مظاهرې

په ګوادر کې احتجاجونه د چین د نفوذ په اړه مخ په زیاتیدونکي اندیښنې څرګندوي

د زرک خان لخوا

د ګوادر په زرګونو اوسېدونکو د نومبر له ۱۵ مې نېټې راهيسې د چينايي پروژو پر ضد احتجاجونه کوي. [جماعت اسلامي]

د ګوادر په زرګونو اوسېدونکو د نومبر له ۱۵ مې نېټې راهيسې د چينايي پروژو پر ضد احتجاجونه کوي. [جماعت اسلامي]

اسلام آباد -- په ګوادر کې احتجاجونه د پاکستانیانو په معیشت او ورځني ژوند باندې د چین د نفوذ په اړه د دوی اندیښنو يوه وروستۍ نښه ده.

تمه کيږي چې د بلوچستان په سویل لویدیځ ساحل کې د بندر ښار د چین بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) يوه لویه برخه وي، چې د پاکستان دروازې د تجارت او پراختیایي پروژو لپاره پرانيزي چې ډېر پاکستانیان يې د خپل هېواد لپاره زیان او د چین لپاره ګټه ګڼي.

په زرګونو اوسیدونکو د نومبر له ۱۵مې راهیسې "ګوادر ته خپل حقونه ورکړئ" کمپاین کې برخه اخیستې او غوښتنه کوي چې د سیمه ایزو او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د هغو پروژو لپاره په امنیتي پوستو کې د ځایي خلکو د ځورونې مخه ونیسي چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي پيک) يوه برخه ده.

د پاکستان د جماعت اسلامي د ځايي مشر مولانا هدايت الرحمان په مشرۍ احتجاج کوونکو هم د اوبو او برېښنا د کمښت د ختمولو غوښتنه کړې او په ګوادر کې يې د احتمالي باړ لګولو مخالفت څرګند کړی چې موخه يې د هغو بلوچ بېلتون غوښتونکو څخه د چين له خوا تمويل شوې پروژې خوندي کول دي چې د سي پېک مخالفت کوي.

د ګوادر یو کب نیونکی د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې خپل د کب نیولو جال تياروي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ګوادر یو کب نیونکی د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې خپل د کب نیولو جال تياروي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

یوې صوبايي محکمې د جنورۍ په میاشت کې پاکستاني چارواکي د ګوادر بندر په شاوخوا کې د کانټا تار لګولو نه منع کړل چې د ځایي خلکو په وینا د دې ضلعې د څه باندې ۳۰۰۰۰۰ اوسیدونکو تګ راتګ به يې ستونزمن کړی و او کب نيونکي به یې سمندري لارو ته د رسیدو نه منع کړې ول.

احتجاج کوونکي وايي، د سي پيک سره تړلې پروژو نه د ګوادر د اوسیدونکو ژوند ښه کړی، او نه یې د اوبو او بجلۍ د کمي په حل کې مرسته کړې ده.

بشیر هوت، چې د کب نيونکو استازی دی او د نومبر له ۱۵مې راهیسې هره ورځ په مظاهرو کې ګډون کوي، وویل، " په ګوادر کې د چین شتون ځايي اوسيدونکي په خپله خاوره کې اجنبيان کړي دي."

هغه وويل، ځايي اوسېدونکي په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.

هوت زیاته کړه، "دا احتجاجونه په ډاګه کوي چې د ګوادر اوسېدونکي به پاکستاني چارواکو ته اجازه ورنکړي چې د دوی تګ راتګ محدود کړي."

د ګوادر يو سوداګر صفدر بلوچ وويل، "ګوادر د سوداګرۍ د مرکز جوړیدو او په پرمختیايي پروژو کې د ځايي ځوانانو او اوسیدونکو لپاره د فرصتونو د رامينځته کولو پرځای، چین پاکستاني چارواکي په دې مبجوروي چې دغه بندر ښار د امنیت يوه سيمه جوړه کړي او د اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړي."

هغه وويل، "مونږ د پرمختګ مخالف نه يو، خو دوی به د پرمختګ په نوم په استحصال باندې غلې پاتې نشي."

ډان ورځپاڼې په دې وروستیو کې د روانو احتجاجونو په اړه په یوې اداریه کې ولیکل، "د ګوادر بندر له اوږدې مودې راهیسې د سي پيک په تاج کې د جوهر په توګه انځور شوی، خو په عمل کې، دا ښار په یو امنیتي دولت کې بدل شوی دی."

په ټول هیواد کې اندیښنې خپریږي

بېجينګ په تېرو څو کلونو کې له پاکستان سره د څو ملياردو ډالرو په ارزښت د بنسټيزو پروژو تړونونه لاسليک کړي، چې د چين د نفوذ په اړه يې اندېښنې راپارولي او د چين له خوا د پاکستاني کارګرانو په پرتله خپلو اتباعو ته د زياتو پيسو ورکولو په اړه یې خفګان رامينځته کړی دی.

د څارونکو په وينا، بیجینګ د ځایي سرچینو څخه کار اخلي او په ځايي خلکو باندې د خپلو کړنو د اغیزې په اړه هيڅ انديښنه نه لري.

په بلوچستان کې د چاغي ضلعې په سینډک سیمه کې، چینايي شرکتونو د تامبې او سرو زرو ذخیرې د ځایي، ملي یا نړيوالې څارنې نه بغير رايستلي دي.

ځايي اوسيدونکو او سياسي مشرانو ويلي دي چې "د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف، د چینايي شرکتونو په ښوونې او روزنې، روغتيا، او یا په چاغي ضلعه کې په املاکو کې سرمايه کاري نه ده کړی."

د تهر صحرا سيمې اوسيدونکو په سیند صوبه کې د هغه پروژو په وړاندې هم احتجاجونه کړي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري، وروسته له دې کله چې يوې مطالعې وښودله چې د دې پروګرام لاندې د سکارو رايستلو پروژې به په سویلي آسیا کې د هوا لوی ککړونکی وي او سیمه ایز خلک به له جدي روغتیایي خطرونو سره مخ کړي.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندیښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، کوم چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) د ۲۰۲۰ کال د جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر او د سندهو دېش انقلابي پوځ اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې دواړه [بلوچیان او سندهیان] د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سختې انديښنې لري.

په کراچۍ کې، وسله والو په نومبر ۲۰۱۸ کال کې د چین پر قونسلګرۍ برید وکړو، چې څلور تنه پکې ووژل شول.

په جون ۲۰۱۹ کال کې، څلورو ترهګرو هم په کراچۍ کې په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې برید وکړو، چې پکې درې امنیتي ساتونکي او یو پولیس وژل شوی و. د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیستو او ويې ويل چې د چین کمپنۍ په پاکستان سټاک ایکسچینج کې ٪۴۰ برخه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500