چاپیریال

د چین د بیلټ او سړک نوښت د پاکستان لپاره د چاپیریال د تباهۍ په توګه یاد شوی

د ظاهر شاه شيرازي او ای اېف پي لخوا

ځوانانو د سپتمبر په ۲۰مه په لاهور کې شعارونه پورته کوي، په داسې حال کې چې دوی د اقليم لپاره لاريون کوي چې د اقلیم د خرابیدو او ککړتیا په وړاندې د حکومت لخوا د اقدام نه اخيستلو پر وړاندې احتجاج وکړي. [عارف علي/ای اېف پي]

ځوانانو د سپتمبر په ۲۰مه په لاهور کې شعارونه پورته کوي، په داسې حال کې چې دوی د اقليم لپاره لاريون کوي چې د اقلیم د خرابیدو او ککړتیا په وړاندې د حکومت لخوا د اقدام نه اخيستلو پر وړاندې احتجاج وکړي. [عارف علي/ای اېف پي]

پېښور -- په هغو هیوادونو کې د زيات کاربن پرمختګ، چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (‌بي آر آی) برخه ده، د اقلیم کليدي اهدافو په ترلاسه کولو کې خنډ جوړيدی شي او په پاکستان کې د چاپیریال او ملي امنیت اندیښنې راپورته کولی شي.

د سترو نړیوالو املاکو پروژې په اړه د نوي تجزيې، چې د سپتمبر په ۹ نیټه خپره شوه، له مخې، په آسیا، افریقا، منځني ختیځ او اروپا کې د بندرونو، د ريل پټلو، سړکونو او صنعتي پارکونو يوه لويه شبکه به په ۱۲۶ هیوادونو کې په نوي املاکو کې په ملیاردونو ډالرو سرمايه کاري وکړي.

د ۲۰۱۵ کال د پيرس تړون د هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د تودوخې درجه د ۲ سنټي ګریډ نه کمه او د مخکې صنعتي کچې نه يې پورته وساتي.

د مالي او پراختیا لپاره د سنګهوا مرکز، چې د چين يوه څيړنيزه موسسه ده، وویل، د چین نه علاوه د بي آر آی ۱۲۶ هیوادونه د انسانانو لخوا د رامنځته شوي ٪۲۸ د کاربن اخراج لپاره مسؤلیت لري.

څارونکي خبرداری ورکوي چې د قدرتي آفتونو زیاتوالی د اقلیم د بدلون سره تړاو لري کوم چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د لوی خطر سره مخامخ کوي. [د پاکستان پوځ]

څارونکي خبرداری ورکوي چې د قدرتي آفتونو زیاتوالی د اقلیم د بدلون سره تړاو لري کوم چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د لوی خطر سره مخامخ کوي. [د پاکستان پوځ]

ویجاړونکي وچکالي د اقليم د بدلون سره له هغه جدي چيلنجونو څخه ده چې پاکستان ورسره مخ دی. [فايل]

ویجاړونکي وچکالي د اقليم د بدلون سره له هغه جدي چيلنجونو څخه ده چې پاکستان ورسره مخ دی. [فايل]

دې په ۱۷ بي آر آی هيوادونو کې د لويو بندرګاهونو، پایپ لاینونو، د ریل پټلو او لویو لارو د پراختیا په اړه د مختلفو لارو چارو اثرات وړاندې کړل.

دې وموندله چې د روس، ایران، سعودي عرب او انډونیشیا په څیر هیوادونو له پکار ده چې د نړۍ تودخه د ۲ سنټي ګريډ پورې د ساتلو لپاره د ۲۰۵۰ کال پورې د کاربن اخراج د ٪۶۸ پورې کم کړي.

سیمون زادیک، چې په سنګهوا مرکز کې سينير ويزټنګ فيلو دی، وویل، "موږ د معمول په توګه یو سوداګریز وضعيت لرو چې وايي که تاسو همداسې دوام ولرئ، نو حتی که په نړۍ کې هر يو بل هیواد -- د متحده ایالاتو، اروپا، چین او هند په ګډون -- د ۲ سټني ګريډ پورې د تودخې درجه وساتي، نو دا به بيا هم د کاربن بجټ زيات کړي."

"د بي آر آی د ودې توان دومره زيات دی، که چيرې تاسو په غلطۍ سره د کاربن (اخراج) وکړئ، نو دا مهمه نه ده چې بل هيواد به څه وکړي."

په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۵۰ کال پورې له ټولو ‌بي آر آی هیوادونو څخه د ګيسونو اخراج ٪۳۹ کم کيدې شي که چیرې دوی د شنې ټکنالوژۍ په کارولو سره د صنعت "غوره عمل" تعقیب کړي.

چین -- چې په نړۍ کې ترټولو زيات د کاربن ککړتيا لري -- د انسان لخوا د جوړ شوې سي او ۲ نږدې ۳۰ فیصده برخه تولیدوي.

بیجینګ، په داسې حال کې چې د کورني هوا د ککړتیا په اړه سخت ګام پورته کړی دی، د چین نه بهر د فوسیل تيلو سرمايه کارۍ لپاره لږ اقدامات کړي دي.

زاډيک وویل، چین باید په کور کې دننه او بهر په بي آر آی هیوادونو کې د ګيسونو د اخراج په اړه "دايمي پالیسي" ولري.

د ملي امنیت اندیښنې

د خپلې برخې لپاره، پاکستان د خپل "پاک شين پاکستان" کمپاین او د ونو کرلو کمپاينسره د ککړتیا کمولو او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره کار کوي. دا ډول ماحولياتي فعالیتونه یوازې د اورپکۍ د ماتې او په قبایلي سیمو کې د سولې رامنځته کیدو وروسته ممکن شوي دي.

اوس هم، د چینایي نوښت له کبله د چاپیریال احتمالي پایلې د ملي امنیت اندیښنې راپورته کوي. وچکالي، قحطونه او نورې پیښې لږ ترلږه د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوي دي، چې بې ثباتي رامنځته کولی شي او افراطي ډلې او نور ناوړه عاملین ترې ګټه پورته کولی شي.

په دې برخه کې سوریه يو مثال دی. ډیر کارپوهان وایی چې په ۲۰۰۶ کال کې د سختې وچکالۍ "قهرجن، بیکاره" زیات شمیر بزګران ښاري سیمو ته په کډه کولو مجبوره کړل، چې په ۲۰۱۱ کال کې يې د خونړۍ کورنۍ جګړې لپاره لاره هواره کړه.

په ورته وخت کې, د اقلیم د بدلون سره تړلي د قدرتي افتونو زیاتوالی د پاکستان امنیتي ځواکونه د خطر سره مخ کړل، چې ډیر نور لومړیتوبونه لري چې پام ورته وکړي. د پاکستان پوځ د وګړو سره د مرستې لپاره ۶۰،۰۰۰ سرتيري وروسته له هغې ځای پر ځای کړل کله چې په ۲۰۱۰ کال کې په هيواد کې ويجاړونکی سیلاب راغی، او دا پیښه د ځینو پيش ګويو په پرتله کوچنۍ ده چې په راتلونکې کې به پاکستان ته څه پيښ شي که چيرې د اقليم بدلون مسله حل نه کړی شوه.

محمد اسحاق، چې د خېبر پښتونخواه یو صنعتکار دی، وويل، "د پاکستان او نورې نړۍ لپاره د چین د بیلټ او سړک نوښت په چاپیریال باندې اثرات خورا خطرناک کیدی شي."

هغه وويل، "چینیان د خپل هیواد نه د ګنده صنعتونو د لرې کولو له لارې د دې نه خلاصې ترلاسه کوي او په نورو هيوادونو کې يې نصب کوي، چې د دې لارې به دا پروجيکټ پرمخ ځي."

اسحاق وويل، چې د سټيل او کاغذ ملونه او د پلاسټک کارخانې په جدي توګه په چين کې چاپيريال ککړوي، او دا ممکنه ده چې دغه يونټونه به هغه صنعتي ځايونو ته منتقل کړی شي کوم چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پيک) لپاره پلان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د چاپیریال د خطرونو په اړه نړیوالې ټولنې اندیښنې ډیرې جدي دي او پاکستان باید د چین حکومت سره په دې اړه خبرې وکړي.

هغه وویل، د سکارو په واسطه روانې د سي پيک پروژې، چې له مخکې نه په سیند او پنجاب کې فعالې دي، چاپیریال ته زیان رسولی شي. هغه زیاته کړه چې د اضافي ملیونونو ټرکونو نه د ګيس اخراج هوا نوره هم ککړولی شي.

دا نوښت به نوره تباهي هم رامنځته کړي

ډاکټر یوسف سرور، چې د خېبرپښتونخواه د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانې صدر او صنعتکار دی، وویل، د چینايي پروژې له امله د پاکستان چاپیریال خرابیدل د سي پيک سړک په اوږدو کې د زرګونو ونو راوليدو سره پيل شوي دي.

هغه وويل، په چین کې ۱۷،۰۰ کارخانې د ککړتیا له امله بندې شوي، او امکان لري چې ډیر دغه صنعتونه به له چین نه بهر ته منتقل شي.

هغه وويل، "موږ مالي تمویل ترلاسه کولی شو یا نه، خو یوه خبره يقيني ده -- چې د چین نوښت به نوره تباهي رامنځته کړي، ځکه چې د چاپیریال ساتنې ادارې قانون او نور پاکستاني قانون پلي کوونکي دومره سخت نه دي چې پاکستان ته د راتلو د دې خطرناکو صنعتونو مخه ونیسي."

زرک خان خټک، چې په پېښور کې د صنعتکارانو د اتحادیې صدر دی، وړاندیز وکړ چې پاکستان د چین له حکومت څخه غوښتنه کولی شي چې د سکرو په واسطه چليدونکي کارخانو پرځای د لوړې ټکنالوجۍ حلونه راوړي.

هغه وويل، "بله لاره به دا وي چې موږ خپل د چاپیریال ساتنې قانون سخت کړو او اي پي ای او نورې ادارې وهڅوو چې خپل رول ولوبوي او د هغه خطرناکو کارخانو د نصب کولو مخه ونيسي کوم چې په پراخه ککړتیا رامنځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500