امنیت

بلوچ وسله والو په ايران کې په پلان شوي بريد کې ۵ پاکستاني سرتيري ووژل

د عبدل غني کاکړ لخوا

بلوچ وسله وال په دې تصوير کې ليدل کيدې شي، چې د براس لخوا د فبرورۍ په ۱۹ مه د پولې هاخوا د برید د مسؤلیت د ادعا کولو لپاره خپور شوی و. په دې بريد کې پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي ول. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

بلوچ وسله وال په دې تصوير کې ليدل کيدې شي، چې د براس لخوا د فبرورۍ په ۱۹ مه د پولې هاخوا د برید د مسؤلیت د ادعا کولو لپاره خپور شوی و. په دې بريد کې پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي ول. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

کویټه -- بلوچ وسله والو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۸ مه) ناوخته د بلوچستان په تربت ضلعه کې د ملېشې ځواکونو په کيمپ باندې برید وکړو چې لږ تر لږه پنځه امنیتي پرسونل یې ووژل او درې نور یې ژوبل کړل.

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس)، چې د وسله والو یوه ډله ده، د دې بريد مسؤلیت په غاړه واخیستو.

سهيل انجم، چې په تربت کې سينير امنیتي چارواکی دی، وویل، "د ۱۰ نه زیاتو بريد کونکو د دوو مختلفو اړخونو نه کيمپ له پرمختللو وسلو سره په نښه کړو."

هغه وویل، وروسته، وسله وال "د پیښې د ځای نه د ایران سرحدي سیمې ته وتښتیدل." هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د لټون عملیات پیل کړي دي.

انجم وویل، "تربت په بلوچستان کې یوه ډیره ناکراره سیمه ده، او موږ راپورونه لرو چې دا برید په ایران کې پلان شوی و او دا چې برید کونکي د ایران سره په سرحدي سیمه کې د ځایي خلکو لخوا لیدل شوي وو."

د انجم له مخې، چارواکو په تربت کې امنیتي انتظامات سخت کړي او په مکران ډويژن کې يې په ټولو داخلي او بهرنیو لارو کې اضافي سرتیري ځای په ځای کړي دي.

هغه زیاته کړه چې "وسله واله ډله براس غواړي په بلوچستان کې پرمختیا او بهرنۍ سرمايه کارۍ ته زيان ورسوي."

براس په څلورو منع شويو ډلو مشتمل دی -- د بلوچستان د آزادۍ پوځ، د بلوچستان د آزادۍ تنظيم، د بلوچستان جمهوري پوځ او د بلوچستان جمهوري ساتونکي.

دې ډله د تیر اپریل په میاشت کې د ګوادر ضلعې په اورمارا سیمه کې په یو بس باندې د برید مسؤليت لرلو، چې د پاکستان د سمندري ځواکونو او ساحل ساتونکو ۱۴ کارکونکي پکې وژل شوي ول.

د ایران ملاتړ

د پاکستان دفاعي او استخباراتي چارواکي وايي چې د ایران رژیم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځان د پاکستان د اتحادي په توګه ظاهر کړي خو د وسله والو ډلو په ملاتړ سره د هیواد امنیت په دوامداره توګه خرابوي.

په کویټه کې میشت د سیاسي چارو سينير کارپوه عبدالقیوم وکیل وویل، د ایران رژیم د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره په بلوچستان کې اورپکۍ ته لمن وهي.

هغه وويل، "ایران په ښکاره ډول د دوه اړخیزې همکارۍ د شرایطو سرغړونه کوي، او د پولې پورې غاړې دا ډول بریدونه زموږ د ملي امنیت پر وړاندې د ایران پلانونه نور هم ښکاره کوي."

هغه وويل، هغه وسله وال په بلوچستان کې په بهرنۍ سرمايه کارۍ باندې د بريدونو ترشا دي کوم چې د ايراني او نورو مخالفو رژيمونو سره تړاو لري.

هغه زیاته کړه، "د ځایي ملاتړ پرته، وسله وال زموږ په سرحدي سیمو کې داسې برید نه شي ترسره کولی ... دا اوس د وخت ضرورت دی چې حکومت د بهرنۍ سرمايه کارۍ په اړه په بلوچستان کې د ملتپالو ګوندونو انديښنې ختم کړي."

هغه وویل، په بلوچستان کې وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي.

هغه زیاته کړه، "تر ټولو مهمه دا ده چې امنیت تر هغه پورې نه شي تامین کیدی تر څو چې حکومت په دغه صوبه کې د ځمکنیو حقایقو پر بنسټ اغیزمن ګامونه نه وي پورته کړي."

ظهور عابد، چې په کويټه کې د کورنیو چارو وزارت یو سينير چارواکی دی، وويل، "په بلوچستان کې وروستي بریدونه په دغه صوبه کې د ترهګرۍ د نوي څپې يوه برخه ده ... د سولې مخالف عناصرو خپل د عمل پلان بدل کړی دی."

هغه په ایران رژیم دا تور ولګوو چې دا د پولې د خوندي کولو لپاره د پاکستان په څیر کوټلي ګامونه نه پورته کوي او په بلوچستان کې د پولې هغه غاړې ته د ترهګریزو کړنو اجازه ورکوي.

"صوبائي حکومت په صوبه کې د امنیتي میکانیزم بیا کتنه کوي او په حساسو سیمو کې د خوندي ښار پروژې هم په وروستي پړاو کې دي." "موږ ډاډه یو چې د خوندي ښار پروژې بشپړیدل به تر ډیره حده زموږ جامع امنیتي پلان ته ګټه ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500