تروريزم

د قربانیانو خپلوان او فعالین د پاکستان د حکومت لخوا ټي ټي پي ته د بخښنې ورکولو د پلانونو مخالفت کوي

د زرک خان لخوا

د هغه قربانیانو خپلوانو چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي اېس) کې د تحريک طالبان پاکستان په قتل عام کې مړه شوي ول، د اکتوبر په ۱۴ مه ترهګرې ډلې ته د عمومي بخښنې وړاندیز پر وړاندې د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته احتجاج وکړو. [زرک خان]

د هغه قربانیانو خپلوانو چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي اېس) کې د تحريک طالبان پاکستان په قتل عام کې مړه شوي ول، د اکتوبر په ۱۴ مه ترهګرې ډلې ته د عمومي بخښنې وړاندیز پر وړاندې د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته احتجاج وکړو. [زرک خان]

اسلام آباد -- د ترهګرۍ قربانیان او د مدني ټولنې فعالین د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته د بخښنې لپاره د حکومت د تازه وړاندیز مخالفت کوي.

تحريک طالبان پاکستان په پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې په سلګونو بریدونه کړي دي، چې پدې کې په ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمی پبلک سکول (ای پي اېس) باندې برید شامل دی چې له ۱۴۵ څخه ډېر کسان، زياتره ماشومان، پکې وژل شوي ول.

پاکستان، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو تحريک طالبان پاکستان یو ترهګریز سازمان ګرځولی دی.

د ای پي اېس قتل عام د قربانیانو خپلوانو د اکتوبر په ۱۴ مه د اسلام آباد پریس کلب څخه بهر يوه مظارهره وروسته له هغې وکړه کله چې وزیر اعظم عمران خان د تحريک طالبان پاکستان لپاره د عمومي بخښنې مفکوره وړاندې کړه.

پاکستاني ماشومان او ښوونکي، چې سپین کفنونه يې اغوستې ول، په پیښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د طالب وسله والو د برید، چې له ۱۴۵ څخه ډېر کسان پکې وژل شوې ول، پر ضد په لاهور کې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۹ مه مظاهره کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

پاکستاني ماشومان او ښوونکي، چې سپین کفنونه يې اغوستې ول، په پیښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د طالب وسله والو د برید، چې له ۱۴۵ څخه ډېر کسان پکې وژل شوې ول، پر ضد په لاهور کې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۹ مه مظاهره کوي. [عارف علي/ای اېف پي]

خان د اکتوبر په لومړۍ نېټه له یو ترکي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د هغه حکومت د تحريک طالبان پاکستان له ځینو ډلو سره په خبرو بوخت دی ترڅو هغوی وسلو کيښودلو ته وهڅوي او د هیواد عادي وګړي جوړ شي.

د ترهګرۍ قربانیان غولول کیږي

فیصل علي، چې د هغه ۱۲ کلن زده کونکي خپل دی کوم چې په ای پي اېس کې وژل شوی و، وويل چې د تحريک طالبان پاکستان ترهګرو سره خبرې کول د ترهګرۍ لخوا د وژل شويو زرګونو بې ګناه خلکو سره د خیانت کولو په څیر يو عمل دی.

علي وویل، تحريک طالبان پاکستان ته د بخښنې په وړاندې کولو سره، حکومت وسله وال پياوړي کړي دي، چې لاهم ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

فتح جوزف، د مدني ټولنې يو عيسايي فعال چې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې يې په پیښور کې په آل سینټس کلیسا کې په یو ځانمرګي برید کې دوه خپلوان وژل شوې ول، وویل چې د هغه د ټولنې غړي لاهم د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو له کبله غمجن دي.

تحريک طالبان پاکستان د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه اخیستلی و، چې ۱۰۴ کسان پکې وژل شوې ول او ۱۴۲ نور پکې ژوبل شوې ول.

جوزف وویل، "د د زرګونو بې ګناه خلکو قاتلین ته د بخښنې ورکولو لپاره د حکومت پلان به د [قربانیانو] په کورنيو کې غوسه رامينځته کړي."

په ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کال کې په ټول پاکستان کې د ټي ټي پي د مختلفو ډلو پروړاندې د عملياتو وروسته، دغه ډلې خپل پټنځایونه د افغانستان ګاونډیو صوبو ته منتقل کړل.

هلته، دوی په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پلانونه جوړ کړل او د پولې هاخوا بریدونه یې پیل کړل، چې د پاکستان او افغان حکومتونو ترمینځ يې تاوتریخوالی رامینځته کړو.

که څه هم، افغان امنیتي ځواکونو د متحدینو ځواکونو سره په افغانستان کې په ځمکنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې د ټي ټي پي ګڼ شمیر جنګیالي ووژل یا ونیول، چې دا ترهګره ډله يې نوره هم کمزورې کړه.

دغه مرګونو او داخلي اختلافاتو ټي ټي پي د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې ټوټې ټوټې کړه، خو د ناراضه او جلا شویو ډلو پدې وروستيو کې بېرته یوځای کیدلو او د افغان طالبانو له خوا افغانستان نيولو دا ډله بیا پیاوړې کړې ده.

تحريک طالبان پاکستان په وروستيو مياشتو کې د پاکستان په سرحدي ضلعو کې -- چې د ټي ټي پي یو پخوانی مرکز تر هغه وخته پورې و، کله چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات پیل کړل -- د قانون پلي کونکو په ادارو باندې خپل بریدونه تېز کړل.

ترهګر پياوړي کول

د خان له مرکې مخکې، صدر عارف علوي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دواړو په جلا توګه د سپتمبر په میاشت کې وړاندیز وکړ چې حکومت کولی شي د تحريک طالبان پاکستان غړو ته بخښنه ورکړي که چېرې دوی وسلې کیږدي او اساسي قانون ته غاړه ایښودل ومني.

د دوی له څرګندونو وروسته، تحريک طالبان پاکستان د سپتمبر په ۱۷ مه په یو بیان کې هر ډول احتمالي بخښنه رد کړه ترڅو چې حکومت په هیواد کې د اسلامي قوانینو د پلي کولو سره موافقه نه وي کړې.

د تحريک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په يو بیان کې وویل، "بخښنه معمولاً هغو کسانو ته ورکول کیږي کوم چې جرمونه کوي، خو موږ په خپله مبارزه خورا ویاړ کوو."

څارونکي وايي، د تحريک طالبان پاکستان سره د سولې پخوانۍ موافقتنامې د سولې په راوستلو کې پاتې راغلې او د دې پرځای یې د اورپکو ډلې هڅولي او پیاوړي کړي دي.

د تحريک طالبان پاکستان مشران په ۲۰۰۴، ۲۰۰۵، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کال کې د لاسلیک شويو تړونونو په تعقيب کولو کې پاتې راغلل.

د پاکستان په پخوانیو قبایلي سیمو کې د حقونو فعالې مونا نصیر په نیوز انټرنېشنل کې د اکتوبر په ۱۹ مه ولیکل، د سولې په تېرو خبرو کې، "تحريک طالبان پاکستان د پاکستاني چارواکو څخه د قانون او نظم واګې په خپل لاس کې واخيستې، خو پاکستاني چارواکو په پای کې د پرله پسې پوځي عملیاتو، چې لوی انساني او اقتصادي زيانونه پکې رامنځته شوې ول، له لارې بېرته ترلاسه کړې."

هغې وویل، "هغه وحشي قاتلینو ته د خبرو اترو امتیاز ورکول چې له مخکې نه یې له جګړې څخه ګټه پورته کړې ده، به نه یوازې د دې حکومت اعتبار په جدي توګه زیانمن کړي بلکې دا به د تحريک طالبان پاکستان د منلو معنی هم ولري، کوم چې اکثر د دوی کړنو ته د یو څه حده پورې د مشروعیت ورکولو په توګه پیژندل کیږي."

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو یو چارواکي وویل، "په افغانستان کې د [افغان] طالبانو واک ترلاسه کولو بې له شکه د ټي ټي پي مورال پياوړي کړی او د ډلې ځواک یې لوړ کړی دی."

دغه چارواکي وویل، په داسې وضعیت کې، تحريک طالبان پاکستان ته د بخښنې په ورکولو سره، حکومت نه یوازې دغه ترهګره ډله پیاوړې کړې بلکې دا يې تسليم کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500