روغتیا

د تحریک طالبان پاکستان له خوا د سولې د ردولو وروسته د پولیو کارکوونکي په نښه شول، پولیس

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په کراچۍ کې د سپتمبر په ۲۱مه د پولیو د واکسینو په کمپاین کې یوه روغتیایي کارکوونکي ماشوم ته د پولیو واکسینو قطرې ورکوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

په کراچۍ کې د سپتمبر په ۲۱مه د پولیو د واکسینو په کمپاین کې یوه روغتیایي کارکوونکي ماشوم ته د پولیو واکسینو قطرې ورکوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

پېښور -- چارواکي وایي د یکشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۲مه) وسله والو سړو هغه پولیس په ډزو ووژلو، کوم چې په خېبر پښتونخواه کې د پولیو د واکسینو د ټیم په حفاظت مامور و، چې په دوو ورځو کې د دې ډول وژنې دویمه پیښه ده.

د ټانک ضلعې د پولیسو مشر سجاد خان ای اېف پي ته وویل، "په موټر سېکل دوه وسله والو سړو په هغه پولیس ډزې شروع کړې، کوم چې په شیخ عطار سیمه کې د پولیو د واکسینو د دوو ښځینه کارکوونکو په حفاظت مامور و، چې سمدلاسه مړ شو".

محلي پولیس آفسر، نور اسلم راډیو فري یورپ/آزادۍ راډیو، مشال راډیو ته وویل چې برید کوونکي له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي او "د لټون عملیات روان دي".

هیچا هم د دې پیښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستلی. دا پیښه د هغه برید څخه یوه ورځ وروسته رامنځته شوه د کوم چې تحریک طالبان پاکستان مسؤلیت پر غاړه اخیستلی و.

د شنبې په ورځ، په موټر سېکل دوو سړو په هغه پولیس افسرانو باندې ډزې شروع کړې، کوم چې د پولیو د دوو ښځینه کارکوونکو په حفاظت مامور و او د ټانک په ضلعه کې یې ماشومانو ته واکسین ورکول.

د ضلعې پولیس آفسر سجاد خان ای اېف پي ته وویل، "وسله والو ډزې پیل کړې چې یو پولیس یې په موقعه ووژلو او بل یې ټپي کړو".

یو بل محلي پولیس آفسر کمال شاه د دې پیښې تایید وکړو او وی ویل چې برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.

د ویاند محمد خراساني د بیان له مخې، تحریک طالبان پاکستان د دې برید ادعا کړې او وایي چې د مړه شوي کسانو شمیره دوه ده.

وسله وال اوربند ردوي

وسله والو د جمعې په ورځ د پاکستان د حکومت سره اوربند ختم کړو او په چارواکو یې الزام ولګولو چې د یوې میاشتې د اوربند له شرایطو څخه یې سرغړونه کړې ده.

د جمعې په ورځ ناوخته د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود یو غږیږ پیغام خپور کړو او وی ویل چې د پاکستان د حکومت سره په تازه خبرو اترو کې څه پرمختګ نه دی شوی.

وزیراعظم عمران خان د اکتوبر په میاشت کې دا اعلان کړی و چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته په لومړي ځل حکومت د دغه ګروپ سره خبرې اترې کوي.

په دې پریکړه د ترهګرۍ قربانیانو او د مدني ټولنې فعالاتو سخته نیوکه کړي وه.

هغوی وویل، د سولې د راوستلو لپاره د تحریک طالبان پاکستان سره د سولې تړونونه مخکې ناکامه شوې دي او پر ځای یې دغه وسله واله ډله لا زیاته زړه وره شوې او قوي شوي ده.

په ۲۰۰۴، ۲۰۰۵، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې چې کوم تړونونه شوي و، د تحریک طالبان پاکستان مشران په هغې پوره کولو کې پاتې راغلې و.

تحریک طالبان پاکستان -- هغه تحریک چې د افغانستان د نوي مشرانو څخه جدا تحریک خو ګډ تاریخ لري -- په کال ۲۰۰۷ کې د خپلې جوړیدو وروسته په پاکستان کې سخت تاوتریخوالی رامنځته کړی و.

اووه کاله وروسته له هغه کله چې پوځ د تحریک طالبان خلاف اپرېشن کړی و،اسلام آباد اوس هڅه کوي چې په اګست کې د افغان حکومت د رانسکوریدو وروسته د دې ګروپ د واپسۍ لاره بنده کړي.

په پاکستان کې مخکې هم په هغو پولیسو برید شوی، کوم چې د واکسینو د ټیمونو په حفاظت مامور و، چې زیاتره دغه بریدونه محلي وسله والو کړې دي.

د اکتوبر په میاشت کې په موټر سېکل سپرو د تحریک طالبان پاکستان دوه وسله والو هغه پولیس آفسر ووژلو چې د خېبر پښتونخواه په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پولیو د واکسینو د ټیم په حفاظت مامور و.

د سپتمبر په میاشت کې، د خېبر پښتونخواه په کوهاټ سیمه کې نامعلومه وسله والو د واکسینو د ټیم یو افسر ووژلو.

پاکستان او افغانستان هغه یواځیني دوه هیوادونه دي چې لا تراوسه په کې د پولیو وبا موجود ده، که څه هم د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې څه پرمختګ شوی دی.

د پولیو د خاتمې د نړیوال نوښت په وینا، په پاکستان کې سږ کال یواځې یو کېس راپور شوی دی، وروسته له هغې چې په کال ۲۰۲۰ کې ۸۴ کېسونه رامنځته شوي و. په افغانستان کې، سږ کال تر اوسه پورې د پولیو د وایرسو څلور کېسونه راپور شوې دي، چې په کال ۲۰۲۰ کې دغه شمیر ۵۶ و.

خو په پاکستان کې د دې وبا د ختمولو هلې ځلې د هغه سازشي مفکورو سره په تصادم کې دي چې د مذهبي حلقو له خوا خپریږي چې د هغوی په وینا د واکسینو دا پروګرامونه د مسلمانانو د شنډولو د سازش برخه ده.

د دې بې بنیاده ادعاو له کبله ډېر والدېن، خصوصاً کم تعلیم لرونکي، خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو نه انکار کوي.

د روغتیا د محلي چارواکو په وینا، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي له کبله هم د پولیو واکسین ورکوونکي نه شي کولی چې په زرګونو ماشومانو ته دا ژوند ژغورنکي قطرې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500