بشري حقونه

د چین په ملاتړ پروژو کې د پاکستاني کارکونکو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه احتجاجونه زيات شوي

پاکستان فارورډ

کارکونکي د سپتمبر په ۱۵ مه د هغه چينايي شرکت پروړاندې احتجاج کوي چې د خېبر پښتونخواه په ناران ضلعه کې د سوکي کناري هايډرو پاور سټیشن دنده پر غاړه لري. [پاکستان فارورډ]

کارکونکي د سپتمبر په ۱۵ مه د هغه چينايي شرکت پروړاندې احتجاج کوي چې د خېبر پښتونخواه په ناران ضلعه کې د سوکي کناري هايډرو پاور سټیشن دنده پر غاړه لري. [پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- د کارکونکو د حقونو ډلې او نړیوال څارونکي وايي، په پاکستان کې چینايي شرکتونه د کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه کوي او په هغو ځایونو کې د خونديتوب احتیاطونه له پامه غورځوي کوم چې د بیجینګ د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) برخه دي.

د چین لخوا په تمویل شويو پروژې کې دا ډول سرغړونې په ټول هیواد کې احتجاجونه راپورته کړي دي.

د سپتمبر په ۱۵ مه، په سلګونو کارکونکو د خېبر پښتونخواه په مانسهره ضلعه کې د سوکي کناري هايډرو پاور سټیشن جوړولو مسؤل چینايي شرکت پروړاندې په یو احتجاج کې د ناران - مانسهرې سړک بند کړو.

د دغه سټیشن، چې د ۱.۸ ملیارده ډالرو (۲۹۷ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) د انرژۍ پروژه ده، اصلي ټهيکه دار د چین ګیزوبا ګروپ شرکت لمیټډ دی، چې د چین په ووهان کې يو ساختماني شرکت دی.

په ۲۰۱۸ کال کې کارکونکي خانیوال ته نژدې د اېم ۴ موټروی په یوې برخې کار کوي. [پاکستان فارورډ]

په ۲۰۱۸ کال کې کارکونکي خانیوال ته نژدې د اېم ۴ موټروی په یوې برخې کار کوي. [پاکستان فارورډ]

يو تصوير د اګست په ۲۵ مه په مانسهره ضلعه کې هغه ودانۍ ښيي چې د چینایي شرکت سره تړاو لري. [پاکستان فارورډ]

يو تصوير د اګست په ۲۵ مه په مانسهره ضلعه کې هغه ودانۍ ښيي چې د چینایي شرکت سره تړاو لري. [پاکستان فارورډ]

سید صلاح الدین شاه، چې د کارکونکو د ډلې د شاهین کارکونکو اتحادیې مشر دی، وویل چې په سیمه کې د کورونا ویروس خپرېدو نه مخکې د يو څو معاهدو لاسلیک کولو سره، دې شرکت کارکونکو ته بنيادي حقونه نه دي ورکړي او ډیر یې له دندې څخه ويستلي.

د مانسهرې ضلعې چارواکو په پای کې کارکونکي په دې قانع کړل چې خپل احتجاج ختم کړي او سړک د ټريفيک لپاره خلاص کړي.

شاه وویل، "حکومتي چارواکو موږ ته ډاډ راکړو چې چینايي شرکت به له کارکونکو سره د خپلې معاهدې سرغړونه ونه کړي او ويستل شوي کارکونکي به سمدلاسه بيرته په ځای کړي."

په سلګونو کارکونکو د می په میاشت کې هم د چینایي شرکت پروړاندې احتجاج وکړو ځکه چې دغه شرکت د هغوی د حقونو څخه سرغړونه وکړه او هغوی يې په کرونا ویروس لاکډاون کې په کار کولو مجبوره کړل.

په اپرېل ۲۰۱۵ کال کې، چینایي او پاکستاني چارواکو يو درجن معاهدې لاسلیک کړې، چې په نتیجه کې به په راتلونکې عشره کې د ۴۶ ميليارده ډالرو (۷.۶ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ) چینایي سرمايه کاري وشي. اوس مهال په نورو وروستيو پروژو کې سرمايه کاري د ۶۰ ملیارده ډالرو (۹.۹ ټریلیونه روپۍ) پورې رسيدلې ده.

سرغړونې دوام لري

د چین لخوا په تمويل شوېو پروژو کې د کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه يوه عامه خبره ده.

د یوې مطالعې له مخې چې په هالنډ کې د لیډن يونيورسټۍ لخوا په ۲۰۱۹ کال کې خپره شوې وه، د مثال په توګه، کارګمارونکو د اېم ۴ موټروی، ۳۰۹ کلوميټره اوږده موټروی چې د چینایي سرمايه کارۍ پروژې د برخې په توګه جوړ شو و، د جوړولو په دوران کې د ساختماني کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه وکړه.

"دغه مطالعې له کارکونکو سره د مرکو په حواله وویل، "استخدام عموماً لفظي و ... د حقونو د تضمين لپاره هیڅ ډول قراردادونه شتون نه لري."

"د معاش په تادیاتو کې ستونزې وې، چې ډیرو موافقه وکړه چې کمې وې، د ځینو معاش کم کړی شوی و یا ناوخته ورته ورکړل شوی و."

کارکونکو راپور ورکړو چې دوی د خوندیتوب آلات او يا روزنه نه لرله.

د کارکونکو مشرانو په وینا، ډیرو چینایي شرکتونو کارکونکي په کورونا ويروس نارغۍ د اخته کيدو نه د خوندي ساتلو لپاره د خوندیتوب اقدامات پلي نه کړل.

د پاکستان د ودانیو او لرګیو کارکونکو فدراسیون (پي اېف بي ډبليو ډبليو)، چې په ټول هیواد کې د کارکونکو د حقونو يوه اداره ده، په چینایي ودانیزو پروژو کې د کارکوونکو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د پي اېف بي ډبليو ډبليو مشر عاصم عادل وویل، "په داسې حال کې چې د پاکستان ډیره برخه د لاکډاون په حال کې وه، ځینې کسانو په په مختلفو ځايونو کې کار کولو ته دوام ورکړی و، چې په دې کې د سوکي کناري هايډرو پاور سټیشن او کاروت هایډدرو پاور سټیشن شامل دي."

د کاروت هایډرو پاور سټیشن د پنجاب صوبې په راولپنډۍ ضلعه کې په جهلم سیند باندې او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې په کوټلي ضلعه کې د چین د انرژۍ تولیدولو یوه بله پروژه ده.

عادل وویل ، ځینې ځايونه د خوندیتوب احتیاطونه نه لري.

عادل وویل، "په دې ځايونو کې د کورونا د ويروس هيڅ ډول ټیسټ کول موجود نه و ... ټولنیز واټن د دندې او د کارکونکو په کمپونو کې هم ناممکنه دی، او شخصي حفاظتي وسایل لاهم ناکافي دي."

د چینایي نفوذ په اړه اندیښنې ډېريږي

دې ډول زیربنایي پروژو نه یوازې پاکستاني کارکونکي له خطر سره مخامخ کړي، بلکې په هیواد کې یې د چینایي نفوذ په اړه اندیښنې هم راپورته کړي دي.

پارلماني غړي او کتونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ ګړندۍ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

د چاغي ضلعې په سینډک سیمه کې، چینايي شرکتونو د تامبې او سرو زرو ذخیرې د ځایي، ملي یا نړيوالې څارنې نه بغير رايستلي دي.

ځايي اوسيدونکو او سياسي مشرانو ويلي دي چې د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف، د چینايي شرکتونو په ښوونې او روزنې، روغتيا، او یا په چاغي ضلعه کې په املاکو کې سرمايه کاري نه ده کړې.

د تهر صحرا سيمې اوسيدونکو په سند صوبه کې د هغه پروژو په وړاندې احتجاجونه کړي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري، وروسته له دې کله چې يوې مطالعې وښودله چې د دې نوښت لاندې د سکارو رايستلو پروژې به په سویلي آسیا کې د هوا لوی ککړونکی وي او سیمه ایز خلک به له جدي روغتیایي خطرونو سره مخ کړي.

په عين حال کې،په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله غوسې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) د جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر او د سندهو دېش انقلابي پوځ اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې [بلوچیان او سندهیان] دواړه د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سخت تحفظات لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500