تروريزم

اندیښنې مخ په ډيريدو دي ځکه چې بلوچ او سندهي وسله وال د چینایي اغیز پروړاندې يو ځای کيږي

د عبدل غني کاکړ لخوا

په جولای ۲۰۱۹ کال کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر يو منظر. [عبدالغني کاکړ]

په جولای ۲۰۱۹ کال کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر يو منظر. [عبدالغني کاکړ]

کویټه -- په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله غوسې بلوچ او سندهي وسله وال په دې هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي. .

بلوچ راجي اجويي سنګر د جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) او د سندهو دېش انقلابي پوځ (ايس آر ای) اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې دواړه [بلوچیان او سندهیان] د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سخت تحفظات لري.

بلوچ راجي اجويي سنګر يو نوی سازمان دی چې په څلورو منع شويو ډلو مشتمل دی -- د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، د بلوچستان د آزادۍ تنظيم (بي اېل ايف)، د بلوچستان جمهوري پوځ (بي آر ای) او د بلوچستان جمهوري ساتونکي (بي آر جي).

د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي ايل ای) په تیرو کلونو کې څو ځله په پاکستان کې زیربنایي پروژې او چینايي کارکونکي په نښه کړي دي، چې په دې کې په ۲۰۱۸ کال کې په کراچۍ کې د بیجینګ په قونسل خانه باندې یو برید شامل دی، چې څلور کسان پکې وژل شوي ول.

دلته هغه انلاین بینر ښودل شوی چې د جولای په میاشت کې د بلوچ او سندھي وسله والو سازمانونو له خوا د دوی د ایتلاف په اړه خبریالانو ته لیږل شوی و. [د عبدالغني کاکړ نه په مننه]

دلته هغه انلاین بینر ښودل شوی چې د جولای په میاشت کې د بلوچ او سندھي وسله والو سازمانونو له خوا د دوی د ایتلاف په اړه خبریالانو ته لیږل شوی و. [د عبدالغني کاکړ نه په مننه]

د دې کال په جون کې، بي ايل ای د پاکستان سټاک ایکسچینج د برید مسؤلیت په غاړه واخیستو چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

څلور وسله وال ايکسچينج ته ورورسيدل، ډزې یې وکړې او یو لاسي بم یې وغورځولو، خو پخپله په ډزو باندې د وژلو نه مخکې يې درې امنیتي ساتونکي او یو پولیس ووژلو.

بي ايل ای د برید مسوليت پر غاړه واخيستو او ويې ويل چې دغه برید نه یوازې د پاکستان اقتصاد په نښه کولو بلکې په بلوچستان کې د چین د استحصالي پلانونو په ځواب کې د چین پر اقتصادي ګټو يو برید و.

تمه کيږي چې بغاوت به زيات شي

په اسلام آباد کې د دفاع يو سينير کارپوه، لفټیڼټ جنرل (ریټایرډ) طلعت مسعود خبرداری ورکړو چې د وسله والو ډلو اتحاد به "ګډوډ حالت رامینځته کړي او په سیمه کې به امنیتي چيلنجونه زيات کړي."

هغه وويل، "زه فکر کوم چې د پاکستان حکومت باید ځمکني حقایق له سره وڅېړي. په سند او بلوچستان کې د سیاسي او قانون او نظم بدلیدونکی وضعیت دې ته اړتيا لري چې مسلې په جمهوري ډول سمبال شي، نه چې د زور له لارې."

هغه زياته کړه، "د وخت اړتیا دا ده چې د خلکو او حکومت تر منځ د فاصلې د کمولو لپاره هڅې وکړو. "د وخت ضایع کولو پرځای، حکومت باید په سیمه کې د چین د نفوذ په اړه د سیاسي ګوندونو تحفظات ختم کړي."

هغه وويل، "د دې اتحاد سره، احتمال شتون لري چې بغاوت به دلته په راتلونکو ورځو کې ډیر شي، او ناکراري هم په روانه بهرنۍ سرمايه کارۍ منفي اغیزه کولی شي."

طلعت شبير، چې په اسلام آباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټوټ کې د پاکستان او چین د مطالعاتي مرکز ډايريکټر دی، وويل چې د دواړو ډلو ملګرتیا به خطرناکې پایلې ولري.

هغه وویل، "د بلوچ او سندهي وسله والو سازمانونو تر منځ اتحاد به د سیمې بشپړ امنیت له خطر سره مخامخ کړي."

شبير زياته کړه، انديښنې شتون لري چې بهرني هيوادونه د پاکستان ضد بلوچ وسله والو ډلو سره مرسته کوي چې په بلوچستان کې بهرنۍ سرمايه کارۍ ته زيان ورسوي."

شبیر وویل، "زما په اند، دا پوښتنه نشته چې د پاکستان په کورنیو چارو کې بهرنۍ لاسوهنه شتون لري. زموږ مختلفې کمزورۍ تل د هیواد دښمنانو د خپلو ګټو لپاره کارولي دي."

هغه زیاته کړه، "د سولې ضد ډلو تر منځ اتحاد یوه نوې لوبه ښیي چې په کې د ملتپالنې کارډ خورا مهم دی."

هغه وویل، په سیمه کې د وضعیت له خرابیدو څخه د مخنیوي لپاره، د پاکستان حکومت بايد "هغه تحفظات ختم کړي کوم چې په بلوچستان کې د چینایي سرمايه کارۍ پروړاندې له ملي لرلید سره رامينځته کيږي."

شبیر وویل، "د دولت ضد عناصر د لسیزو راهیسې دلته خپل وسايل کاروي چې پاکستان په داخلي توګه کمزوری کړي. د یوې منظمې اجنډې لاندې يو چاپیریال رامینځته کیږي چې بهرنيو سرمايه کارانو ته دلته د ناامنۍ احساس ورکړي."

د چینايي سرمايه کارۍ په اړه اندیښنې

په بلوچستان کې د چین سرمايه کارۍ په ګوادر باندې تمرکز کړی دی، چیرې چې د ژورو اوبو بندر جوړول د چین يوه ستره پروژه ده. .

د بلوچستان د ملي ګوند مرکزي نايب صدر ملک عبدالولي وويل، "ګوادر د بلوچيانو د تاريخ او د شناخت سره تړاو لري، نو ځکه یې اهمیت د بلوچ ملت لپاره د اقتصادې اهميت نه زيات دی."

هغه زیاته کړه، "د وسله والو ډلو ترمنځ نوی اتحاد د پاکستان حکومت پروړاندې يو غبرګون دی چې په دواړو صوبو کې چینايي سرمايه کارۍ ته اجازه ورکوي."

رحمت علي بلوچ، چې د بلوچستان د ملي ګوند مرکزي مشر دی، وویل چې په بلوچستان کې د چینايي سرمايه کارۍ په اړه د بلوچيانو اندیښنې په بشپړ ډول له پامه غورځول کیږي، او ځایي اوسیدونکي دا سرمايه کاري د دوی د شناخت او ملي ګټو پر خلاف ګڼي.

هغه وویل، "د عامه رضایت پرته په بلوچستان کې د چین سرمايه کاري د دې صوبې عمومي وضعیت لا نور هم خرابوي."

هغه زیاته کړه، "د پاکستان حکومت باید په بلوچستان کې د چینايي سرمايه کارۍ په اړه د ملتپالو ګوندونو اندیښنې ختم کړي."

محمد ساجد، چې د بلوچستان ملي ګوند پخوانی مرستيال دی، د دغه احساس څرګندونه وکړه.

هغه وويل، "زه فکر نه کوم چې زموږ خلک هیڅکله په دې صوبه کې د سرمايه کارۍ مخالف پاتې شوي دي، خو د دوی ریښتیني تحفظات د چینایي سرمايه کارۍ په اړه دي، چې دوی یې د لسیزو راهیسې دلته ګوري."

هغه زياته کړه، "که چیرې فدرالي حکومت په بلوچستان کې بغاوت ختمول غواړي، نو دا باید په صوبه کې د چینايي سرمايه کارۍ په اړه د خپلۍ پالیسۍ له سره بياکتنه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500