امنیت

بېلتون غوښتونکې ډلې د کراچۍ له ځانمرګي برید وروسته چین ته د نورو بریدونو ګواښ کړی

د زرک خان او ای اېف پي لخوا

پولیس د اپرېل په ۲۶مه د کراچۍ له يونيورسټۍ سره تړلې کنفیوشس انسټیټیوټ ته څېرمه د یو ځانمرګي برید وروسته د ویجاړ شویو موټرو په شاوخوا کې د ځای معاینه کوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

پولیس د اپرېل په ۲۶مه د کراچۍ له يونيورسټۍ سره تړلې کنفیوشس انسټیټیوټ ته څېرمه د یو ځانمرګي برید وروسته د ویجاړ شویو موټرو په شاوخوا کې د ځای معاینه کوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

اسلام آباد -- یوه ورځ وروسته له هغې چې یوې ښځينه ځانمرګي بریدګرې د درې ښوونکو چې له بیجینګ څخه ګمارل شوي وو په ګډون څلور کسان ووژل، یوې پاکستانۍ بېلتون غوښتونکې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۷مه) په چینايي اهدافو باندې د نورو وژونکو بریدونو خبرداری ورکړو.

د بلوچستان د آرادۍ پوځ (بي اېل ای) -- چې یوه له څو ډلو څخه ده او د پاکستان په تر ټولو لویه صوبه کې د خپلواکۍ لپاره جنګیږي -- د سه شنبې د ورځې د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیستو او ویې ویل چې دا لومړی ځل دی چې یوې ښځې د دې ډلې لپاره "ځان قرباني" کړو.

د دغه ډلې ویاند جیوند بلوچ د بي اېل ای لپاره د يو لږ مختلف نوم کارولو سره په انګلیسي ژبه خپور شوې يو بيان کې وويل، "د بلوچستان د آزادۍ پوځ په سلهاو ښه روزل شوي نارینه او ښځینه غړي چمتو دي چې د بلوچستان او پاکستان په هره برخه کې وژونکي بریدونه وکړي."

هغه بیجینګ ته ګواښ وکړو چې که ګاونډي هېواد د خپلو "استحصالي پروژو" او "د پاکستان د دولت د نیولو" څخه ډډه ونه کړي نو له دې څخه به "نور هم سخت" بریدونه وکړي.

په کراچۍ يونيورسټۍ کې د کنفیوشس انسټیټیوټ دروازې ته څېرمه درې چینايي استادان او یو پاکستانی ډرايور هغه مهال ووژل شول کله چې بریدګر د دوی مني بس ته نږدې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

بي اېل ای وویل، برید کوونکي د شاري بلوچ په نوم پيژندل کېده، چې ۳۰ کاله عمر يې لرلو او د یوې اته کلنې جينۍ او څلور کلن هلک واده شوې مور وه. بي اېل ای زياته کړه چې هغه د ساینس ښوونکې وه او ماسټرز ډګري يې ترلاسه کوله.

د چين حکومت په ټوله نړۍ کې د چيني ژبې او کلتور د ودې لپاره د کنفیوشس انستيتوتونه تمويلوي.

پاکستان او متحده ایالاتو د بلوچستان د آزادۍ پوځ یو ترهګریز سازمان نومولی دی.

"د اړتیا پرته بهر مه وځئ"

د پاکستان حکومت او په اسلام آباد کې د چین سفارتي ماموریتونه په منظم ډول په پاکستان کې چینایي وګړو ته مشوره ورکوي چې د احتمالي بریدونو په اړه د استخباراتي راپورونو ترلاسه کولو وروسته محتاط پاتې شي.

د يونيورسټۍ یو امنیتي چارواکي ای اېف پي ته وویل چې هغه له مخکې نه په کیمپس کې د ۱۵ چینایي کارمندانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې وې.

یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ای اېف پي ته وویل، "د فبرورۍ په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې ممکن په کېمپس کې برید ترسره شي."

د کراچۍ يونيورسټۍ چارواکو د مارچ په ۳۱مه د کنفیوشس انسټیټیوټ ډايريکټر هوانګ ته یو لیک ولیکلو او هغه ته یې د امنیتي مسلو په اړه خبرداری ورکړو.

د کېمپس د امنیت په چارو کې د يونيورسټۍ د مشاور ډاکټر محمد زبیر لخوا لیکل شوي لیک کې ویل شوي: "چینایي استادان اکثرا د بهرني فيکلټۍ د مهمان خانو څخه د کیمپس څخه بهر ته د رینجرو او پولیسو محافظت پرته ووځي."

په کراچۍ کې یو امنیتي چارواکي وویل، "دوی [چینايي وګړي] په آزاده توګه ګرځي او د ښار په حساسو سیمو کې امنیتي تدابیر نه نیسي او ... دوی د اورپکو ډلو د بریدونو هدف ګرځي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه وغوښتل چې په هېواد کې د ټولو چینایي وګړو او ګټو د خوندیتوب ډاډ ورکړي او په دې اړه بشپړې پلټنې پېل کړي.

دې ښاریانو ته هم سپارښتنه کړې چې "سخت احتیاطي تدابیر ونیسي، او بهر که اړتیا نه وي نو بهر دې نه وځي."

په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو لخوا په منظم ډول چینایي وګړي او ګټې په نښه شوي، چېرې چې بیجینګ د کان کيندنې او انرژۍ په ګټورو پروژو کې ښکېل دي.

چین د ۵۴ ملیارد ډالرو پروګرام د یوې برخې په توګه چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز په نوم پیژندل کیږي د انرژۍ اړیکو او زیربنا ته وده ورکوي او دواړه هېوادونه د دې پروژو لپاره د امنیتي ګواښونو په اړه اندیښمن دي.

د بیجینګ خلاف شکایتونه

په ۲۰۲۱ کال کې، په اسلام آباد کې مېشت د څېړنيز مرکز د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له مخې، په بلوچستان کې د تېر کال په پرتله، په ځانګړې توګه د بیلتون غوښتونکو ډلو په تروریستي بریدونو کې ۹۳ فيصده زیاتوالی راغلی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په مياشت کې، د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې په یو لګژري هوټل کې، چې د چین سفیر پکې مېشت و، ځانمرګي برید څلور کسان ووژل او په لسګونو نور یې ژوبل کړل.

په دغه برید کې سفیر ته زیان نه و رسېدلی، چې تحریک طالبان پاکستان يې ادعا کړې وه.

د تېر کال د جولای میاشت کې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یو ډېم ته څېرمه د انجینرانو یو بس د یوې بمي چاودنې ښکار شو چې د نهو چینايي کارکوونکو په ګډون پکې ۱۳ کسان ووژل شول.

دغه برید، چې ادعا یې هيڅ يوې ډلې نه وه کړې، د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ اړیکې يې خرابې کړې او وروسته پاکستان د وژل شویو چینايي کارګرانو کورنیو ته د میلیونونو پيسو تاوان ورکړو.

د بي اېل ای بېلتون غوښتونکو د فبرورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستو دوه بریدونه وکړل.

مجتبی بلوچ، چې په هغه وخت کې په پنجګور کې مېشت یو سیاسي فعال و، وویل، "د وزیر اعظم عمران خان چین ته د سفر څخه څو ساعته مخکې د فبرورۍ په ۲مه بریدونه د بیجینګ لخوا د [بلوچستان] د طبیعي زیرمو د کارولو په اړه د بلوچستان د خلکو د شکایتونو سره تړاو لري."

د خان دغه سفر د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو له پيلېدو سره سم و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500