اقتصاد

د چین سره نوي تړونونه د اقتصادي اغیزو په اړه بحثونه راپورته کوي

د زرک خان لخوا

د لاهور اوسیدونکي د اګست په ۲مه د تېلو په بیو کې د وروستۍ اضافی خلاف احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د لاهور اوسیدونکي د اګست په ۲مه د تېلو په بیو کې د وروستۍ اضافی خلاف احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- اسلام آباد ته د چین د نايب وزیر اعظم د وروستي سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي نوي تړونونه د پاکستان د خراب شوي اقتصادي وضعیت په ترڅ کې په هېواد کې د چین د سرمايه کارۍ د اغیزو په اړه بحثونه بېا راپورته کړي.

د چين نايب وزيراعظم هي ليونګ چې د صدر شي جين پينګ د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي، د یکشنبې په ورځ د جولای په ۳۰مه اسلام آباد ته راورسېدو چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز، د بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یوه پاکستانۍ برخه ده، له لارې د دواړو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د همکارۍ د لسمې کاليزې په مناسبت په مراسمو کې ګډون وکړي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس (ای پي پي) د دوشنبې په ورځ راپور ورکړو چې د دې سفر په ترڅ کې، هغه وویل چې د "طاقتور ورور او ستراتیژیک ملګري" په توګه چین د پاکستان دوامداره اقتصادي او مالي مرستو ته ژمن دی.

وزیر اعظم شهباز شریف او هغه د تفاهم شپږ نوي یادداشتونه او نور تړونونه هم لاسلېک کړل چې د "سي پېک دوهم پړاو" بلل کیږي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف (ښي اړخ ته) او د چین نايب وزیر اعظم هي لینګ (ګس اړخ ته) په اسلام آباد کې د جولای په ۳۱مه د سي پېک لسمه کلیزه لمانځي. [پاکستان مسلم لیګ نواز/ټویټر]

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف (ښي اړخ ته) او د چین نايب وزیر اعظم هي لینګ (ګس اړخ ته) په اسلام آباد کې د جولای په ۳۱مه د سي پېک لسمه کلیزه لمانځي. [پاکستان مسلم لیګ نواز/ټویټر]

په نویو تړونونو کې د صادراتو د تبادلې د میکانیزم جوړول، له پاکستان څخه چین ته د وچو مرچو د صادراتو لپاره د فایټوسانیټري اړتیا پروتوکول، د قراقرم های وی د دویمې مرحلې د بیا تنظیمولو لپاره د امکاناتو مطالعه او د صنعتي کارګرانو د تبادلې پروګرام شامل ول.

نوي تړونونه انتقاد راپورته کوي

چین ادعا کوي چې په تېرو لسیزو کې یې په پاکستان کې د سړکونو او د بجلۍ د پلانټونو په پروژو کې د ۲۵.۴ ملیارد ډالرو سرمايه کاري کړې.

خو د اقتصادي چارو شنونکي په دې اړه اندېښنه څرګندوي چې​​په تېره عشره کې د سي پېک لاندې له چین سره د قرضو ​​او مالي تړونونو د پاکستان قرض نور هم زیات کړی او دغه هېواد یې له اقتصادي او سیاسي بحرانونو سره مخ کړی دی.

د بیجینګ سره په لاسلیک شويو نويو تړونونو هم انتقاد کيږي ځکه چې د شریف حکومت د مخکې نه له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

حکومت د سه شنبې په ورځ په نړېوال بازار کې د بدلونونو سره سم د تېلو په بیه کې تر ۲۰ روپو (۰.۰۷ آمريکايي ډالره) في لیټره پورې اضافه وکړه. دې کار په ټول هېواد کې احتجاجونه راپورته کړل.

د آی اېم اېف د راپور له مخې، چې د سپتمبر په میاشت کې خپور شوی و، پاکستان د خپل بهرني قرض ٪۳۰ برخه د چین څخه اخېستې ده، چې پکې دولتي تجارتي بېنکونه هم شامل دي.

د جون په میاشت کې، د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې داسې کچې ته راټیټې شوې چې په مشکل سره يې د یوې میاشتې وارداتو لګښت پوره کولی شو، لکه څنګه چې رویټرز په هغه وخت کې راپور ورکړی و.

پداسې حال کې چې پاکستان ډیفالټ کېدو ته نږدی و، چین نه -- بلکې -- لویدیځ هغه وژغورو.

آی اېم اېف د جون په ۳۰ مه پاکستان ته د ۳ ملیارده ډالرو قرضه ورکړه، چې د جنوبي اسیا دغه هېواد ته يې د اړتیا وړ مرسته چمتو کړه.

ډان ورځپاڼې د جولای په ۳مه د سفارتي سرچینو په حواله راپور ورکړو چې متحده ایالاتو د آی اېم اېف نه د قرض پیکج په ترلاسه کولو کې د پاکستان سره د مرستې په برخه کې د پردې تر شا مهم رول لوبولی دی.

غیر مساوي شریکان

ای پي پي د دوشنبې په ورځ راپور ورکړو چې د خپل سفر په ترڅ کې، شریف ​د مین لاین-۱ (اېم اېل-۱) ​او د کراچۍ سرکلر ریلوی، چې په پاکستان کې د رېل دوه لویې پروژې دي چې د سي پېک سره تړاو لري، په بريالي توګه د بشپړولو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

پاکستان موافقه وکړه چې د اېم اېل-۱ د پراختيا لپاره د قرض مقدار زیات کړي چې له چین څخه يې اخيستی دی. ياد قرض له ۶.۸ ملیارده ډالرو څخه ۹.۸۵ ملیارده ډالرو ته رسيدلی دی.

د فبرورۍ په میاشت کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ په يوې تجزيه کې ویل شوي، "پاکستان د چین څخه د نوي مالي تمویل لپاره لیواله ښکاري خو داسې نه ښکاري چین یې چمتو کړي."

په دغه تجزيه کې ويل شوي، "په داسې حال کې چې اقتصاد د قرضونو د دروند بار او نورو سختو چيلنجونو سره مخ دی، پاکستاني چارواکو له چین څخه د اېم اېل-۱ رېل پټلۍ د پراختيا لپاره مرسته غوښتې ده."

کاشف حسین، چې په کراچۍ کې د بروکریج شرکت یو څیړونکی دی چې سرمايه کارانو ته مشوره ورکوي، وویل، پاکستان، ​لکه د نورو هېوادونو په څېر ​چې له چین سره یې تړونونه لاسلېک کړي، د چین د "د قرضې جال سفارتکارۍ" قرباني شوی.

هغه وویل، "د چینایي قرضو سره د مبارزې پرته، دا هېواد د خپلو مالي ستونزو لپاره حل نشي موندلی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ څه کولی شو کله چې زموږ ټول مشران په لندن کې وي؟ دوی د پاکستان له پرمختګ سره هېڅ تړاو نه لري. د پاکستان مشران له پاکستان سره هېڅ تړاو نه لري. ټوله کورنۍ په لندن کې ده. دوی په سخت وخت کې وتښتېدل. یاالله ته مو ددې ظالمو مشرانو څخه وساتې.

ځواب

اوس د جمیعت خلک یادوي. کله چې د عمران خان په واک کې تېل ګران شول، نو ژبې یې بندې وې.

ځواب

اوس د دوی مور مړه شوه

ځواب