تروريزم

په بلوچستان کې د ایران سره تړلي ترهګر مشکوک کسان د اقتصاد د خرابولو سره تړاو لري

د عبدل غني کاکړ لخوا

اوسیدونکي د اګست په ۲۰مه په ګوادر بندر کې د ځانمرګي برید د قربانیانو لپاره د جنازې مونځ کوي. [ای اېف پي]

اوسیدونکي د اګست په ۲۰مه په ګوادر بندر کې د ځانمرګي برید د قربانیانو لپاره د جنازې مونځ کوي. [ای اېف پي]

کويټه -- چارواکي وايي، په بلوچستان کې د ترهګرو شکمنو کسانو وروستیو نیولو په ځانمرګو بریدونو او په پاکستان کې د بې ثباتۍ په فعالیتونو کې د ایران ښکېلتیا څرګنده کړې ده.

د ترهګرۍ ضد چارواکو د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۲۴مه) اعلان وکړو چې د ایران سره د اړیکو په لرلو سره د ترهګرې ډلې درې تورن غړي نیول شوي دي.

دغه ګرفتارۍ د بلوچستان صوبې په تربت ضلعه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو په ترڅ کې تېره میاشت د یو ځانمرګي برید په اړه د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه وشوې.

په ګوادر کې د استخباراتو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "دغه ځانمرګي بریدګر چې د اګست په ۲۰مه د پاکستان په ګوادر ښار کې په چینايي کارمندانو باندې ځانمرګی برید کړی و، د ایران له رامین سیمې څخه راغلی و."

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد، د برید په وخت کې، دا بريد یو ځوان ځانمرګي بریدګر ته منسوب کړو چې خپل چاودیدونکي توکي یې هغه موټر ته نږدې وچول چې چینایان په کې سپاره وو کله چې دا د کبانو کالونۍ ته نږدې شو.

د پاکستاني چارواکو په وینا، پدې چاودنو کې څلور ماشومان وژل شوي ول او یو چینایي کس پکې ژوبل شوی و.

د استخباراتو يو چارواکي وویل، "د سپتمبر په ۲۴مه د تربت په اطرافو کې د تحقیقاتو وروسته، زموږ د استخباراتو ډلې لومړی يو ترهګر عارف، چې عرف يې نادر دی، ونيولو."

هغه وویل، د عارف څخه د ترلاسه شويو معلوماتو پراساس، د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) چارواکو د دې ډلې دوه نور غړي په یو کېمپ باندې د برید په ترڅ کې ونیول. دوی سپکې وسلې او چاودیدونکي توکي هم ونیولې.

دغه چارواکي وویل، "په ایران کې د ځانمرګو بریدونو په وروستیو څپو کې د ښکېل ایراني ډلې مشر د رسول بخش په نوم یو سړی دی، چې ویل کیږي د شیران چابهار اوسیدونکی دی."

هغه زیاته کړه، دې ډله په ګوادر کې په پرل کانټینینټل هوټل باندې په می ۲۰۱۹ کال کې د برید مسؤلیت پر غاړه لرلو. پدې برید کې د هوټل څلور کارمندان، د پاکستان د سمندري ځواکونو يو سرتیری او درې ترهګر وژل شوي ول.

د ایران سازشونه

د استخباراتو چارواکي د تازه ګرفتارو په اړه وویل، "دا یو مهم پرمختګ دی چې زموږ په سیمه کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ پروړاندې د روانو سازشونو په چوکاټ کې روښانه شوی."

هغه وویل، "د استخباراتو پر اساس په نښه شوي عملیات لاهم روان دي، او موږ پدې مسله کې د نورو پرمختګونو تمه لرو."

په کويټه کې يو لوړ پوړي امنیتي چارواکي محمد بلال وویل، "زموږ امنیتي ادارې د دښمن د ارادو د شنډولو لپاره سخت کار کوي، او دا مهال په ټوله صوبه کې یو لړ هدفي عملیات روان دي."

هغه وویل، "ایران باید دا یقیني کړي چې خاوره یې د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای نه دی."

هغه وویل، "پاکستان څو ځله ایراني چارواکو ته د پاکستان-ایران پولې ته څیرمه په ایراني سیمو کې د ترهګرو ځایونه په ګوته کړي دي، خو تر دې دمه پدې برخه کې هيڅ مهم پرمختګ نه دی شوی."

هغه وویل، "دا مسله د دوه اړخیزو اړیکو لپاره خورا مهمه ده." هغه زیاته کړه، ایراني چارواکي باید "د اوږدې او ناامنه پولې په اوږدو کې د غیر قانوني لارو [خوندي کولو] لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي چې زموږ په سیمه کې عمومي امنیتي وضعیت اغیزمن کوي."

هغه وویل، پاکستان تل د سولې لپاره هلې ځلې کړي او د ایران سره د پولې د خوندي کولو لپاره یې هرډول هڅې کړي دي.

هغه زیاته کړه، "په ایران کې د اورپکو کېمپونه په ګوته کوي چې ایراني ځواکونو د سولې ضد عناصرو ته چې په ګاونډیو هیوادونو کې په تخریبي فعالیتونو کې ښکېل دي آزاد واک ورکړی دی."

په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ کې د پاکستان او چین د مطالعاتو مرکز ډايريکټر او شنونکي طلعت شبير وويل، "دښمن هره ممکنه هڅه کوي چې د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې خنډ رامنځته کړي، له همدې امله د سولې پروسې په وړاندې سازشونه کیږي."

هغه وویل، "د سیمې د بدلیدونکي وضعيت ته په پام سره، دا د پاکستان لپاره مناسب وخت دی چې د خپلې پالیسۍ له سره بياکتنه وکړي، ځکه چې د ملي ګټو ساتنه اړینه ده او د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره تاکتیکي اقداماتو ته اړتیا ده."

له افغانستان څخه د ننګونو ډېرېدل

هغه وويل، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو افغانستان ونيولو، د پاکستان لپاره چيلنجونه زيات شوي دي.

"د پاکستان داخلي پالیسي باید د بدليدونکي وضعيت سره سمه وي ځکه چې دښمن تل زموږ په هیواد کې له غير يقيني حالت څخه ګټه پورته کړې ده."

د کويټې سنېټر کامران خان مرتضی وويل، "بلوچستان په ستراتیژیکي ډول د دې سیمې یوه خورا مهمه برخه ده او تل د هغو پراکسیانو لخوا بې ثباته شوی چې د پاکستان ضد ځواکونو په لاسونو کې لوبې کوي."

هغه وویل، "که په بلوچستان کې وضعیت خراب شي، دا به په ټول هیواد باندې مستقیم اغیز ولري." "د سولې ضد عناصر هڅه کوي چې دلته ګډوډي خپره کړي او پاکستان بې ثباته کړي، چې حکومت او د هیواد سیاسي مشران د دې د مخنيوي په برخه کې خپل رول لوبوي."

هغه وویل، "د اوسني بحران د قابو کولو لپاره جدي او اغيزمن اقداماتو ته اړتیا ده."

هغه زیاته کړه، "حکومت باید د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لپاره خپلې ټولې سرچینې وکاروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500