تروريزم

د بهرني وسله والو لپاره هیڅ خوندي ځای نشته چې پاکستان ته د ننوتلو هڅه وکړي

د جاويد محمود لخوا

يو پاکستانی سرتيری د می په ۸ مه په بلوچستان کې د پاکستان او افغان ترمنځ د پولې په اوږدو کې باړ ته نژدې چمتو ولاړ دی. [بنارس خان/ای ايف پي]

يو پاکستانی سرتيری د می په ۸ مه په بلوچستان کې د پاکستان او افغان ترمنځ د پولې په اوږدو کې باړ ته نژدې چمتو ولاړ دی. [بنارس خان/ای ايف پي]

اسلام آباد -- د امنیتي چارو شنونکي وايي، پاکستاني پوځیان هڅه کوي چې د منځنۍ آسیا د هغه یاغیانو مخه ونیسي کوم چې له سوریې څخه تښتيدلي دي او پاکستان ته د ننوتلو هڅه کوي چې موخه يې انفراسټرکچر او ترقياتي پروجيکټونه په نښه کول دي.

عبدالله خان، چې په اسلام ‌‌آباد کې د څيړنيزې موسسې، د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ، منيجنګ ډايرکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ريښتيا خبره ده چې د ازبکستان او ترکمانستان وسله وال، چې سوریه ته تللې ول، بیرته خپلو کورونو ته راستنیږي او دوی کولای شي چې افغانستان او پاکستان ته داخل شي."

په دغه وسله والو کې ډير د داعش د ليکو نه تښتي، چې له عراق څخه شړل شوې دي او په سوریه کې د تباهۍ په غاړه دي.

د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټوټ لخوا د خپور شوې تازه راپور له مخې، نور وسله وال د ازبکستان د اسلامي غورځنګ (آی ايم يو) او په چین کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي آی ايم) سره تړاو لري.

د مارچ په ۴ مه په افغانستان کې د داعش د څانګې لخوا خپره شوې ویډیو د هغوی غړي ښيي چې کمې وسلې لري، د يخنۍ له کبله رپيږي، څه ځای نه لري، او په لوړو غريزو سیمو کې خوراکي او نورې توکې نه لري. [فايل]

د مارچ په ۴ مه په افغانستان کې د داعش د څانګې لخوا خپره شوې ویډیو د هغوی غړي ښيي چې کمې وسلې لري، د يخنۍ له کبله رپيږي، څه ځای نه لري، او په لوړو غريزو سیمو کې خوراکي او نورې توکې نه لري. [فايل]

خان وويل، د دې بدنام نړيوالو ترهګرو ډلو سره تړاو لرونکي ډلې افغانستان ته ليږل کيږي چې په سيمه کې خون خرابه او ترهګريز فعاليتونه زيات کړي.

هغه وويل، په افغانستان او په ټوله سيمه کې د قتل عام د ختمولو لپاره، ټول مهم امنيتي لوبغاړي بايد د اورپکۍ د کمولو او د سولې د ودې لپاره يوه ګډه ستراتیژي جوړه کړي.

خان وويل، امنيتي کارکوونکي بايد د افغانستان سرهد پاکستان پوله هم وساتي او د بېلا بېلو استخباراتي او امنيتي سازمانونو تر منځ استخباراتي شبکو او همکارۍ ته وده ورکړي.

د خطر ارزونه

د آی ايس ايس آی څیړونکې ملګری میر شرباز کتراني د می په ۱۵ مه په يو راپور کې لیکلي، د داعش د وروستي شکست وروسته، کيدې شي چې د آی ايم يو او اي ټي آی ايم وسله وال اوس په افغانستان او پاکستان خپل نظر لري.

دغه راپور دي نيوز انټرنيشنل له خولې وويل، د پاکستان استخباراتي ادارو په ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخواه او بلوچستان کې پټ عملیات ترسره کړي چې د آی ايم يو او اي ټي آی ايم د دواړو وسله وال په نښه کړي.

د آی ايس ایس آی د راپور له مخې، اي ټي آی ايم د چين په زينجيانګ صوبه کې د اويغورو لپاره د خپلواکۍ غوښتنه کوي، او دا په پام کې لرلو سره، اي ټي آی ايم وسله وال کولی شې چې په پاکستان کې د چین سرمايه کارۍ ته زيان ورسوي.

د فبرورۍ په میاشت کې، د متحده آیالاتو هوايي بریدونو د افغانستان په بدخشان صوبه کې د طالبانو او د اي ټي آی ايم روزنیز مرکزونه په نښه کړل.

د ناټو د هوايي ځواک کمانډر ميجر جنرال جیمز بي هیکر خبریالانو ته وویل، "د دې روزنيز تاسیساتو ویجاړول ترهګر د چین او تاجکستان سره پولې ته نږدې د هر ډول پلان جوړولو نه منع کوي."

په عین حال کې، آی ايم يو -- چې په ۲۰۰۴ کال کې يې په ازبکستان کې د متحده آیالاتو او د اسرايل په سفارتخانو ځانمرګی بریدونه ترسره کړل -- يو څو ډلې لري چې د طالبانو یا د داعش سره وفاداري لري.

آی ايم يو همدارنګه په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کال کې په تاجکستان او قرغزستان کې په بمباریو کې تورن دی.

پاکستان چمتو دی

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وویل، د آی ايم يو ځینې ډلې په افغانستان کې د داعش سره د بیعت ژمنه کړې او د سوریې څخه راستنېدونکي د دې غړي کيدې شې چې هلته کې د هغوی همدردي ترلاسه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "خو دوی به توان ونه لري چې په پاکستان کې خوندي پټ ځای ومومي."

شاه وويل، درې کاله مخکې، د داعش او آی ايم يو او طالبانو ۲۰۰ وسله وال په افغانستان کې د دواړو ډلو تر منځ په جګړه کې ووژل شول.

که څه هم، د داعش او آی ايم يو په ځانمرګي بريدونو او په نورو بمي چاودنو کې افرادي قوت او مهارت هم لري، خو دا به "په افغانستان کې د طالبانو سره د دښمنۍ له کبله د سختو حالاتو سره مخامخ شي."

سربيره پردې، افغان او ایتلافی ځواکونو خپل نظر په داعش ساتلی دی او هغوی ته يې د پام وړ تلفات اړولي دي.

شاه د اي ټي آی ايم په اړه وويل چې دا په چین او د افغانستان سره په ځینو سرحدي سیمو کې خورا لږ خطرناک وسله واله ډله ده. هغه زياته کړه، د دې وسله وال د چين په سنجيانګ صوبه کې د چاقو په بريدونو کې لاس لري.

هغه وويل، د چاقو بريدونه دا ښيي چې اي ټي آی ايم توان نه لري چې ځانمرګي يا نور بمي چاودنې ترسره کړي. که څه هم، د اي ټي آی ايم فعالین د هغه کتابچو او بروشرو په جوړولو کې مهارتونه لري کوم چې اورپکۍ او مذهبي نفرت ته وده ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کار کولو پر ځای ويل آسان دي

ځواب

ډير ښه!

ځواب