ټولنه

د رېل د پروژې په معاشونو کې توپیر د پاکستاني کارکونکو او چینايي شرکتونو ترمینځ نوې شخړې په ګوته کوي

پاکستان فارورډ

د اورينج لاين ميټرو ټرين ساختماني کار د لاهور د تاریخي معمارۍ ځينو ښايسته او مثالي خزانو ته زيان رسولی دی. [پاکستان فارورډ]

د اورينج لاين ميټرو ټرين ساختماني کار د لاهور د تاریخي معمارۍ ځينو ښايسته او مثالي خزانو ته زيان رسولی دی. [پاکستان فارورډ]

لاهور -- هغه پاکستانیان چې په لاهور کې د چين له خوا جوړ شوی د رېل ټرانزیټ په کوچني سیسټم کې کار کوي وايي چې دوی د خپلو هڅو په بدل کې له ستونزو سره مخ دي.

د اورينج لاین میټرو ټرېن (اُو اېل ایم ټي)، چې د چین د بیلټ او سړک نوښت سره تړاو لري او د اکتوبر په وروستیو کې یې فعالیت پیل کړ، له مخکې نه له تورونو او تنقيد سره مخ دی چې هغه چینايي شرکتونه چې د ریل پټلۍ يۍ جوړه کړه د کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه وکړه او د کار کولو په ځای کې يې د خوندیتوب احتیاطونه له پامه وغورځول، چې په پايله کې ځينو کارکونکو ژوند له لاسه ورکړ.

د ګډوډۍ اولانجو نه ډکه په دغه پروژې کار په ۲۰۱۵ کال کې پیل شو.

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز لاندې د لومړۍ پروژې په توګه، اورينج لاين ميټرو ټرېن د چین د صادراتو او وارداتو بينک څخه د ۱.۶ ملیارده ډالرو (۲۵۶.۶ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) په قرضې سره تمویل شوې ده او د چین اسټیټ ریلوی ګروپ شرکت لمیټډ او د د چین شمالي صنعت کارپوریشن لخوا جوړه شوې ده. د ګوانګزو میټرو ګروپ، نورینکو انټرنېشنل او ډیوو پاکستان ایکسپریس بس سروس دا چلوي.

د هغه کسانو د معاشونو لیسټ چې د پاکستان دولتي چارواکو لخوا د پاکستان فارورډ سره شریک شوی دی. دغه پاڼه د چینايي کارکونکو لپارہ په یوان کې میاشتني معاشونه ښکاره کوي. دا د ۱.۲ ملیونه (۷۷۲۴ آمريکايي ډالره) څخه تر ۳.۶ملیونه (۲۲۲۰۳ آمريکايي ډالره) پورې دي. د پاکستاني کارکونکو میاشتني معاشونه له ۳۰۰۰۰ (۱۸۷ امريکايي ډالره) څخه تر ۶۲۵۰۰۰ (۳۹۰۰ آمريکايي ډالره) پورې دي. [پاکستان فارورډ]

د هغه کسانو د معاشونو لیسټ چې د پاکستان دولتي چارواکو لخوا د پاکستان فارورډ سره شریک شوی دی. دغه پاڼه د چینايي کارکونکو لپارہ په یوان کې میاشتني معاشونه ښکاره کوي. دا د ۱.۲ ملیونه (۷۷۲۴ آمريکايي ډالره) څخه تر ۳.۶ملیونه (۲۲۲۰۳ آمريکايي ډالره) پورې دي. د پاکستاني کارکونکو میاشتني معاشونه له ۳۰۰۰۰ (۱۸۷ امريکايي ډالره) څخه تر ۶۲۵۰۰۰ (۳۹۰۰ آمريکايي ډالره) پورې دي. [پاکستان فارورډ]

د تھر صحرا سیمې اوسیدونکي په اسلامکوټ کې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې د بې انصافۍ پر ضد احتجاج کوي چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره د تړلو پروژو له امله رامينځته شوې ده. په بلوچستان او سيند کې د چینايي نفوذ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې ناکراري رامینځته کوي. [پاکستان فارورډ]

د تھر صحرا سیمې اوسیدونکي په اسلامکوټ کې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې د بې انصافۍ پر ضد احتجاج کوي چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره د تړلو پروژو له امله رامينځته شوې ده. په بلوچستان او سيند کې د چینايي نفوذ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې ناکراري رامینځته کوي. [پاکستان فارورډ]

اوس، پاکستانیان چې په اورینج لاین میټرو ټرېن کې کار کوي تور لګوي چې دوی د خپلو چینایي همکارانو په پرتله د خپل کار لپاره خورا لږ معاش ترلاسه کوي.

د رسمي اسنادو له مخې چې د پاکستان دولتي چارواکو د پاکستان فارورډ سره شریک کړي دي، د دغه کارمندانو د معاشونو لیسټ چې په کې یې کار کولو دا په ګوته کوي چې چینايي کارمندان د پاکستانیانو په پرتله ډیر عاید ترلاسه کوي.

دغه پاڼه د چینايي کارکونکو لپارہ په یوآن کې میاشتني معاشونه ښکاره کوي. دا د ۱.۲ ملیونه (۷۷۲۴ آمريکايي ډالره) څخه تر ۳.۶ملیونه (۲۲۲۰۳ آمريکايي ډالره) پورې دي.

د پاکستاني کارکونکو میاشتني معاشونه له ۳۰۰۰۰ (۱۸۷ امريکايي ډالره) څخه تر ۶۲۵۰۰۰ (۳۹۰۰ آمريکايي ډالره) پورې دي.

علي، چې په اورینج لاین میټرو ټرين پروژې کې کار کوي، وويل، "مونږ چینايي کارمندانو ته د ښه معاشونو ورکولو خلاف نه یو ... خو د معاش توپیر خورا لوی دی او پاکستاني کارکونکي یې له مايوسۍ سره مخ کړي دي." هغه یوازې خپل لومړی نوم استعمال کړو ځکه چې هغه د مسلې په اړه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله.

د ۵۰ څخه د زیاتو کارکونکو مرګ

د معاشونو مسله د پاکستانیانو وروستي شکايتونه په ګوته کوي چې په هیواد کې یې په چینايي پروژو کار کړی -- اکثر په خطرناک او حتی په مرګوني حالاتو کې.

د رېل پروژه په ځانګړي ډول د شخړو سره مخ شوې ده.

د مشکوک خوندیتوب حالات د پروژې د جوړولو په دوران کې د لسګونو پاکستاني کارکونکو د ژوند اخيستلو لامل ګرځيدلی. سربیره پردې، کارکونکو د کلتوري فعالانو او اوسیدونکو لخوا احتجاجونو سره ډیر تاريخي ځایونه او د کم عاید استوګنځایونه ړنګ کړل چې د ټرانزیټ لارې لپاره ځای جوړ کړي.

د نومبر په میاشت کې د ګارډین ورځپاڼې له راپور سره سم، د ۵۰ نه زيات پاکستاني کارکونکي د اورینج لاین میټرو ټرين پروژه کې، چې ۲۷ کلوميټره اوږده د رېل پټلۍ ده، د کار کولو په دوران کې مړه شول.

په جون ۲۰۱۷ کال کې، څلور کارکونکي، چې د رېل په پروژه کې يې کار کولو، په لاهور کې د کرین څخه د راغورځيدلو وروسته ژوبل شول، په داسې حال کې چې په جنوري ۲۰۱۷ کال کې اووه کارکونکي په لاهور کې د کارکونکو لپاره په عارضي کور کې د اور لګیدلو له کبله مړه او له یو درجن څخه زیات ټپي شول.

په می ۲۰۱۶ کال کې، اووه کارکونکي هغه وخت مړه شول او ګڼ شمیر نور ژوبل شول کله چې په مانوال کې د دوی په عارضې ځای کې په ګودام کې يو دیوال راغوزار شو. د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په میاشت کې، دوه کارکونکي په چونګ سیمه کې په دغه پروژه کې دکار کولو په دوران کې د بجلۍ په کرنټ سره مړه شول.

د پروژې کارکونکو او د کار ډلو په منظم ډول د هغه کارکونکو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اندیښنه څرګنده کړې کوم چې د اورینج لاین میټرو ټرېن پروژې لپاره ګمارل شوي دي.

په دغه پروژه کې کار کونکي امجد بټ وویل، "لومړی د کارکونکو خوندیتوب تضمین کولو پرځای، چینايي شرکتونو د [کارکونکو] ژوند له خطر سره مخ کړ چې د اورینج لاین میټرو ټرېن د بشپړیدو نیټه پای ته ورسوي." په جولای ۲۰۱۶ کال کې ټولو پاکستاني کارکونکو په عارضي توګه په دې پروژې کار ودرولو ځکه چې دوی د خوندیتوب آلات نه وو ترلاسه کړي.

د محمد شریف يو خپل محمد جمیل وویل، چینایان د دې مسؤلیت پر غاړه لري ځکه چې دوی د کارکونکو لپاره خوندي چاپیریال نه و برابر کړی. محمد شريف په هغه اوو کسانو کې و چې په ۲۰۱۷ کال کې د اور له امله مړ شوی و.

جمیل هغه ځانګړی چینایی شرکت ښکاره نه کړو او ويې وويل، "خو له دې سره، دغه شرکت د وژل شويو کارکونکو کورنیو ته معاوضه نه ده ورکړې." "اورینج لاین میټرو ټرېن جوړ شوی، خو د بې ګناه کارکونکو له وینې سره."

په پاکستان کې د چین لخوا په تمويل شوېو پروژو کې د کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه يوه عامه خبره ده.

د یوې مطالعې له مخې چې د هالنډ په ليډن کې د لیډن يونيورسټۍ لخوا په ۲۰۱۹ کال کې خپره شوې وه، په يوې قضيه کې، کارګمارونکو د ايم ۴ موټروی، ۳۰۹ کلوميټره اوږده موټروی چې د چینایي سرمايه کارۍ پروژې د برخې په توګه جوړ شوی و، د جوړولو په دوران کې د کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه کړې.

"دغه مطالعې له کارکونکو سره د مرکو په حواله وویل، "استخدام عموماََ لفظي و ... او کارکونکو د حقونو د تضمين لپاره هیڅ ډول قراردادونه نه لرلو."

"د معاش په تادیاتو کې ستونزې وې، چې ډیرو موافقه وکړه چې کمې وې، د ځینو معاش کم کړی شوی و یا ناوخته ورته ورکړل شوی و." کارکونکو راپور ورکړو چې دوی د خوندیتوب آلات او يا روزنه نه لرله.

د سپتمبر په مياشت کې، په سلګونو کارکونکو د خېبر پښتونخواه په مانسهره ضلعه کې د سوکي کناري هايډرو پاور سټېشن جوړولو مسؤل چینايي شرکت پروړاندې په یو احتجاج کې د ناران - مانسهره سړک بند کړو.

د دغه پاور سټیشن، چې د ۱.۸ ملیارده ډالرو (۲۹۷ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) پروژه ده، اصلي ټهيکه دار د چین ګزوبا ګروپ شرکت لمیټډ دی، چې د چین په ووهان کې ساختماني شرکت دی.

د خطرناک کاري حالاتو او معاشونو له توپیرونو سره، د اورینج لاین میټرو ټرېن جوړولو د لاهور د معمارۍ ځینو خزانو ته زيان رسولی دی.

ځایي معمارانو او د میراث فعالینو او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د اورینج لاین میټرو ټرېن پروژې له امله ډیرو میراثي ځایونو ته د زیان رسیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې، په ځانګړي توګه شالامار باغونه، چې د مغل دور سرہ تعلق لري او د یونیسکو د نړۍ د میراث ځایونو په ليسټ کې دی.

د چینایي نفوذ په اړه مخ په زياتيدونکي اندیښنې

د پروژې د جوړولو په جریان کې، اوسیدونکو، سوداګرو او د مدني ټولنې فعالینو په منظم ډول د اورینج لاین میټرو ټرېن پروړاندې احتجاجونه وکړل او ويې وویل چې دغه عملې د رېل د پټلۍ لپاره د دوی کورونه او دوکانونه تباه کړل.

د وزیر اعظم جوړيدو څخه مخکې، عمران په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې په یو ټویټ کې د پنجاب په پخوانۍ حکومت تنقيد وکړو چې په هسپتالونو یا وینټیلېټرونو کې د سرمايه کارۍ کولو پرځای يې په دې پروژه کې سرمايه کاري کړې ده او د دې د فيصلې غندنه يې وکړه چې دا د جوړولو پرمهال د چاپیریال یا کلیدي تاريخي ځایونو ساتنه نه کوي.

دې ډول زیربنایي پروژو نه یوازې پاکستاني کارکونکي او تاريخي ځايونه له خطر سره مخامخ کړي، بلکې په هیواد کې یې د چینایی نفوذ په اړه اندیښنې هم راپورته کړي دي.

پارلماني غړي او کتونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ ګړندۍ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

د بلوچستان د چاغي ضلعې په سینډک سیمه کې، چینايي شرکتونو تامبه او سره زر د ځایي، ملي یا نړيوالې څارنې نه بغير رايستلي دي.

ځايي اوسيدونکو او سياسي مشرانو ويلي دي چې "د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف، د چین شرکتونو په ښوونې او روزنې، روغتيا، او یا په چاغي ضلعه کې په املاکو کې سرمايه کاري ونه کړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500