ټاکني

په ګوادر کې د چین ضد غورځنګ راپورته کیدل د ناکامه شوي ژمنو څرګندونه کوي

د زرک خان لخوا

په ګوادر کې د حقونو د غورځنګ ملاتړي د مۍ په ۲۸ مه د ځايي حکومت له انتخاباتو یوه ورځ مخکې راټول شوي دي. [مولانا هدایت الرحمان/ټویټر]

په ګوادر کې د حقونو د غورځنګ ملاتړي د مۍ په ۲۸ مه د ځايي حکومت له انتخاباتو یوه ورځ مخکې راټول شوي دي. [مولانا هدایت الرحمان/ټویټر]

یو احتجاجي غورځنګ، چې په په ګوادر کې پېل شوی و چې د دوی په ګټه وټه او ورځني ژوند باندې د چین د نفوذ په اړه د ځایي اوسیدونکو اندیښنې ښکاره کړي، د یکشنبې په ورځ (د مۍ په ۲۹مه) د ځايي حکومت په ټاکنو کې په پراخه کچه بريا ترلاسه کړه.

د چین د سوکالۍ او ګټور پرمختګ ژمنې په ښکاره توګه د بلوچستان په بندر کې د رایې ورکوونکو په قانع کولو کې پاتې راغلي دي.

ګوادر د چین بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) يوه لویه برخه ده، چې د پاکستان دروازې د تجارت او پراختیایي پروژو لپاره پرانيزي چې ډېر پاکستانیان يې د خپل هېواد لپاره زیان او د چین لپاره ګټه ګڼي.

د نومبر د مياشتې راهیسې، د بندري ښار اوسیدونکو د "ګوادر ته د هغې حق ورکړئ" کمپاین کې برخه اخیستې، کوم چې د ځایي او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو د ختمولو غوښتنه کړې چې د کب نيوونکو ګټې وټې ته زیان رسوي.

د اپرېل په مياشت کې په ګوادر کې د کب نیولو کښتیو يو زوړ عکس. [زرک خان]

د اپرېل په مياشت کې په ګوادر کې د کب نیولو کښتیو يو زوړ عکس. [زرک خان]

دغه کمپاین د بي آر آی پروژو په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو د ځورونې د ختمولو هم غوښتنه کړې ده.

مولانا هدایت الرحمان، چې یو ځايي دیني عالم دی او د دغه کمپاین مشري کوي، د یکشنبې په ورځ د محلي حکومت د انتخاباتو لپاره خپل اميدواران ودرول.

غیر معمولي وده

سیاسي شنونکي وايي، د حقونو د غورځنګ له خوا د ټاکنو بریا د دوی پر ژوند او ګټه وټه باندې د بیجینګ د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه د رایې ورکوونکو اندیښنې څرګندوي.

د ممنوعه بلوچ بېلتون غوښتونکو ډلو له خوا پر چینايي اتباعو او پروژو باندې د بریدونو له زیاتېدو وروسته، پاکستاني چارواکو په ګوادر بندر کې د چینايي اتباعو د ساتنې لپاره لسګونه امنیتي پوستونه جوړ کړې دي.

که څه هم، دغه پوستونو د ګوادر ضلعې د ۳۰۰۰۰۰ څخه د زیاتو اوسیدونکو د تګ راتګ مخه نيولې ده، چې په ځایي خلکو کې يې سخت غبرګون رامنځته کړی کوم چې د حقونو په کمپاین کې بدل شوی دی.

په ګوادر کې د کب نیونکو مشر بشیر حوث وویل، "د یوې میاشتې څخه له زیاتې مودې راهيسې د احتجاج تنظیمولو وروسته، دغه غورځنګ په حکومت فشار راوړو چې د هغوی ځینې غوښتنې پوره کړي، چې پدې کې د تلاشۍ پوستونو نرمول او د کب نیولو کښتيو مخه نه نیول شامل دي."

هغه وويل، په ګوادر او د بلوچستان په نورو برخو کې د چينايانو د شتون له امله، ځايي اوسېدونکي د غير يقيني وضعيت سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې، یوې صوبايي محکمې پاکستاني چارواکي د ګوادر بندر په شاوخوا کې د کانټا تار لګولو څخه منع کړل چې د ځایي خلکو په وینا د ځايي اوسیدونکو د تګ راتګ مخه به يې نيوله او کب نيونکي به یې سمندري لارو ته د رسیدو نه منع کول.

د چين سره وضعيت نور هم خراب شوی دی

ځايي خلکو وويل، د بي آر آی سره تړلې پروژو نه د ګوادر اوسیدونکو ژوند ښه کړی، او نه یې د اوبو او بجلۍ د کمي په حل کې مرسته کړې ده.

د ګوادر يو زده کوونکي اشرف علي وويل، "ګوادر د سوداګرۍ او تجارت د مرکز او د اوسیدونکو لپاره د پرمختیايي پروژو د جوړولو پرځای، چین پاکستاني چارواکي په دې مبجوروي چې دغه بندري ښار د امنیت يوه سيمه جوړه کړي او د اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړي."

هغه وويل، "د ګوادر خلک اوس هم مجبوره دي چې د څښاک اوبو يو ټينکر په ۲۵۰۰ روپيو (۱۲.۵۰ آمريکايي ډالره) واخلي."

په بلوچستان کې د خلکو له مرضۍ پرته د چين سرمايه کاري په ګوادر او د هېواد په نورو برخو کې ټول امنيتي حالات نور هم خرابوي.

په بلوچستان کې د چین مخ په زیاتیدونکي نفوذ بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې لامله یې دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

د اپرېل د میاشتې په وروستیو کې د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) چې د بلوچستان د راجي آجویي سنګر (BRAS) یوه برخه ده، د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیستلو، چې په کې درې چینایان ښوونکي هم شامل و. دغه ځانمرګی برید په کراچۍ کې په یوه دولتي یونیورسټۍ کې شوی و.

د بي اېل ای بېلتون غوښتونکو د فبرورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستونو دوه بریدونه وکړل.

مجتبی بلوچ، چې په هغه وخت کې په پنجګور کې میشت یو سیاسي فعال و، وویل، "د وزیر اعظم عمران خان چین ته د سفر څخه څو ګهنټې مخکې د فبرورۍ په ۲مه بریدونه د بیجینګ لخوا د [بلوچستان] د طبیعي زیرمو د کارولو په اړه د بلوچستان د خلکو د شکایتونو سره تړاو لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500