امنیت

د بلوچ بېلتون غوښتونکو لخوا په لاهور کې د مرګونې چاودنې له ادعا وروسته پاکستان خورا محتاط دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

امنیتي پرسونل د یوې بمي چاودنې د ځای معاینه کوي چې په لاهور کې یې د جنورۍ په ۲۰مه د ګڼې ګوڼې په سوداګريزه ضعله کې درې کسان ووژل او ۲۲ نور کسان یې ژوبل کړل. [عارف علي/ای اېف پي]

امنیتي پرسونل د یوې بمي چاودنې د ځای معاینه کوي چې په لاهور کې یې د جنورۍ په ۲۰مه د ګڼې ګوڼې په سوداګريزه ضعله کې درې کسان ووژل او ۲۲ نور کسان یې ژوبل کړل. [عارف علي/ای اېف پي]

لاهور -- پولیسو وويل چې د پاکستان په مرکزي ښار کې د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱مه) امنيت یوه ورځ وروسته له هغې لوړ شو کله چې د لاهور په ختیځ ښار کې د یوې چاودنې له امله درې کسان ووژل او ۲۲ نور کسان ژوبل شول.

دغه هېواد د دسمبر له میاشتې راهیسې د یو لړ چاودنو او بریدونو سره مخ شوی دی کله چې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ اوربند پای ته ورسیدو.

خو د پنجشنبې په ورځ د بمي چاودنې -- د لاهور د ګڼې ګوڼې په ضلعه کې -- ادعا د بلوچ ملتپال پوځ (بي اېن ای) په غاړه واخيسته. بلوچ ملتپال پوځ د څو بېلتون غوښتونکو ډلو تر ټولو نوې ډله ده چې د پاکستان په يوې لویه خو تر ټولو بې وزله صوبه بلوچستان کې راپورته شوې ده.

قومي بېلتون غوښتونکې ډلې له کلونو راهیسې په دغه صوبه کې بغاوت کوي او شکایت کوي چې دوی د ګيس او معدني شتمنیو مناسبه برخه نه ترلاسه کوي.

یو طبي کارمند په یو هسپتال کې د بمي چاودنې وروسته د یو ژوبل شوي سړي علاج کوي چې په لاهور کې یې د جنورۍ په ۲۰مه د ګڼې ګوڼې په سوداګريزه ضعله کې درې کسان ووژل شول او ۲۲ نور کسان پکې ژوبل شول. [عارف علي/ای اېف پي]

یو طبي کارمند په یو هسپتال کې د بمي چاودنې وروسته د یو ژوبل شوي سړي علاج کوي چې په لاهور کې یې د جنورۍ په ۲۰مه د ګڼې ګوڼې په سوداګريزه ضعله کې درې کسان ووژل شول او ۲۲ نور کسان پکې ژوبل شول. [عارف علي/ای اېف پي]

د پوليسو وياند نعيم اقبال ای اېف پي پي ته وويل چې په اسلام آباد کې به امنيت لوړ شي، چې د حکومت مرکز دی او په لسګونو سفارت خانې او نورې نړيوالې ادارې لري.

هغه وویل چې په یونیفارم او ساده جامو کې افسران به په ټول ښار کې، په ځانګړي توګه د ګڼې ګوڼې په سیمو لکه بازارونو کې، ځای په ځای شي.

د نورو بریدونو ګواښ

په لاهور کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ د چاودنې له امله د مړو شمېر درې ته لوړ کړو وروسته له هغې کله چې یو بل قرباني مړ شو.

په وژل شویو کسانو کې یو نهه کلن ماشوم هم شامل دی.

د لاهور د پولیسو ویاند رانا عارف ای اېف پي ته وویل، "لومړني تحقیقات ښیي چې دا په موټرسایکل کې د وخت کنټرول شوي يوه وسیله وه، چې د چاودنې لامل شو."

دا چاودنه د لاهور په زوړ انارکلي سوداګريزه ضعله کې وشوه، چې ګڼو موټرسایکلونو ته یې زیان ورسوو او د مارکيټ سټالونه یې په بل مخ واړول.

د عمران خان د دفتر یو ویاند وویل، وزیر اعظم عمران خان د "قیمتی انساني ژوندونو په ضایع کېدو" خفګان څرګند کړو.

د بي اېن ای د خبري څانګې لخوا په بيان کې ويل شوي دي چې د دغې چاودنې اصلي هدف د بېنک د کارکوونکو په ګډون دپوليسو پرسونل وو چې په دې چاودنه کې وژل شوي او يا ژوبل شوي دي.

دغه بيان خبرداری ورکړو، "موږ به نور بریدونه هم وکړو او د پاکستان ټولو سوداګریزو ښارونو ته به یې وغځوو."

د افغانستان او ایران سره په پوله د معدني وسايلو نه ډک بلوچستان په جغرافيايي توګه د پاکستان په څلورو صوبو کې ترټولو لويه صوبه ده، خو د دې تقريباََ اوه ملیونه اوسیدونکي له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوي چې دوی د دې د ګيس او معدني دولت سمه برخه نه ترلاسه کوي.

چین د ۵۴ ملیارده ډالرو پروژې لاندې، چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په توګه پيژندل کيږي، په دې سيمه کې سرمايه کاري کوي، او د خپل لرې لویدیځ شنجيانګ سیمې او د پاکستان د ګوادر بندر تر منځ املاکو، بجلۍ او ټرانسپورټي اړیکو ته وده ورکړي.

بلوچ بېلتون غوښتونکو مخکې د سي پېک په پروژو د څو بریدونو ادعا کړې -- او د چین د نفوذ په وړاندې د ځایي احساساتو څخه ګټه پورته کوي.

منتقدین وايي، بیجینګ د ځایي سرچینو څخه کار اخلي او په ځايي خلکو باندې د خپلو کړنو د اغیزې په اړه هيڅ انديښنه نه لري.

احتجاج کوونکو په تېر کال کې د ځايي خلکو او چينايي کښتيو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د سي پېک پروژو لپاره په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو د ځورونې د اختتام غوښتنه وکړه.

د پاکستان د جماعت اسلامي د ځايي مشر مولانا هدايت الرحمان په مشرۍ احتجاج کوونکو هم د اوبو او برېښنا د کمښت د ختمولو غوښتنه وکړه او په ګوادر کې يې د احتمالي باړ لګولو پروړاندې مخالفت څرګند کړو چې موخه يې د هغو بلوچ بېلتون غوښتونکو څخه د چين له خوا تمويل شوې پروژې خوندي کول دي چې د سي پېک مخالفت کوي.

د تحريک طالبان پاکستان تاوتریخوالی

په عېن حال کې، پاکستان د دسمبر له میاشتې راهیسې د یو لړ چاودنو او په پوليسو باندې د بریدونو سره مخ شوی دی کله چې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ اوربند پای ته ورسیدو.

تحريک طالبان پاکستان د ډېرو وروستیو بریدونو مسولیت منلی دی.

د دې هفتې په پیل کې، تحريک طالبان پاکستان وویل چې دوی د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د یوې مرګونې نښتې مسئولیت په غاړه اخیستی دی -- چې د سخت امنيت په مرکزي ښار کې د اورپکو لخوا یو نادره برید دی.

يو پوليس افسر هغه وخت ووژل شو او دوه نور ژوبل شول کله چې دوه ټي ټي پي وسله والو له موټر سايکل څخه د پوليسو په يو پوسټ ډزې وکړې.

پولیسو وویل چې دواړه برید کوونکي ووژل شول، او د کورنیو چارو وزیر وروسته د احتمالي تاوتریخوالي خبرداری ورکړو.

د پاکستان حکومت د تېر کال په وروستیو کې اعلان وکړو چې له ټي ټي پي سره یې د یوې میاشتې لپاره اوربند کړی، خو د سولې په خبرو کې د پرمختګ له ناکامېدو وروسته د دسمبر په ۹مه نېټه پای ته ورسېدو.

ټي ټي پي په ټول هېواد کې د سلګونو ځانمرګو بریدونو او تښتونو په تور تورن شوې ده. د یو څه مودې لپاره یې د هېواد د ناکراره قبایلي سيمې په پراخو برخو واکمني وکړه او د اسلامي قانون بنسټیزه نسخه یې پلي کړه.

خو په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور په یو سکول کې تر ۱۵۰ څخه ډېرو ماشومانو او ښوونکو د له ډله ییزې وژنې وروسته، د پاکستان پوځ د ټي ټي پي قوي مرکزونو ته ګڼ شمېر سرتیري واستول او دا غورځنګ یې دړې وړې کړو او د دوی جنګیالي یې افغانستان ته په تېښته مجبور کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500