اقتصاد

د چین د بي آر آی پروژو کې ښکېل پاکستاني کارګران د سخت کووېډ محدودیتونو سره مخ دي

د زرک خان له خوا

کارګران په اسلام آباد کې د خښتو دیوال جوړوي. یوې وروستۍ څېړنې وموندل چې د چینایي شرکتونو لخوا ګمارل شوي په سلګونو کارکونکي د میاشتو لپاره د خپلو کاري ځایونو پریښودو څخه منع شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کارګران په اسلام آباد کې د خښتو دیوال جوړوي. یوې وروستۍ څېړنې وموندل چې د چینایي شرکتونو لخوا ګمارل شوي په سلګونو کارکونکي د میاشتو لپاره د خپلو کاري ځایونو پریښودو څخه منع شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

اسلام آباد -- په پاکستان کې چینايي شرکتونه په خپلو پاکستاني کارګرانو باندې د کوويډ-۱۹ اقداماتو پلي کولو په برخه کې د زغم ښودلو څخه ډډه کوي، چې پکې په جبري توګه لاک ډوانونه او د خپلو کورنیو څخه جلا کول شامل دي.

د یوې څېړنې له مخې، چې د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۱۴مه) د آسټرالیا نشراتي کارپوریشن (ای بي سي) لخوا خپره شوې وه، په پورټ قاسم کې د چین لخوا جوړ شوي د سکارو بجلۍ په پلانټ کې په سلګونو کارګرانو ته د ۲۰۲۰ کال د مارچ د مياشتې راهيسې امر شوی چې له اجازې پرته له پلانټ څخه ونه وځي.

یو پاکستاني انجینر چې په دې پروژه کې کار کوي ای بي سي ته وویل، "موږ ته اجازه نه راکړل کیږي چې کور ته لاړ شو، له خپلو عزیزانو سره ليدنه وکړو، خپل مذهبي یا کلتوري جشنونه ولمانځو، یا نور تعلیم ترلاسه کړو."

هغه وويل، "زموږ په ډېرو کسانو کې د ځان وژنې فکرونه رامنځته شوي دي، او له موږ سره د بنديانو په څېر چلند کېږي."

د ۲۰۲۰ کال د اګست په مياشت کې اخيستل شوی عکس د خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلعه کې د چینایي شرکت اړوند تاسیسات ښیي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ۲۰۲۰ کال د اګست په مياشت کې اخيستل شوی عکس د خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلعه کې د چینایي شرکت اړوند تاسیسات ښیي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

پولیس د سپتمبر په ۲۸مه په کراچۍ کې وروسته له هغه د غاښونو د کلینیک بهر راټولیږي کله چې په یو برید کې يو چینایي نژاده سړی په ډزو ووژل شو او دوه نور پکې ژوبل شول. [آصف حسن/ای اېف پي]

پولیس د سپتمبر په ۲۸مه په کراچۍ کې وروسته له هغه د غاښونو د کلینیک بهر راټولیږي کله چې په یو برید کې يو چینایي نژاده سړی په ډزو ووژل شو او دوه نور پکې ژوبل شول. [آصف حسن/ای اېف پي]

"موږ په خپل هېواد کې آزادي نه لرو."

یو بل کارګر د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "د کووېډ محدودیتونو په نوم، موږ اجازه نه لرو چې په یو وخت کې له درېو څخه تر پنځو میاشتو پورې له خپلې کورنۍ سره وګورو."

هغه وویل، دغه شرکت د خپلو چینایي کارکونکو سره بل ډول چلند کوي.

هغه وویل، "د چینايي کارګرانو په پرتله، پاکستاني کارګرانو ته د ټیټ کیفیت خواړه ورکول کیږي او طبي پاملرنې ته لاسرسی نه لري."

د چین د دولتي ملکیت پاور چاينه یوه سیمه ایزه څانګه دا پلانټ چلوي کوم چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پيک)، چې ​​د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)،​​د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي، يوه پاکستانۍ برخه ده.

ای بي سي راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ د کوويډ پالیسۍ په پلي کولو کې مرسته کوي.

د راپور له مخې، دا پالیسي دومره سخته پلي کیږي چې پاور چاينه د دې توان نلري چې په دغه ځای کې د اوسيدو لپاره ځایي ډاکټران وګماري چې د ناروغ کارمندانو درملنه وکړي ځکه چې پاکستاني ډاکټران نه غواړي چې دغه بندیزونه ومني.

پاکستان د مارچ په میاشت کې د کووېډ-۱۹ ټول بندیزونه لرې کړل.

ای بي سي راپور ورکړو، د بلوچستان په چاغي ضلعه کې د سینډک د تامبې او سرو زرو کان، چې د بي آر آی يوه بله پروژه ده، کې هم د چین د میټالرجیکل کارپوریشن (اېم سي سي) د کووېډ-۱۹ ورته اقدامات پلي کړي دي.

د چینایي شرکت لږ تر لږه ۱۰۰۰ کارګران له څو میاشتو راهیسې له خپل کان څخه له وتلو څخه منع شوي دي.

د فبرورۍ په وروستیو کې، د اغیزمنو کارګرانو د کورنیو غړو، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي، د پاليسۍ او د سړکونو، سکولونو او دوکانونو د بندېدو پروړاندې احتجاج وکړو.

د کور یوې مېرمنې زلیخا چې په ياده مظاهره کې یې برخه اخیستې وه، وویل، "چینايي شرکت د ځايي اوسېدونکو او کارکوونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی."

د هغې مېړه، چې د سینډک کان کيندونکی دی، ته له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د بندیزونو له امله اجازه نده ورکړل شوي چې کور ته لاړ شي.

د ای بي سي د تحقیقاتو له مخې، ډېرو کسانو ویره لرله چې خپله دنده به له لاسه ورکړي که چېرې دوی حتی بهر ته د تګ لپاره د اجازې غوښتنه وکړي.

د پاکستان د پرمختیایي اقتصاد د انسټیټیوټ په وینا، په پاکستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د بیکارۍ کچه ۶.۵ فيصده لوړه شوه. اوس مهال د پاکستان له ۳۱ فيصد څخه زیات ځوانان بې روزګاره دي.

د معاشونو توپیرونه

د پاکستاني کارګرانو ډلو له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې چینايي شرکتونه په دې تورن کړي دي​​چې د کارکونکو د حقونو څخه سرغړونه​​کوي او په هغو ساحو کې چې د بي آر آی برخه ده د خوندیتوب احتیاطونه له پامه غورځوي.

دې ډول سرغړونو په ټول هیواد کې احتجاجونه راپورته کړي دي.

د یوې مطالعې له مخې چې په هالنډ کې د لیډن يونيورسټۍ لخوا په ۲۰۱۹ کال کې خپره شوې وه، په يوې قضيه کې، کارګمارونکو د M4 موټروې، چې ۳۰۹ کلوميټره اوږده موټروې ده چې د چینایي سرمايه کارۍ پروژې د برخې په توګه جوړه شوې ده، د جوړولو پرمهال د ساختماني کارکونکو له حقونو څخه سرغړونه وکړه.

په دغه مطاله کې د کارمندانو سره د ساحوي مرکو په حواله ويل شوي، "د معاش په تادیاتو کې ستونزې وې، چې ډېرو موافقه وکړه چې کمې وې، د ځینو معاشونه کم کړی شوي ول یا ناوخته ورته ورکړل شوي ول."

په ياده مطالعه کې ويل شوي، "کارکونکو راپور ورکړو چې دوی د خوندیتوب آلات او يا روزنه نه لرله."

په لاهور کې، د اورنج لاین میټرو ټرین (اُو اېل اېم ټي)، چې د بي آر آی برخه ده، د تورونو په ترڅ کې له نيوکو سره مخ شو چې چینایي شرکتونو چې د اروګاډي پټلۍ يې جوړه کړې وه​​د کارګرانو حقونه یې تر پښو لاندې کړل​​او په ساختماني ساحو کې يې د خوندیتوب احتیاطونه له پامه وغورځول، چې په پایله کې د ځينو کارګرانو د مرګ لامل وګرځيدو.

د رسمي اسنادو له مخې چې د پاکستان حکومتي چارواکو په ۲۰۲۰ کال کې شریک کړې ول، د هغو کسانو د معاشونو لیست چې په OLMT کې یې کار کوو دا هم په ډاګه کړه چې چینایي کارمندانو د خپلو پاکستاني همکارانو په پرتله ډېر عاید ترلاسه کړی و.

دغه پاڼه د چینايي کارکونکو لپارہ په یوآن کې میاشتني معاشونه ښکاره کوي. دا د ۱.۲ میلیونو روپيو (۵۴۶۰ آمريکايي ډالره) څخه تر ۳.۶ میلیونو روپيو (۱۶۳۸۲ آمريکايي ډالرو) پورې وو.

د پاکستاني کارګرو میاشتني معاشونه له ۳۰۰۰۰ روپیو (۱۳۶ آمريکايي ډالره) څخه تر ۶۲۵۰۰۰ روپيو (۲۸۴۴ آمريکايي ډالره) پورې و.

د چینایي نفوذ په اړه مخ په ډېرېدو اندیښنې

د بیجینګ د څو ملیارده ډالرو زیربنایي پروژو لپاره د اسلام آباد سره د خپلې ګټې لپاره تړنونه او د ځایي کارمندانو سره ناوړه چلند ​​په پاکستان کې خپګان او احتجاجونه​​رامنځته کړي دي.

په پاکستان کې د چینایانو نفوذ بې ساري وده، په ځانګړې توګه په بلوچستان او سند صوبو کې -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې د جدي ناکراریو لامل شوی.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې لامله یې دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

پولیسو وویل، د سپتمبر په ۲۸مه، په کراچۍ کې په یو برید کې یو وسله وال یو کس ووژلو او دوه نور چینایي کسان يې ژوبل کړل.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې​​ د بلوچ راجي آجويې سنګر (براس)​​ یوه برخه ده، په کراچۍ کې په یوه دولتي يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې د درېو چینایي ښوونکو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د بي اېل ای بېلتون غوښتونکو د فبرورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې ​​د پوځ په دوو پوسټونو بریدونه وکړل​.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500