سوداګري

د سرو زرو په کان کې د اختلاس تورونه له بیجینګ سره یو اړخیز تړونونه په ګوته کوي

د زرک خان لخوا

لارۍ په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د جنوبي سیند صوبې د تهرپارکر ضلعې په دښته کې په اسلام کوټ کې د کان کیندنې په یو ځای کې خاوره انتقالوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

لارۍ په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د جنوبي سیند صوبې د تهرپارکر ضلعې په دښته کې په اسلام کوټ کې د کان کیندنې په یو ځای کې خاوره انتقالوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

اسلام آباد -- یو وکیل په دې وروستیو کې صوبايي پارلمان ته خبر ورکړو، د چین یو دولتي شرکت د بلوچستان په چاغي ضلعه کې د سیندک د تامبې او سرو زرو کان په پروژه کې د ۷ ملیارده پاکستانۍ روپيو (۲۶ ملیونه آمريکايي ډالره) څخه زیاتې پټې کړې دي.

يادې څرګندونې د يو اړخيزه تړونونو په اړه بحث راپورته کړو چې اسلام آباد له بیجینګ سره لاسلیک کړي دي.

له چاغي ضلعې څخه په ولسي جرګه کې د ولسي جرګې غړي محمد عارف محمد حسني وويل، چينايي کمپنۍ د دغه صوبې سرچينې لوټي او له حساب ورکولو پرته يې په مليونونو ډالره اختلاس کړي دي.

حسني تېره هفته د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل، "د بلوچستان حکومت د چینايي شرکتونو په وړاندې هېڅ اقدام نه کوي ځکه چې دا ویره لري چې بیجینګ به په غوسه شي او دا به د چین او پاکستان اړیکې متاثره کړي."

د پاکستان امنیتي پرسونل د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۱۱مه په دالبندین سیمه کې د ځانمرګي برید د ځای معاینه کوي. دغه برید د چینایي انجینرانو یو بس په نښه کړو چې د معدنياتو په يو پروجيکټ کې کار کوي، چې د دوو چینایي اتباعو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان پکې ژوبل شول. [علي رضا/ای اېف پي]

د پاکستان امنیتي پرسونل د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۱۱مه په دالبندین سیمه کې د ځانمرګي برید د ځای معاینه کوي. دغه برید د چینایي انجینرانو یو بس په نښه کړو چې د معدنياتو په يو پروجيکټ کې کار کوي، چې د دوو چینایي اتباعو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان پکې ژوبل شول. [علي رضا/ای اېف پي]

هغه وویل، "د پاکستان حکومت، اسمبلي او د احتساب ملي بیورو (نېب) [چې د پاکستان د کرپشن ضد اداره ده] د چین په کرپشن کې شریک ګڼل کیږي ځکه چې دوی د چینایي کمپنيو لخوا د بلوچستان د سرچینو د لوټلو په اړه خاموشه دي."

یو اړخیز تړونونه

د حسني تورونو یو ځل بیا د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، ​​چې د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)​​يوه پاکستانۍ برخه ده، چې د بي آر آی د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم پيژندل کيږي، لاندې د چین او پاکستان تر منځ يو اړخيز مالي تړونونه په ګوته کوي.

حکومتي چارواکي او اقتصاد پوهان وايي، قرضې او د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ مالي تړونونه د ​پاکستان د روان اقتصادي بحران ​​تر شا یو لوی عامل دی.

د چاغي ضلعې د سیندک په سیمه کې، د سیندک د تامبې او سرو زرو کان پروژه په ۲۰۰۲ کال کې د چین د فلزاتو کارپورېشن (اېم سي سي) ته په اجاره ورکړل شوه، چې د چین د فلزي ګروپ کارپورېشن یوه ذيلي کمپني ده.

تېر کال، اسلام آباد د نورو ۱۵ کلونو لپاره ياده اجاره وغځوله، کله چې يې تمه لرله چې سرچینې به کمې شي.

په کویټه کې د کانونو یو شنونکي ظهیر بلوچ وویل، "چینایي کمپنۍ د سیندک له کانونو څخه د تامبې او سرو زرو زیرمې د ځايي، ملي یا نړېوالې څارنې نه بغېر ویستلې دي."

هغه وویل، د​​چينايي شرکتونو د پيسو د اختلاس په اړه د حسني تورونه​نوي نه دي.

بلوچ وویل، "په بلوچستان کې هرڅوک د اسلام آباد په پالیسۍ نیوکه کوي چې چینایي کمپنيو ته اجازه ورکوي چې د څه حساب پرته سرچینې لوټ کړي."

د کار غیر انساني کړنې

د سیندک اوسیدونکو هم ورته اندېښنې شریکې کړې او د اېم سي سي د غیر انساني کاري کړنو په اړه یې شکایت وکړو.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په وروستیو کې د څو ورځو راهیسې، اوسیدونکو د ښځو په مشرۍ د سیمه ایزو کارکونکو په وړاندې د غیر انساني کړنو او د سړکونو، سکولونو او دوکانونو بندولو له کبله د اېم سي سي په وړاندې یو لوی احتجاج وکړو.

د کور یوې مېرمنې زلیخا چې په مظاهره کې یې برخه اخیستې وه، وویل، "چینايي شرکت د ځايي اوسېدونکو او کارکوونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی."

د هغې میړه، چې د سیندک په کان کې کار کوي، د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کورونا ویروس ناروغۍ اړوند احتیاطونو په نوم خپل کور ته د تلو څخه منع شوی و.

هغې وويل، ځايي اوسېدونکي حتی نشي کولی چې د علاج لپاره سيندک هسپتال ته لاړ شي.

د پاکستاني کارګرانو ډلو له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې چینايي شرکتونه په دې تورن کړي دي​​چې د کارکونکو د حقونو څخه سرغړونه​​کوي او په هغو ساحو کې چې د بي آر آی برخه ده د خوندیتوب احتیاطونه له پامه غورځوي.

په بلوچستان کې د چینايي نفوذ خورا پراخه وده -- په داسې حال کې چې چینايي کمپنۍ د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په ځايي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندېښنه نه لري -- د جدي ناکرارۍ لامل کرځيدلی دی.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، او په سیمه کې تاوتریخوالی زيات کړي او د سي پېک ځايونه په نښه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500