بشري حقونه

دیني عالمان د چین لخوا د مسلمان اقلیتونو د ظلم په وړاندې د متحدہ آیالاتو د دریځ ملاتړ کوي

د سلطان الباري لخوا

دغه هوايي عکس چې د مارچ په ۲۴مه اخیستل شوی، د چین د شنجيانګ په توموشوک سیمه کې د پنبې په پټي کې یو تخم شيندونکی ښیي. [اېس ټي آر/سي اېن اېس/ای اېف پي]

دغه هوايي عکس چې د مارچ په ۲۴مه اخیستل شوی، د چین د شنجيانګ په توموشوک سیمه کې د پنبې په پټي کې یو تخم شيندونکی ښیي. [اېس ټي آر/سي اېن اېس/ای اېف پي]

مسلمان دیني عالمان وايي، دوی په شنجيانګ کې له مسلمانو اقليتونو سره د ناوړه چلند له امله پر چین د متحده آيالاتو د بندیزونو ملاتړ کوي او مسلمان هېوادونه باید د واشنګټن بېلګه تعقیب کړي.

متحده ایالاتو د دسمبر په ۱۶مه د چین پر ضد یو لړ اقدامات پیل کړل، او د قانون جوړونکو د سوداګرۍ د مخنیوي لپاره رایه ورکړه او په نړۍ کې د مصرف کونکو ډرونونو په لوی جوړونکي باندې یې نوي بندیزونه ولګول.

د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې په متفقه توګه رایه ورکړه چې متحده ایالات لومړی هیواد جوړ کړي چې د جبري کار د اندیښنو له امله د چین له شنجيانګ سیمې څخه په ټولیزه توګه ټول واردات منع کړي او د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د دسمبر په ۲۳مه دا قانون لاسلیک کړو.

اټکل کيږي چې هر کال متحده ایالاتو ته په ٪۲۰ وارد شويو کپړو کې د شنجيانګ څخه څه پنبه شامله وي.

فعالان د نومبر په ۳مه د کاليفورنيا په لاس انجلس کې د چين د سفارت خانې مخې ته احتجاج کوي، او غوښتنه کوي چې د چين د بشري حقونو د ريکارډ په اړه د اندېښنو له امله د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د ژمي اولمپيک لوبو څخه بايکاټ وشي. [فریډریک جی براون/ای اېف پي]

فعالان د نومبر په ۳مه د کاليفورنيا په لاس انجلس کې د چين د سفارت خانې مخې ته احتجاج کوي، او غوښتنه کوي چې د چين د بشري حقونو د ريکارډ په اړه د اندېښنو له امله د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د ژمي اولمپيک لوبو څخه بايکاټ وشي. [فریډریک جی براون/ای اېف پي]

لږ تر لږه یو میلیون اویغور او نور هغه کسان چې په ترکي ژبه خبرې کوي، چې زياتره پکې مسلمان اقلیتونه دي، د چین په شمال لوېدیځ شنجيانګ کې په کېمپونو کې بندیان دي.

د بشري حقونو ډلو او بهرنیو حکومتونو د ډله ایز توقیفونو، جبري کار، سیاسي تعصب، د شکنجه کولو، په جبري توګه د شنډولو او د جنسي استحصال شواهد موندلي دي.

چین هم هڅه کوي چې د دوی اسلامي کلتوري دودونه له مینځه یوسي او په زوره یې د چین د هان اکثریت سره یوځای کړي.

واشنګټن دغه کمپاین د نسل وژنې په توګه بیان کړی، په داسې حال کې چې بیجینګ دا ځایونه د حرفوي زده کړو مرکزونو په توګه بيانوي.

د بایډن ادارې په شنجيانګ کې د څارنې له کبله پراخه بندیزونه نافذ کړل، چېرې چې د حقونو ډلې وايي چې چین د اویغورانو د څارنې لپاره د مصنوعي ذهانت او د ډي اېن ای تعقیب په برخه کې نوې ټیکنالوژي کاروي.

د متحده آيالاتو لخوا په نښه شويو شرکتونو کې د SZ DJI ټیکنالوژي شامله ده، چې په نړۍ کې د مصرف کونکي ډرونونو ترټولو لوی تولیدونکی دی.

د خزانې د وازرت په وینا، په نښه شويو نورو شرکتونو کې د شيامين مييا پيکو معلومات شامل دي، کوم چې په تلیفونونو کې د فایلونو د تعقیب لپاره يو اېپ جوړ کړی، او د کلاوډ واک ټیکنالوژي، چې د اویغورانو او تبتیانو مخونو د پیژندلو لپاره يې ايپ جوړ کړی او له هغه وخت راهیسې په زیمبابوې کې ګمارل شوی ترڅو د ټیکنالوژۍ په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چین د خلکو جمهوریت ته په اشارې سره وویل، "دا اته ادارې په فعاله توګه په پي آر سي کې د توکمیزو او مذهبي اقليتي ډلو، په ځانګړي توګه په شنجيانګ کې د مسلمان اویغورانو، د غړو د څارنې او تعقیب ملاتړ کوي."

د دسمبر په ۱۷مه، بیجینګ وویل چې دوی د دې اقدام "سخت مخالفت کوي" او د چینایي شرکتونو د ساتنې لپاره "به ټول اړین اقدامات وکړي."

اجتماعي دريځ

په الازهر يونيورسټۍ کې د شريعت او حقوقو پروفيسر نایف عبد ربو وویل، په چین کې د مسلمانانو د حقونو څخه د سرغړونې لپاره د چین په حکومت باندې د متحده ایالاتو بندیزونه یو "باعزته او بشري دریځ" څرګندوي.

دا بندیزونه به "یوه مؤثره وسیله وي چې ډېر حکومتونه دې ته اړ کوي چې ورته ګام پورته کړي او د چین پر حکومت فشار راولي چې د چینایي نفوس د دې برخې نسلي استحصال بند کړي."

هغه وویل، د چینایي چارواکو په دې وړاندیز ټینګار چې بندیزونه په سیاسي توګه لګول شوي "دروغ دي او د منلو وړ ندي" "ځکه چې حقایق دا سرغړونې تاییدوي، او ډېر یې مستند شوي دي."

د سعودي عرب په الاحساء سیمه کې شیعه عالم شیخ هاشم المجاهد وویل، د متحده آيالاتو پریکړه چې چین ته د مسلمانانو له حقونو څخه د سرغړونې په خاطر سزا ورکوي، د متحده آيالاتو د مذهبي ازادۍ د پیژندلو د پالیسۍ له امله ده.

هغه وویل، متحده ایالات له اسلامي هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او له هغوی سره په ستراتیژیکو همکاریو کې ښکېل دي چې له امنیت څخه تر اقتصادي اړیکو پورې اړيکې پکې شامل دي کومې چې د توکم، نژاد او مذهب په پام کې نیولو پرته د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې دي.

المجاهد وويل، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمان امامان د مسلمانانو د حقوقو د سرغړونو په مخنيوي کې يوه اغيزمنه او مهمه وسيله جوړیدی شي.

"دا نه یوازې په عربي، منځني ختیځ او خلیجي هېوادونو باندې تطبیقېږي، بلکې په عمده توګه په اروپايي هېوادونو باندې هم پلي کيږي چې د عقیدې او مذهب د ازادۍ اجازه ورکوي او ملاتړ یې کوي."

"اجتماعي دریځ به د چین سره په مقابله کې د پام وړ او خورا مؤثره اغیزه ولري ترڅو د چینایي مسلمانانو د محرومه کولو، توقیف کولو او [په جبري توګه] د شنډولو مخه ونیسي."

نړیوال محرک

شیخ عبدالله الحسیني، چې د الازهر يونيورسټۍ څخه فارغ شوی او د بحرین په مرکزي ښار مناما کې د ګودابیه جومات امام دی، وویل، هغه هېله لري چې دا بندیزونه "به د عربي، اسلامي او حتی د اروپایي هېوادونو لپاره د یو محرک په توګه کار وکړي چې ورته ګام پورته کړي."

هغه وویل، "په نړۍ کې هیڅ یو مذهبي اقلیت د دې توان نه لري چې د نړیوال ملاتړ نه بغير بې انصافي پای ته ورسوي."

هغه وویل، "مسلمانان په ډېرو هېوادونو او ټولنو کې مدغم شوي او د مشرتابه ښه مقامونو ته، په ځانګړې توګه په اروپایي هیوادونو کې، رسیدلي دي."

هغه وويل، "په دې توګه د چين د مسلمانانو ملاتړ کول د هغوی د حقونو د سرغړونې د مخنيوي لپاره يوه اړتيا ګرځېدلې ده، او د هغوی د کړاوونو د کمولو او د نورو چينايانو په شان د دوی لپاره د باثباته ژوند د تامينولو يو مهم عامل دی."

الحسیني زیاته کړه، "اسلامي هېوادونو او د مسلمانانو اکثریت نفوس لرونکي هېوادونو د چین د مسلمانانو په وړاندې هغه څه ندي کړي چې باید وکړي."

"شاید دا د سیاسي او اقتصادي پايلو او د دوه اړخیزو تړونونو له امله وي، خو دا خنډونه د یو ډله ایز دریځ تر چتر لاندې له منځه وړل کیدی شي، په داسې طریقه چې د دې اقلیتونو حقونه خوندي کوي او د دې هېوادونو ګټو ته زيان نه رسوي."

هغه وويل، عربي او اسلامي سازمانونه کولی شي داسې حل لارې وړاندې کړي چې د هر چا د اطمينان وړ وي او د چين د مسلمانانو لپاره ښه او عادي ژوند ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500