیات کار وکړي. "په داسې بریدونو کې زموږ ماشومان او خلک وژل کيږي."

بريد کوونکی پوليس او مظاهره کوونکي په نښه کوي

دغه چاودنه د ماښام ۶:۱۵ بجې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې شاوخوا ۴۰۰ کسانو - -زياتره کيمسټان او درمل جوړونکي -- د صوبايي حکومت د پلان چې د صحت سکتور سم کړي خلاف احتجاج کولو او د پنجاب صوبايي اسمبلۍ ودانۍ ته ورسيدل.

د پوليسو يو سينير چارواکي امين وينس ای ايف پي ته وويل، دغه بريد "داسې ښکاريدو چې يو ځانمرګی بريد وو." هغه زياته کړه، چې ظاهرا دغه بريد پوليس په نښه کړي وو. پوليسو کوشش کولو چې احتجاج کنټرول کړي.

د پنجاب د پولیسو انسپکټر جنرل مشتاق احمد سکهيرا تاييد وکړو چې په مړه شوي کسانو کې د پوليسو شپږ چارواکي، د دريو سينير افسرانو په ګډون، شامل ول.

سکهيرا پاکستان فارورډ ته وويل، د ترافيک چيف افسر سيد احمد مبين، د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) زاهد نواز ګوندل او د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ پرویز بټ ووژل شول.

د ځايي نيوز راپورونو له مخې، مبين د مظاهره کوونکو سره خبرې اترې کولې چې دوی احتجاج ختم کړي او دغه سيمه خالي کړي.

څیړونکو د بدن برخې وموندلې، داسې ښکاري چې دا د ځانمرګي بريد کوونکي وي. بريد کونکی د چاودیدونکو موادو واسکټ اغوستی وو. فورنسک ټيم د ګوتو نښي راټولې کړې چې د هغه د شناخت تایید وکړي.

بله دا چې، د تروریزم پر ضد ادارې او د پوليسو چارواکي وايي چې د چاودنې نه لږ مخکې دوی کوشش وکړو چې د بريد کونکي درې تنه شکمن ملګري مبين ته د رسیدو نه منع کړي. شکمن کسان په ګڼه ګوڼه کې پټ شول، خو پوليسو د يو کس تعقب وکړو او هغه يې ونيولو.

د ترهګرۍ ګواښ بیداري لوړه کړي ده

د سي ټي ډي چارواکو له مخې، د چاودنې نه درې ورځې وړاندې، تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړو چې دوی به د حکومت په تاسیساتو باندې يو لړ بريدونه ترسره کوي.

د سي ټي دي مشر محمد اقبال پاکستان فارورډ ته وويل، "د ښار ايډمنسټريشن هم د تیرې میاشت راهیسې د [ممکنه] وژونکي بريدونو په اړه ګواښونه ترلاسه کړي وو."

هغه وويل، وروسته له هغې چې طالبانو او د هغوی ډلو د پوځ او امنیتي ادارو عملياتو پريشر محسوسوس کړی دی، د دوشنبې بريد "د ترهګرو په منځ کې نا اميدي څرګندوي."

د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې وروستيو هفتو کې لږ تر لږه دوه ځله د پنجاب حکومت ته په لاهور کې د يو ممکنه تروریستي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی وو.

په یو لیک کې د جنورۍ په ۲۳مه، نيکټا په ښار کې د چاودیدونکي توکو لېږدولو خبرداری ورکړو.

وزیراعلی شریف د لوړې کچې امنیتي چارواکو سره ليدنه وکړه چې د حالاتو جايزه واخلي، او د جنورۍ په ۲۴مه، د پنجاب پوليسو د دوو ګهنټو لپاره د لاهور ټول لوی سړکونه بند کړل چې د ګواښ په اړه تحقيقات وکړي.

سربیره پر دې، په يو پټ ليک کې چې پاکستان فارورډ ترلاسه کړو او دغه ليک د فبرورۍ په ۷مه د پنجاب هوم سيکريټري ته استول شوی وو، نيکټا په متعلقه چارواکو باندې زور ورکړو چې په ټولو مهم تاسیساتو، د مهم ودانو،هسپتالونو او سکولونو په ګډون، کې امنيت لوړ کړي.

په دغه ليک کې ويلی شوي: "يو نامعلومه تروریستي ډله په لاهور کې د یو تروریستي برید پلان لري."

احتياطي تدابير

د پنجاب د قانون او پارلماني چارو وزير رانا ثناء الله خان په يوې تليفوني انټرويو کې پاکستان فارورډ ته وويل، "د ګواښ خبرتیا ترلاسه کولو نه وروسته، د زیاتو نه زیات ګامونه پورته کړی شول."

هغه وويل، امنيتي ځواکونو په ټوله صوبه کې د منع شوي ډلو غړو په وړاندې د استخباراتو پر بنسټ عملیات پيل کړل.

هغه وويل: "موږ پوهيږو چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه په ټول پاکستان کې خپره شوې ده، خو موږ خپل کوشش کوو چې امنیت برقرار وساتو."

هغه وويل: "پوليسو ته هدايات ورکړی شوي دي چې د شکمنو کسانو او منع شوي مذهبي تنظيمونو په فعاليتونو باندې نظر ساتي چې د ټولنیز ضد عناصرو ناوړه پلانونه ناکامه کړی شي."

خو رانا وويل، چې وسله وال اراده لري چې په پنجاب کې ګډوډي رامنځته کړي.

هغه وويل: "کيدی شي چې تروریستان اوس د ګڼې ګوڼې ځایونه په نښه کړي چې يره او بې ثباتي رامنځته کړي." "د هغوی د ناوړه پلانونو د مخنيوي لپاره، حکومت [...] د مهمو تاسیساتو امنیت لوړ کړو."

په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ګواښ شتون لري، رانا باور لري چې د نظم او قانون حالت د کنترول لاندې دی.

هغه وويل: "حکومت په کلکه باور لري چې په صوبه کې تروریستي نيټ ورک دړې وړې شوی دی او متعلقه ادارې چمتو دي چې د تروریستي نيټ ورکونو مخه ونيسي."

'د مايوسۍ يو عمل'

په لاهور کې د سياسي او پوځي چارو کارپوه حسن عسکري رضوي وويل، چې د لاهور بريد "د تحریک طالبان لخوا د مايوسۍ يو عمل دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان وسله وال [د قبايلي سيمو نه] شړلي دي او اوس دوی د خپل مرکزونو تباه کيدو نه وروسته کوشش کوي چې د جګړې مرکز د هیواد لویو ښارونو ته واړوي، ځکه چې دوی غواړي چې د جګړې پريشر کم کړي او په دغه ښارونو کې سوله او ثبات ګډوډ کړي."

لاهور په ۲۰۱۶ کال هم د يو لوی بريد سره مخامخ شوی وو-- دغه بريد جماعت الاحرار په يو پارک کې په تیر ايسټر کې ترسره کړی وو چې د ۷۰ نه زیات کسان د يو شمير ماشومانو په ګډون په کې وژل شوي وو. خو داسې پېښې په دې وروستیو کلونو کې په ښار کې کمې شوې وې.

وزیراعظم نواز شریف په يو بيان کې وويل، "تروریزم زموږ لپاره يوه نوي خبره نه ده." "زموږ کيسه د ترهګری خلاف او د پاکستان د روح لپاره يوه پرله پسې مبارزه ده."

هغه وويل: "موږ به تر هغه وخت پورې خپل کوشش جاري ساتو تر څو چې موږ ووايو چې موږ ازاد او خوندي يو."

د پوځ لوی مشر جنرل قمر باجوه د برید په کلکه غندنه وکړه او ځايي پوځي کمانډر او ستخباراتي ادارو ته یې هدايات ورکړل چې دوی دې د سول انتظاميې سره ضروري مرسته وکړي او هغه کسان ونيسي کوم چې په دې "ناوړه عمل" کې ښکيل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوه نه

ځواب