تروريزم

په بلوچستان کې د چین پر ضد بغاوت په ایران کې د اورپکو د خوندي پټنځایونو لخوا تقویه شوی

د زرک خان او ای اېف پي لخوا

د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزنجو د فبرورۍ په ۶مه په بلوچستان صوبه کې د بېلتون غوښتونکو له خوا د څلورو ورځو بریدونو له پای ته رسېدو وروسته په نوشکي کې د خپل سفر په ترڅ کې د پوځي سرتېرو هرکلی کوي. [ای اېف پي]

د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزنجو د فبرورۍ په ۶مه په بلوچستان صوبه کې د بېلتون غوښتونکو له خوا د څلورو ورځو بریدونو له پای ته رسېدو وروسته په نوشکي کې د خپل سفر په ترڅ کې د پوځي سرتېرو هرکلی کوي. [ای اېف پي]

کويټه -- شنونکو او د قانون پلي کونکو چارواکو وویل، په بلوچستان کې د چین پر ضد په تاوتریخوالي کې تازه زیاتوالی په ایران کې د وسله والو ډلو لپاره د خوندي پټنځایونو سره تړاو لري.

پوځ د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵ مه) وویل، پاکستاني پوځیانو په بلوچستان صوبه کې د بېلتون غوښتونکو له خوا د څلورو ورځو بریدونو ته د پای ټکی کېښودو، او ويې ويل چې د ټول وژل شویو شمېر ۲۰ وسله وال او نهه پوځیان دي.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای) وسله والو د صوبې په نوشکي او پنجګور ضلعه کې د پوځ په پوسټونو دوه بریدونه وکړل.

پوځ وویل، د نوشکي برید د پنجشنبې په ورځ ناکامه شو، خو په پنجګور کې برید یوازې د شنبې په ورځ ناکامه شو.

د ګوادر د بندري ښار يو پخوانی عکس. شنونکي وايي چې په بلوچستان کې د پاکستاني خلکو له رضایت پرته د چین سرمايه کاري په صوبه کې مجموعي امنیتي وضعیت نور هم خرابوي. [زرک خان]

د ګوادر د بندري ښار يو پخوانی عکس. شنونکي وايي چې په بلوچستان کې د پاکستاني خلکو له رضایت پرته د چین سرمايه کاري په صوبه کې مجموعي امنیتي وضعیت نور هم خرابوي. [زرک خان]

پاکستان، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د بلوچستان د آزادۍ پوځ یو ترهګریز سازمان ګرځولی دی.

دا جګړه په داسې ورځو کې رامنځته شوه چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د بیجینګ د متنازعه ژمني اولمپیک د پرانیستلو لپاره چین ته په رسمي سفر تللی دی.

د جنورۍ په ۲۵مه، د بلوچستان د آزادۍ فرنټ (بي اېل اېف)، چې یوه بله منع شوې توکمیزه بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله ده، په کیچ ضلعه کې ۱۰ امنیتي پرسونل ووژل.

بلوچستان ملتپاله پوځ (بي اېن ای)، چې یوه نوې جوړه شوې وسله واله ډله ده، د جنورۍ په ۲۰مه په لاهور کې په يو مصروف مارکیټ کې د بمي چاودنې مسوولیت په غاړه واخیستو، چې پکې درې ملکي وګړي ووژل شول او تر ٢٥ څخه زيات نور ژوبل شول.

په بلوچستان کې بریدونو د کورنیو چارو وزارت دې ته اړ کړو چې د پنجشنبې په ورځ يې په ټول هېواد کې د خبردارۍ خبر خپور کړو او استخباراتي او قانون پلي کونکو ادارو ته یې د سختې څارنې امر وکړو.

بېلتون غوښتونکو په پراخه سویل لویدیځ صوبه کې له کلونو راهیسې بغاوت کړی او په دې يې غوسه څرګنده کړې چې د طبیعي سرچينو پراخې زېرمې یې خلک له غربت څخه نه خلاصوي.

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) پروژې، چې د چین د لوېدیځ شنجيانګ لرې پرته سیمه په بلوچستان کې د ګوادر ستراتیژیک بندر سره نښلوي، دا ادعاګانې راپورته کړي چې د سرمايه کارۍ پراخه جریان ځایي خلکو ته ګټه نه رسوي.

د ایران خوندي ځايونه

چارواکي وايي، تهران د پاکستان پولې ته څېرمه په خپله خاوره کې د وسله والو په پټنځایونو باندې سترګې پټوي او ترهګرو ته په بلوچستان کې د خپلواکۍ او بریدونو پيلولو اجازه ورکوي.

د صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو وویل، هغه اورپکو چې د چهارشنبې په ورځ يې په پنجګور او نوشکي کې امنیتي ځواکونه په نښه کړل ممکن د ایران خاوره استعمال کړې وي او له ایران څخه یې سفر کړی وي.

لانګو د پنجشنبې په ورځ د کویټې په پرېس کلب کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، "وسله وال هلته راځي او ځي، او دا ځل بریدونه شوي، تاسو پوهیږئ چې موږ له ایران سره ډېره اوږده پوله لرو."

چارواکو وويل، په بلوچستان کې وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ شکمنو کسانو نیولو په ځانمرګو بریدونو او په پاکستان کې د بې ثباته کولو فعالیتونو کې د ایران ښکېلتیا څرګنده کړې ده.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد چارواکو د سپتمبر په ۲۴مه د بلوچستان صوبې په تربت ضلعه کې د استخباراتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې د یوې ترهګرې ډلې د درېو تورنو غړو د نیولو اعلان وکړو چې د ايران سره يې اړيکې لرلې.

په کویټه کې قانون پلي کوونکي یو چارواکي وویل، "دا ګرفتارۍ د پاکستان په بندري ښار ګوادر کې د اګست په ۲۰مه په چینايي پرسونلو باندې د ځانمرګي برید په اړه د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه شوي دي."

هغه وویل، بلوچ وسله والو ډلو په میرجاوا او نورو ایراني سرحدي سیمو کې پټنځایونه جوړ کړي دي چې د بلوچستان صوبې مکران سیمې ته نږدې دي.

هغه وويل، "د مختلفو بلوچ وسله والو ډلو غړي چې په دغو پټنځايونو کې پټ دي په بلوچستان کې له بريدونو وروسته بېرته ايران ته تښتي."

په ګوادر کې د استخباراتو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته د سپتمبر په مياشت کې وویل، "دغه ځانمرګی بریدګر چې د اګست په ۲۰مه یې په --- ګوادر کې په چینايي کارمندانو باندې ځانمرګی برید کړی و د ایران له رامین سیمې څخه راوړل شوی و."

د پاکستان د سولې د مطالعاتو (پيپس) لخوا د خپور شوي کلني امنیتي راپور له مخې، ګڼ شمېر بلوچ بیلتون غوښتونکو ډلو په ۲۰۲۱ کال کې په صوبه کې ۷۱ ترهګریز بریدونه ترسره کړل، چې ۹۵ کسان پکې وژل شوې ول.

خېبر پښتونخوا د پاکستان یوازینۍ صوبه وه چې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه پکې شوي دي.

سي پېک اورپکۍ ته وده ورکوي

پداسې حال کې چې ایران بلوچ یاغیانو ته د پټېدو او بیا تنظیم کولو لپاره ځای ورکوي، چین د زیرمو څخه ډک بلوچستان کې د خپل سخت اقتصادي شتون له امله په دوی کې غوسه رامنځته کوي.

پارلماني غړي او کتونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ ګړندۍ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو څخه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې اغيزو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

بېجينګ په تېرو څو کلونو کې له پاکستان سره د څو مليارډو ډالرو په ارزښت د بنسټيزو پروژو تړونونه لاسليک کړي، چې د چين د نفوذ په اړه يې اندېښنې راپارولي او د چين له خوا د پاکستاني کارګرانو په پرتله خپلو اتباعو ته د زياتو پيسو ورکولو په اړه یې خفګان رامينځته کړی دی.

مجتبی بلوچ، چې په پنجګور کې میشته یو سیاسي فعال دی، وویل، "د فبرورۍ په ۲مه د وزیر اعظم عمران خان چین ته د سفر څخه څو ګهنټې مخکې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په اډو باندې بریدونه د بیجینګ لخوا د [بلوچستان] د طبیعي زیرمو د کارولو په اړه د بلوچستان د خلکو د شکایتونو سره تړاو لري."

هغه وويل، په بلوچستان کې د صوبې خلکو له مرضۍ پرته د چين سرمايه کاري په صوبه کې ټول امنيتي حالات نور هم خرابوي.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندیښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې په دې سره دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) د ۲۰۲۰ کال د جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر او د سندهو دېش انقلابي پوځ اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې دواړه [بلوچیان او سندهیان] د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سختې انديښنې لري.

په کراچۍ کې، وسله والو په نومبر ۲۰۱۸ کال کې د چین پر قونسلګرۍ برید وکړو، چې څلور تنه پکې ووژل شول.

په جون ۲۰۱۹ کال کې، څلورو ترهګرو هم په کراچۍ کې په پاکستان سټاک ایکسچینج برید وکړو، چې پکې درې امنیتي ساتونکي او یو پولیس وژل شوی و. د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیستو او ويې ويل، د چین کنسورشیم په پاکستان سټاک ایکسچینج کې ۴۰ فيصده برخه لري.

په ګوادر کې احتجاجونه د پاکستانیانو په معیشت او ورځني ژوند باندې د چین د نفوذ په اړه د دوی د اندیښنو يوه بله نښه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500