اقتصاد

د چین قرضې تر یو حده پورې د پاکستان د اقتصادي بحران سره تړاو لري

د زرک خان لخوا

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ښځینه فعالانې د جون په ۱۱مه په کراچۍ کې په هيواد کې د مهنګايۍ پر ضد په یو احتجاج کې برخه اخلي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ښځینه فعالانې د جون په ۱۱مه په کراچۍ کې په هيواد کې د مهنګايۍ پر ضد په یو احتجاج کې برخه اخلي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

اسلام آباد -- اقتصاد پوهان او د څېړنيزو موسسو شنونکي وايي، د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ قرضې او مالي تړونونه د پاکستان د روان اقتصادي بحران تر شا له مهمو عواملو څخه دي.

د پاکستان نوي حکومت، چې د زیاتېدونکي مهنګايۍ سره لاس او ګریوان دی، د جمعې په ورځ (د جون په ۱۰مه) د ۹.۵ ټریلیون پاکستانۍ روپو (۴۷ ملیارد ډالرو) بجټ اعلان وکړو، او د دې هیواد د پراخه بهرنيو او کورنيو قرضو د ورکولو لپاره یې له ۴۰ فيصده څخه ډېره برخه مختص کړه.

دغه بجټ، چې د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل وړاندې کړو، د ۳.۹۵ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ (۱۹ ملیارده آمريکايي ډالره) په کې یوازې د هېواد د ۱۲۸ ملیارده ډالرو قرضې د پوره کولو لپاره تخصیص کړې.

په ۲۰۱۹ کال کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان لخوا لاسلیک شوی د ۶ ملیارده ډالرو نړېوال مالي صندوق (آی اېم اېف) د قرضې پيکج هېڅکله په بشپړ ډول نه دی پلي شوې ځکه چې د هغه حکومت د ځینې مرستو د کمولو یا د ختمولو او د عایداتو او مالیاتو راټولولو د ښه کولو لپاره له تړونونو څخه سرغړونه کړې وه.

په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې، چې په پايله کې د کارکوونکو اتحاديو او فعالانو احتجاجونه کړي دي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې، چې په پايله کې د کارکوونکو اتحاديو او فعالانو احتجاجونه کړي دي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د کراچۍ په يونيورسټۍ کې د پولیسو یو افسر د اپرېل په ۲۷مه کنفیوشس انسټیټیوټ ته څېرمه په یو وېن کې د ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د چاودنې په ځای کې د جرمونو د ځای د ناکه بندۍ فيته سموي. کنفیوشس انسټیټیوټ یو کلتوري پروګرام دی چې چین یې د نړۍ په يونيورسټو کې ترسره کوي. درې چینايي ښوونکي او یو پاکستانی ډريور هغه مهال ووژل شول کله چې یوې ښځې د اپرېل په ۲۶مه د هغوی میني بس ترڅنګ چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

د کراچۍ په يونيورسټۍ کې د پولیسو یو افسر د اپرېل په ۲۷مه کنفیوشس انسټیټیوټ ته څېرمه په یو وېن کې د ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته د چاودنې په ځای کې د جرمونو د ځای د ناکه بندۍ فيته سموي. کنفیوشس انسټیټیوټ یو کلتوري پروګرام دی چې چین یې د نړۍ په يونيورسټو کې ترسره کوي. درې چینايي ښوونکي او یو پاکستانی ډريور هغه مهال ووژل شول کله چې یوې ښځې د اپرېل په ۲۶مه د هغوی میني بس ترڅنګ چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

اسلام آباد تر دې دمه درې ملیارده ډالر ترلاسه کړي چې د دې پروګرام سره به د دې کال په پای کې پای ته ورسیږي.

چارواکي د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې د دغه پروګرام د غځولو او همدارنګه د ۱ ملیارده ډالرو راتلونکي قسط د خوشي کولو په لټه کې دي.

شنونکي وايي، ستونزې د پرله پسې حکومتونو او پوځي واکمنانو له خوا د لسیزو د کمزوري اقتصادي مدیریت له امله رامنځته شوي چې د پراخه کرپشن په مخنيوي او د پراخه مالیاتو نه ورکولو سره په مبارزه کې پاتې راغلي دي -- چې په پايله کې زياتې قرضې په ځانګړې توګه د چین څخه د ترلاسه کولو لامل ګرځيدلی دی.

د چین د قرضې دام

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، ​​چې د چین د یو بیلټ او یوې لارې نوښت (بي آر آی) ​​یوه پاکستانۍ برخه ده، چې د یو بیلټ روډ (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي، انتقادونه راپورته کړي چې دا په پاکستان باندې د قرض بوج زياتوي او چین ته توان ورکوي چې "د قرضې د دام د سفارتکارۍ" څخه ګټه پورته کړي.

د متحده ایالاتو د سولې د انسټیټیوټ د راپور له مخې چې د مۍ په ۲۰۲۱ کال کې خپور شوی و، "د پاکستان په اقتصاد باندې د نفوذ کولو لپاره د چين وړتیا په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده، په عمده توګه د دې حقیقت له امله چې بیجینګ اوس د اسلام آباد ترټولو لوی قرض ورکوونکی دی."

د ۲۰۱۳ کال په جون کې د پاکستان ټول عامه او په عامه توګه تضمین شوي بهرني قرضونه ۴۴.۳۵ ملیارده ډالره و، چې یوازې ۹.۳ فيصده پکې د چین و.

دغه راپور د آی اېم اېف د ارقامو په حواله وويل، د ۲۰۲۱ کال تر اپرېل پورې، دا بهرنۍ قرضې ۹۰.۱۲ ملیارده ډالرو ته رسیدلي، چې پدې کې په پاکستان باندې د چين قرضه ۲۷.۴ فيصده -- يعنې ۲۴.۷ ملیارده ډالره -- ده.

چارواکي په زیاتیدونکې توګه د دغه "قرضې له دام" څخه خبریږي.

د پاکستان د مالیې وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط په دې اړه وویل، "بیجینګ، چې ادعا کوي د هر موسم ملګری دی، له اسلام اباد سره له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه په وتلو کې مرسته نه ده کړې او پر ځای یې په [پاکستان] پرله پسې فشار راوړی چې د هغې قرضه ورکړي."

دغه چارواکي وویل، مسله دومره جنجالي وه چې اسلام آباد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري متحده ایالاتو ته واستوو چې مالي مرسته وغواړي.

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویل شوي، بوټو زرداري د مۍ په ۱۸مه په نیویارک کې د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره وکتل چې "د قوي او سوکاله دوه اړخیزو اړیکو لپاره په ګډ خواهش باندې ټينګار وکړي."

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو لورو د اقلیم، پانګونې، سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې د همکاریو د پراخولو او همدارنګه د خلکو تر منځ د اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړې.

د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وویل، متحده ایالات به "د یو سوکاله او باثباته پاکستان د جوړولو لپاره د پانګونې او سوداګرۍ د فرصتونو د ودې لپاره په دوه اړخیزه توګه کار ته دوام ورکړي."

د چین ضد احساسات

بیجینګ په وروستیو کلونو کې له اسلام اباد سره د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د بنسټیزو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.

خو دغه تړونونو په ځایي اوسیدونکو کې د چینایي نفوذ په اړه اندیښنې او د شرکتونو د کار په اړه خپګان راپورته کړی دی، چې یو لامل یې په ځانګړي توګه چینایي اتباعو ته د پاکستاني کارکونکو په پرتله ډېرې پيسې ورکول دي.

​په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله غوسې​بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي او دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې د بلوچ راجي آجويې سنګر (براس) یوه برخه ده، په کراچۍ يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې، چې هدف يې کنفيوشس انسټيټوټ و، ​​د درېو چینایي ښوونکو په ګډون ​​د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د بي اېل ای بېلتون غوښتونکو د فبرورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستونو دوه بریدونه وکړل.

مجتبی بلوچ، چې په هغه وخت کې په پنجګور کې میشت یو سیاسي فعال و، وویل، "د وزیر اعظم عمران خان چین ته د سفر څخه څو ګهنټې مخکې د فبرورۍ په ۲مه بریدونه د بیجینګ لخوا د [بلوچستان] د طبیعي زیرمو د کارولو په اړه د بلوچستان د خلکو د شکایتونو سره تړاو لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500