اقتصاد

په پاکستان کې د چین استحصالي ځانګړي اقتصادي زونونه ناکرارۍ ته لمن وهي

د زرک خان له خوا

د پاکستان د اسعارو یو پلورونکی په کویټه کې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۳مه د چینايي یوان په مقابل کې د یو پيرودونکي انتظار کوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

د پاکستان د اسعارو یو پلورونکی په کویټه کې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۳مه د چینايي یوان په مقابل کې د یو پيرودونکي انتظار کوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

اسلام آباد -- کارپوهان وايي، د پاکستان د چین په ملاتړ ځانګړي اقتصادي زونونه (SEZs) د اوږدې مودې راهیسې په هېواد باندې اقتصادي بار دی او ​​سیمه ایزو احتجاجونو او ناکرارۍ​​ ته يې وده ورکړې ده.

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) لاندې، چې ​​د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)،​​چې د يو کمربند يو سړک (اوبور) په نوم هم يادېږي، يوه پاکستانۍ برخه ده، بېجينګ په پاکستان کې د نهو ځانګړو اقتصادي زونونو په پراختيا کې سرمايه کاري کړې ده.

هر ځانګړی اقتصادي زون د صنعتي ودې د هڅو د یوې برخې په توګه په پاکستان کې د نورو سیمو په پرتله د اقتصاد او مالیې خورا نرمې پالیسۍ لري.

خو د نهو وړاندیز شویو ځانګړيو اقتصادي زونونو څخه، یوازې په څلورو -- نوشهره (خیبر پښتونخوا) د رشکۍ اقتصادي زون؛ د چین ځانګړې اقتصادي سیمه، ډهبېجي (سیند)؛ د بوستان صنعتي زون، کویټه (بلوچستان)؛ او علامه اقبال صنعتی ښار، فیصل آباد (پنجاب) -- کې معقول پرمختګ شوی دی.

والیریو فابري، چې د جیو ستراتیژیک شنونکی دی او په چین تمرکز کوي، د اګست په میاشت کې يوې څېړنيزې ادارې جيو پوليټيکا ډاټ انفو ته وویل، "د دې [ځانګړيو اقتصادي زونونو] پروژو په ډېره برخه کې د بیجینګ لخوا د تمدید شوي ملاتړ شرایط خورا مشروط یا ډېر استحصالي دي."

هغه وويل، "په پاکستان کې د طبيعي منابعو او د مزدورانو د ګټو په بيه د زياتې ګټې د يقيني کولو لپاره د بيجينګ د پاليسۍ سره سم، هغه چينايي شرکتونه چې د ځانګړيو اقتصادي زونونو په پرمختګ کې ښکېل دي ... په منظمه توګه د ځايي احتجاجونو سره مخ دي."

هغه زیاته کړه، "د خپل هېواد په صنعتي برخه کې د چینایي پانګونې په اړه د عامو پاکستانیانو مایوسي د دوی لپاره د روزګار فرصتونو د نشتوالي یا د نورو پام وړ ګټو له امله کیدی شي."

"سیمه ایز کارکوونکي او د سوداګرۍ مالکان د چینایي طرزالعمل په اړه هم اندېښمن دي چې په ندرت سره د ځایي سوداګرۍ سره شراکت کوي یا ګډې پروژې ترسره کوي."

فابري ولیکل، "چینایي پانګوال زياتره په بشپړه توګه کنټرول شوي سوداګرۍ ته ترجيح ورکوي چې دا به په محلي سوداګرۍ او دندو کې د لا ګډوډۍ رامنځته کولو معنی ولري."

استحصالي کړنې

د پرمختګ د نشتوالي سربېره، چینایي شرکتونو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په هېواد کې د چین په ملاتړ په ځانګړيو اقتصادي زونونو کې د ۲۰ کالو لپاره د مالیې معافیت ورکړي.

یانګ جیانګو، چې د ټول پاکستان د چینایي شرکتونو اتحادیې (APCEA) مشر دی، يوې پاکستانۍ ورځپاڼې ډېلي ټایمز ته د اګست په میاشت کې وويل، "یوازې نرمې پاليسۍ کولی شي ځینې ګټې رامینځته کړي او ډېر پانګوال راجلب کړي چې د نورو احتمالي هېوادونو پر ځای پاکستان غوره کړي."

اقتصاد پوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول اقدام یو جال کیدی شي.

شکور علي، چې په کراچۍ کې مېشت څیړونکی دی او د پاکستان په کار بازار باندې تمرکز کوي، وویل، "له یوې خوا، دوی د مالیاتو د معافیت غوښتنه کوي، او له بلې خوا، د سي پېک په اړه شخصي شکایتونه شتون لري چې د کار د ژمنو سربېره د چینایي کارګرانو په ګمارلو سره د کار بازار کموي."

هغه وویل، "د چین لخوا د قرض پیسو په ورکولو سره د ځانګړيو اقتصادي زونونو پراختیا لپاره پروژه به د پاکستان اقتصاد ته زیان ورسوي او بیجینګ ته به وړتیا ورکړي چې په هېواد کې​​د قرض جال له ډیپلوماسۍ څخه ګټه پورته​​کړي."

عبدالجبار، چې په کراچۍ کې د کارګرانو د حقونو فعال دی، وویل، "د کارګرانو د ملاتړ ډلې اندېښمنې دي چې چینايي شرکتونه به په پاکستان کې د چین په ملاتړ په ځانګړيو اقتصادي زونونو کې هم د حقونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي."

جبار وویل، چینایي شرکتونه په هغو سیمو کې چې دوی پکې فعالیت کوي، په تعلیم، روغتیا یا زیربناوو کې سرمايه کاري نه کوي.

د پاکستاني کارګرانو ډلو له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې چینايي شرکتونه په دې تورن کړي دي​​چې د کارکونکو د حقونو څخه سرغړونه​​کوي او په هغو ساحو کې چې د سي پېک برخه ده د خوندیتوب احتیاطونه له پامه غورځوي.

د​چین لخوا په تمویل شويو پروژو​​کې دې ډول ناوړه چلند په ټول هېواد کې احتجاجونه رامنځته کړي دي.

ځانګړي اقتصادي زونونه هم په نورو مسلو کې ښکېل شوي، چې پکې ​​د ځایي خلکو څخه د ځمکې په زور اخيستل او خفيه استملاک شامل دي​​.

په ګلګت بلتستان کې، یوه سیمه چې د چین د مسلمان اکثریت شنجيانګ اویغور خودمختاره سیمې سره ګډه پوله لري او د بي آر آی دروازه ده، فدرالي حکومت په دغه سیمه کې د موقپونډاس ځانګړي اقتصادي زون لپاره تقريباََ ۲۵۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

په دغه سیمه کې د مدني ټولنې ډلو او د حقونو فعالانو د چینایي شرکتونو لخوا​​د اضافي ځمکې د استملاک​​پروړاندې مخالفت کړی دی.

ناکراري رامنځته کول

په کویټه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، ځکه چې هغه د رسنيو سره د خبرو کولو اجازنه نه لرله، چې "د ځانګړيو اقتصادي زونونو پراختیا او پلي کول به په هېواد کې د قانون او نظم وضعیت نور هم خراب کړي."

د چیني کيمونسټ ګوند د څو ملیاردونو ډالرو د زیربنایي پروژو لپاره له پاکستان سره معاهدې کړي، چې په هېواد کې د چین د نفوذ په اړه اندېښنې راپورته کوي.

پارلماني غړي او کتونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ ګړندۍ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه په دې هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې لامله یې دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې​ د بلوچ راجي آجويې سنګر (براس)​ یوه برخه ده، په کراچۍ کې په یوه دولتي يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې د درېو چینایي ښوونکو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د بي اېل ای بېلتون غوښتونکو ​د فبرورۍ په میاشت کې هم د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ په دوو پوسټونو بریدونه وکړل​​.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500