اقتصاد

د پاکستان د ML-1 پروژه د چینایي قرضو په اړه بحثونه راپورته کوي

د زرک خان له خوا

په کراچۍ کې د اورګاډي پټلۍ په دې عکس کې لیدل کېدې شي چې د نومبر په ۱۲مه اخیستل شوی دی. د ML-1 پروژه د سي پېک ترټولو قيمتي تړون دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې د اورګاډي پټلۍ په دې عکس کې لیدل کېدې شي چې د نومبر په ۱۲مه اخیستل شوی دی. د ML-1 پروژه د سي پېک ترټولو قيمتي تړون دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- په پاکستان کې د اورګاډي د یوې لویې پروژې د لګښتونو زیاتوالي یو ځل بیا د چین لخوا د پراخو قرضو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د همغږۍ ګډه کمیټي، چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي پېک) د تصمیم نیونې ګډه کمیټي ده، د اګست په ۲۷مه په یوه مجازي غونډه کې موافقه وکړه چې د ۹.۸۵ ملیارده ډالرو په اټکل شوي لګښت کې د ډېر انتظار مین لاین-۱ (ML-1) پروژه ترسره کړي.

بیجینګ په وروستیو کلونو کې له اسلام آباد سره د څو ملیارده ډالرو په ارزښت د سي پېک، چې​​د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یوه پاکستانۍ برخه​​ ده او د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي، تر چتر لاندې د زیربنایي پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ML-1 پروژې موخه د کراچۍ او پېښور او د ټيکسلا او حویلیاں ترمنځ د ۱۸۷۲ کلومیټره اورګاډي پټلۍ ډبل کول او اپ ګریډ کول دي.

د ML-1 او کراچۍ سرکلر ریلوې پروژو لخوا بې ځایه شوي کورنۍ په ۲۰۱۹ کال کې احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ML-1 او کراچۍ سرکلر ریلوې پروژو لخوا بې ځایه شوي کورنۍ په ۲۰۱۹ کال کې احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د نومبر په ۲مه په بېجينګ کې د چين له صدر شي جين پينګ سره خبرې اترې کوي. (ټویټر/په چین کې د پاکستان سفارت خانه)

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د نومبر په ۲مه په بېجينګ کې د چين له صدر شي جين پينګ سره خبرې اترې کوي. (ټویټر/په چین کې د پاکستان سفارت خانه)

دا د لګښت په لحاظ سره د سي پېک ترټولو لویه پروژه ده.

د ML-1 پروژه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ډېرو دلایلو او په ځانګړي توګه د زيات لګښت له امله په ټپه ولاړه ده.

د اسلام آباد یو چارواکي د اکتوبر په ۲۸مه د نوم نه ښودلو په شرط نیکي اسیا ته وویل، "پاکستان موافقه کړې چې د چینايي مذاکره کوونکو په غوښتنه د ML-1 لګښت له ۶.۸ میلیارد ډالرو څخه ۹.۸۵ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي، چې د پخواني لګښت شمېره یې غیر حقيقي وبلله."

مخ په زياتيدونکی قرض

شنونکي وايي، پاکستان -- چې د انفلاسیون او ​​ویجاړونکي سیلابونو​​سره مخ دی -- د اورګاډي پټلۍ پروژې د عملي کولو لپاره باید له چین سره پر خپل تړون له سره غور وکړي.

په اسلام آباد کې مېشت یو اقتصاد پوه چې د پاکستان د مالیې وزارت سره کار کوي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د بیجینګ لخوا د سي پېک پورې تړلو ټولو پروژو پلي کولو لپاره د لګښت او تمویل شرایط خورا ګران دي او ډېر استحصالي او د چین په ګټه دي."

هغه وويل، بېجينګ پرمختيايي هېوادونو ته يوازې د زياتې ګټې د ډاډ لپاره پېسې ورکوي.

د چین د بي آر آی لاندې د اورګاډي پروژې د آسیا په نورو ځایونو کې له ستونزو سره مخ دي.

د اورګاډي پټلۍ چې تایلینډ او لاوس سره يو ځای کيږي، چې د بي آر آی د پلان یوه برخه ده او چین د سویل ختیځ آسیا هېوادونو ټولنې (آسیان) له غړو هېوادونو سره نښلوي، په ۲۰۱۰ کال کې پرانستل شو، د تمویل له امله ځنډول شوی دی.

د امریکا غږ د جولای په ۱۷مه راپور ورکړو، تایلینډ وویل چې دا به د ۲۰۲۸ کال پورې د ځنډیدلي اورګاډي پروژې برخه بشپړه کړي، چې د هېواد د ژمنې په اړه شکونه راپورته کوي او دا چې ایا د ۱۲ ملیارده ډالرو پروژه به ګټوره وي.

په ورته ډول، د مالیزیا وزیر اعظم مهاتیر محمد په ۲۰۱۸ کال کې د چین لخوا تمویل شوي د ختیځ ساحل ریل لینک پروژه د لوړ لګښتونو او کرپشن تورونو له امله وځنډوله.

دغه پروژه له هغه وروسته بیا پېل شوه کله چې یو نوې تړون د پروژې لګښت له ۶۵.۵ ملیارد رنګټ (۱۴.۴ ملیارده آمريکايي ډالرو) څخه ۴۴ ملیارده رنګټ (۹.۷ ملیارده ډالرو) ته راټیټ کړو.

څارونکي وايي، د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ قرضونه او مالي تړونونه د ​پاکستان د روان اقتصادي بحران تر شا له مهمو عواملو څخه دي​.

د متحده ایالاتو د سولې د انسټیټیوټ د راپور له مخې چې د ۲۰۲۱ کال د می په مياشت کې خپور شوی و، "د پاکستان په اقتصاد باندې د نفوذ کولو لپاره د چين وړتیا په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده، په عمده توګه د دې حقیقت له امله چې بیجینګ اوس اسلام آباد ته ترټولو لوی قرض ورکوونکی دی."

د ۲۰۱۳ کال د جون په مياشت کې د پاکستان ټول عامه او په عامه توګه تضمین شوي بهرني قرضونه ۴۴.۳۵ ملیارده ډالره وو، چې یوازې ۹.۳ فيصده پکې د چین وو.

دغه راپور د پېسو نړېوال صندوق د ارقامو په حواله وويل، د ۲۰۲۱ کال تر اپرېل پورې، دا بهرنۍ قرضې ۹۰.۱۲ ملیارده ډالرو ته رسیدلي، چې پدې کې په پاکستان باندې د چين قرضه ۲۷.۴ فيصده -- يعنې ۲۴.۷ ملیارده ډالره -- ده.

له حقونو څخه سرغړونه

د ML-1 تړونونو د چینایي شرکتونو د کار کولو عملونو، د پاکستانیانو جبري بې ځایه کېدو او په هېواد کې د وروستیو ناکراریو په اړه د حقونو ډلو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي.

جعفر خان، چې په کراچۍ کې د حقونو یو فعال دی، وویل، "په زرګونو کورنۍ د ML-1 او د کراچۍ سرکلر ریلوې په لاره کې -- چې د بي آر آی سره تړلې د اورګاډي بله پروژه ده -- په زوره بې ځایه شوي دي."

هغه وويل، چارواکو په کراچۍ او نورو سيمو کې کورونه ړنګ کړل، پرته له دې چې کورنيو ته يې معاوضه ورکړې وې يا يې ورته متبادل استوګنځی برابر کړی وې.

په تېرو وختونو کې د حقونو څخه سرغړونو​په ټول هېواد کې احتجاجونه راپورته کړل.​

د یوې مطالعې له مخې چې په هالنډ کې د لیډن يونيورسټۍ لخوا په ۲۰۱۹ کال کې خپره شوې وه، د مثال په توګه، کارګمارونکو د M4 موټروې، ۳۰۹ کلوميټره اوږده موټروې چې د چینایي سرمايه کارۍ پروژې د برخې په توګه جوړ شوی و، د جوړولو په دوران کې د ساختماني کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه وکړه.

په دغه مطاله کې د کارمندانو سره د ساحوي مرکو په حواله ويل شوي، "د معاش په تادیاتو کې ستونزې وې، چې ډېرو موافقه وکړه چې کمې وې؛ د ځینو معاشونه کم کړی شوي ول یا به په وخت نه ورکول کیدل."

په ياده مطالعه کې ويل شوي، "کارکونکو راپور ورکړو چې دوی د خوندیتوب آلات او يا روزنه نه لرله."

په لاهور کې، د اورينج لاین میټرو ټرین (او اېل اېم ټي)، چې د چین د بیلټ او سړک نوښت سره تړاو لري، له تورونو او تنقيد سره مخ شو چې له مخې یې هغه چینايي شرکتونه چې د اورګاډي پټلۍ يۍ جوړه کړه د کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه وکړه او د کار کولو په ځای کې يې د خوندیتوب احتیاطونه له پامه وغورځول، چې په پايله کې د ځينو کارکونکو د مرګ لامل وګرځيدو.

د رسمي اسنادو له مخې چې د پاکستان حکومتي چارواکو په ۲۰۲۰ کال کې شریک کړې ول، د هغو کسانو د معاشونو لیست چې په OLMT کې یې کار کوو دا په ډاګه کړه چې چینایي کارمندانو د خپلو پاکستاني همکارانو په پرتله ډېر عاید ترلاسه کول.

دغه پاڼې د چینايي کارکونکو لپارہ په یوآن کې میاشتني معاشونه ښکاره کړل. دا د ۱.۲ ملیونو (۵۴۶۰ آمريکايي ډالره) څخه تر ۳.۶ ملیونو (۱۶۳۸۲ آمريکايي ډالره) پورې دي.

د پاکستانی کارکونکو میاشتني معاشونه له ۳۰۰۰۰ (۱۳۶ امريکايي ډالره) څخه تر ۶۲۵۰۰۰ روپيو (۲۸۴۴ آمريکايي ډالره) پورې ول.

په دې وروستیو کې، چینایي شرکتونه چې د کراچۍ په بندر قاسم کې د چین لخوا جوړ شوي د سکارو څخه جوړ شوی د بجلۍ پلانټ او د بلوچستان صوبې په چاغي ضلعه کې د سیندک د تامبې او سرو زرو په کان کې کار کوي، په خپلو پاکستاني کارګرانو باندې د صفر زغم د کويډ-۱۹ اقدامات پلي کوي.

یوې وروستۍ څېړنې وویل چې په دې ډول اقداماتو کې جبري لاکډاونونه او د دوی له خپلو کورنیو څخه جلا کول شامل دي.

د چین نفوذ

د بیجینګ د څو ملیارده ډالرو زیربنایي پروژو لپاره د اسلام آباد سره د خپلې ګټې لپاره تړنونو او د ځایي کارمندانو سره ناوړه چلند ​په پاکستان کې خپګان او احتجاجونه​​رامنځته کړي دي.

په پاکستان کې د چینایانو د نفوذ بې سارې وده، په ځانګړې توګه په بلوچستان او سند صوبو کې -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندېښنه نه لري -- په صوبه کې د جدي ناکراریو لامل شوی.

په بلوچستان کې د چین د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ په اړه غوسې بلوچ او سندي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره ملګري شي، چې لامله یې دا اندېښنه راپورته کیږي چې دغه ګډې ډلې​​به په سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړي.​

پولیسو وویل، د سپتمبر په ۲۸مه، په کراچۍ کې په یو برید کې وسله وال یو کس ووژلو او دوه نور چینایي کسان يې ژوبل کړل.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې د بلوچ راجي آجويې سنګر (براس) یوه برخه ده، په کراچۍ کې په یوه دولتي يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې د درېو چینایي ښوونکو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د بي اېل ای بېلتون غوښتونکو د فبرورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې ​​د پوځ په دوو پوسټونو بریدونه وکړل​​.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان حکومت باید د ML-1 ریل پروژې جوړولو څخه ځان لرې وساتي. دا ډېره خطرناکه پروژه ده. پاکستان د مخکې نه په ډېر قرض کې ډوب دی.

ځواب

یو طرفه کیسه، دا بې ګټې ده

ځواب