ديپلوماسي

چین په ټوله نړۍ کې د قرض اخيستونکو په راټولولو سره پوځي او اقتصادي نفوذ ترلاسه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د چين د دولت صدر شي جين پينګ (په سکرين) د تېر نومبر په ۲۹مه د سينېګال په ډکار کې د چين او افريقې د همکارۍ په غونډه کې خپله وينا کوي. [سیلو/ای اېف پي]

د چين د دولت صدر شي جين پينګ (په سکرين) د تېر نومبر په ۲۹مه د سينېګال په ډکار کې د چين او افريقې د همکارۍ په غونډه کې خپله وينا کوي. [سیلو/ای اېف پي]

مومباسا، کینیا -- افریقې ته په وروستي سفر کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هڅه وکړه چې د هغه یو داستان څخه مخکې لاړ شي کوم چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شهرت ترلاسه کوي ځکه چې د چینایي مرستو، قرضو او سرمايه کارۍ ترلاسه کونکي د اوږدې مودې اغیزو باندې پښیمانه دي.

وانګ، چې په کینیا کې د بیجینګ لخوا د تمویل شويو زیربنایی پروژو د لیدلو څخه مخکې خبرې وکړې، دا وړاندیزونه رد کړل چې بیجینګ افریقایي هېوادونه د لویو قرضو په ورکولو سره د قرض په جال کې اچولي دي.

هغه دا نظر رد کړو چې افریقې ته د چین د پام وړ قرضه ورکول د سفارتي او سوداګریزو امتیازاتو د ترلاسه کولو يوه ستراتیژي وه.

هغه د جنورۍ په ۶مه د کینیا په بندري ښار مومباسا کې خبریالانو ته وویل، "دا په ښکاره ډول يو حقیقت نه دی. دا يو قیاس دی چې ځېنې خلک يې د پټو اهدافو لپاره کاروي."

د تېر سپتمبر په ۱۷مه د چين د جيانګ سو صوبې په ليان يونګانګ کې د چين او قزاقستان د لوژيستيکي اډې يو منظر. [راول اریانو/د جیانګ سو اطلاعاتو دفتر]

د تېر سپتمبر په ۱۷مه د چين د جيانګ سو صوبې په ليان يونګانګ کې د چين او قزاقستان د لوژيستيکي اډې يو منظر. [راول اریانو/د جیانګ سو اطلاعاتو دفتر]

چینايي ماڼوګان چې د لارښود توغندي په کښتۍ کې سپاره دي د مصر له سویز کانال څخه د تېرېدو وروسته د تیونس ګشت کونکي کښتۍ ته سلوټ کوي. [د چین د دفاع وزارت]

چینايي ماڼوګان چې د لارښود توغندي په کښتۍ کې سپاره دي د مصر له سویز کانال څخه د تېرېدو وروسته د تیونس ګشت کونکي کښتۍ ته سلوټ کوي. [د چین د دفاع وزارت]

هغه د ژباړونکي له لارې وويل، "دا یو داستان دی چې د هغو کسانو لخوا رامینځته شوی چې په افریقا کې پرمختګ ليدل نه غواړي." "که چېرې دا يو جال وي، نو دا د بې وزلۍ او پرمختیا په اړه دی."

د چين د رسمي شمېرو له مخې، چين د افريقې تر ټولو لوی سوداګريز ملګری دی، چې په ۲۰۱۹ کال کې ورسره له ۲۰۰ ملياردو ډالرو څخه زياته مستقيمه سوداګري لري.

په کینیا کې، چین له نړیوال بينک وروسته دوهم لوی قرض ورکوونکی دی او د ګڼ شمېر قیمتي زیربنایي پروژو تمویل یې کړی چې د نیروبي په اړه یې اندیښنې راپورته کړي چې دا د خپل توان څخه ډېره قرضه اخلي.

د مومباسا په بندر کې، چین د ۳۵۳ ملیونه ډالرو په ارزښت نوی ټرمینل جوړوي ترڅو د تېلو لوی ټانکرونو ته د ودرېدو فرصت ورکړي.

بیجینګ د کینیا د خپلواکۍ راهيسې تر ټولو ګرانه زیربنایي پروژه هم تمویل کړه، او د مومباسا څخه د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره يې ۵ ملیارده ډالره قرضه هم ورکړه چې په ۲۰۱۷ کال کې پرانیستل شوه.

د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې مومباسا ته د سفر په ترڅ کې، وانګ د ریل پټلۍ د چین د بيلټ او سړک نوښت (بي آر آي) د "معيار" په توګه تشریح کړه. بي آر آی د لويو زیربناوو په جوړولو سره په ټوله نړۍ کې د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د ټریلیون ډالرو يوه هڅه ده.

اندېښنې

د چين د دولت صدر شي جين پينګ په ۲۰۱۳ کال کې د چين د اقتصادي او سياسي نفوذ د پراخولو په موخه د بي آر آی پروژه پيل کړه، چې د املاکو ډېر پلانونه يې په نړيواله کچه د هغې د توکو د لېږدولو په برخه کې مرسته کوي.

خو د بيلټ او سړک نوښت په هدفونو کې یو دا دی چې د غریبو هېوادونو د طبیعي زیرمو د راېستلو او چین ته د رسولو لپاره لاره هواره کړي.‌

چین د پراخې سرمايه کارۍ پروژې لپاره هر ډول پټ اهداف ردوي، خو منتقدین استدلال کوي چې دا د دې سکیم څخه رامینځته شوي مالي ګټې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره کاروي، کوم چې دوی "د قرض جال سفارتکاري" په نامه يادوي -- او د قرض اخیستونکو لپاره سخت شرایط وضع کوي او داسې قراردادونه لیکي چې دې ته اجازه ورکوي چې ستراتیژیکې شتمنۍ ضبط کړي کله چې قرض ترلاسه کونکي هېوادونه له مالي ستونزو سره مخ شي.

کتونکو په چینایي تمویل د تکیه کولو په اړه اندېښنې پورته کړي، او د چینایي سرمايه کارۍ د شرایطو سره مخ په زیاتیدونکي ناکراري شتون لري.

د کینیا جیو پولیټیکل او اقتصادي شنونکي علي خان ساچو وویل، د ختیځ افریقې هېواد د خبرو اترو په معاملې کې کمزوری و او ډېر وختونه يې د لوړ سود د بېرته ورکولو نه علاوه بله لاره نه لرله.

هغه ای اېف پي ته وویل، "دا سرمايه کاري به په نږدې راتلونکي کې د سرمايه کارۍ ګټې ورنه کړي."

"تاسو دا قرضې اخیستي دي، او دوی هره میاشت د تاوان سره مخ دي. تاسو په اصل کې ستونزې زیاتوئ."

د داسې ناوړه قرضو مثالونه ډېر دي.

سریلانکا، د مثال په توګه، د نغدو پيسو له کمي او له مخکې نه د ۳۵ ملیارده ډالرو بهرنيو قرضو سره مخ دی -- چې تقريباََ ۱۰ فيصده یې د چین سره تړاو لري، خو چارواکو یې د پیسو نړیوال صندوق (آی اېم اېف) څخه د قرض اخيستلو پر ځای بیا بیجینګ ته مخه وکړه.

د هغه دفتر د جنورۍ په ۹مه په یو بیان کې وویل چې صدر ګوتابایا راجاپاکسا "په ګوته کړه چې دا به لویه د راحت خبره وي که چېرې د قرض تادیات د وبا وروسته اقتصادي بحران ته په پام سره له سره تنظیم شي."

دا غوښتنه د بیجینګ لخوا د خاموشۍ سره مخ شوه.

په ورته وخت کې، د مرکزي بينک ګورنر اجیت نیوارډ کابرال وویل، له چین سره د نوي قرضې په اړه خبرې په "پرمختللي پړاو" کې دي، او یو نوی تړون به بیجینګ ته موجوده قرضه بېرته ورکړي.

هغه وویل، "دوی به له موږ سره د قرض د بېرته ورکولو په برخه کې مرسته وکړي ... د چین څخه نوي قرضه د دې لپاره ده چې چین ته موږ خپله قرضه بېرته ورکړو."

سریلانکا په تېرو وختونو کې د زیربناوو لپاره له چین څخه ډېره قرضه اخیستې ده، چې ځینې یې يوه ستونزه ګرځېدلې ده.

په سویل کې د بندر جوړولو لپاره د ۱.۴ ملیارد ډالرو قرضې د بېرته ورکولو توان نه لرلو سره، سریلانکا اړ شوه چې په ۲۰۱۷ کال کې یو چینایي شرکت ته تاسیسات د ۹۹ کالو لپاره په اجاره ورکړي.

متحده ایالاتو او هند خبرداری ورکړی چې د همبانټوتا بندر، چې د ختیځ - لویدیځ نړیوال بیړیو مهمې لارې سره موقعیت لري، کولی شي چین ته د هند په بحر کې پوځي تسلط ورکړي.

'د سمندري ورېښمو لار'

د بي آر آی د يوې برخې په توګه، چين د هندي بحر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي، چې د سویلي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې د تیلو چمتو کولو او رسد سټیشنونو يوه لړۍ جوړوي.

د دې "سمندري ورېښمو لارې" په اوږدو کې یو لوی بندر د پاکستان په ګوادر کې دی، خو د سیمه ایزو کارګرانو او چاپیریال لپاره د بیجینګ بې پامۍ دا معامله خرابه کړې ده.

تمه کيږي چې ګوادر به د چین د بیلټ او سړک نوښت يوه لویه برخه وي -- او هغه قرض چې د پاکستان حکومت له بیجینګ څخه د څو ملیارد ډالرو زیربنایي پروژو د تمویل لپاره اخیستی دی -- دی يې د يو خطرناک حالت سره مخامخ کړی دی.

په بلوچستان کې د فشار لویه سرچینه په ژور بحر کې د چین د لويو کښتیو سره تړاو لري چې ځایي کب نیونکي د خپلې ګټې وټې څخه محرومه کوي.

د بي آر آی نږدې کتنه د بيجينګ دا موخه څرګندوي چې د چین څخه بحيره روم پورې، په مرکزي آسیا، مرکزي افریقا او افريقا کې د نورو ځایونو په ګډون، په سرچينو کنټرول ترلاسه کړي او پوځي مشنونه پکې ترسره کړي.

د دغه هدف لپاره، چین په وروستیو کلونو کې په مصر کې له ۷ ملیارده ډالرو څخه زیاته سرمايه کاري کړې، خو شنونکي خبرداری ورکوي چې په کلیدي ځایونو او اقتصادي برخو کې د چین د دې کچې مداخلت ممکن اوږدمهاله پایلې ولري.

د ځانګړې اندیښنې خبره د چین د سویز کانال په اقتصادي زون کې پراخه سرمايه کاري ده.

سربېره پر دې، په شنجيانګ کې له مسلمانانو سره د بېجينګ ناوړه چلند -- د نسل وژنې، ځورنې، جنسي تاوتريخوالي، اجباري کار او خپلسري توقيف په شمول -- د چين پر ضد احساسات راپارولي دي.

عراقیان هم د چین د اقتصادي سرمايه کارۍ د ارزښت په اړه پوښتنې لري.

د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په میاشت کې د عراق او چین تر منځ د ۲۰ کلنو تړون لاسلیک شو، چې لا تر اوسه نه دی عملي شوی.

دا تړون د دې مفکورې پراساس دی چې چین به د ۱۰ ملیارده ډالرو قرضه چمتو کړي چې چین ته د عراق د تېلو له پلورلو څخه د ترلاسه شوي عاید څخه په زیاتیدونکي ډول بېرته ورکړل شي. دا قرضه به په عراق کې د سترو زیربنایي پروژو تمویل وکړي.

هغه کسان چې پر دغه تړون اعتراض کوي وايي چې دا به د اوږدې مودې لپاره چین ته د عراق تېل ګروي کړي او عراق به د چین په قرض کې پاتې کړي.

نور خلک ویره لري چې له چین سره نږدې اړیکې به یوازې د ایران رژیم اهداف پوره کړي، چې د عراق اقتصاد په بیه د خپلو ګټو د پراختیا هڅه کوي.

د قرض انبار

په منځنۍ اسیا کې څو هېوادونه په ورته کړکېچونو کې اخته دي.

چین د ترکمنستان د ګازو د صنعت د پراختیا لپاره په ملیاردونو ډالره سرمايه کاري کړې او ځان يې د صادراتو لپاره د هېواد لومړی ځای جوړ کړی دی.

په هېواد کې د بیجینګ مهمې پروژې د مرکزي آسیا - چین پایپ لاین دی، چې له ختیځ ترکمنستان څخه پیل کیږي او د ازبکستان او قزاقستان له لارې چین ته رسیږي، او په ګالکینیش کې د څو مرحلو د پراختیا پروژه ده، چې په نړۍ کې د ګاز دوهمه لويه ساحه ده.

په ۲۰۱۱ کال کې د چین د پراختیایي بينک (سي ډي بي) د هغه وخت صدر جیانګ چاولینګ دغه هېواد ته د سفر پر مهال وویل چې دغه بينک ترکمنستان ته د دې پروژو لپاره ۸.۱ میلیارده ډالرو قرضه ورکړې ده.

د تېر جون په مياشت کې، د ترکمنستان حکومت او سي ډي بي اعلان وکړو چې قرضې یې په بشپړ ډول تادیه شوي، خو د چینایي قرضو شرایط خفيه ساتل شوي دي. چارواکو هیڅ اشاره نه ده کړې چې ترکمنستان څومره پیسې بېرته ورکړې یا کله.

د نورو معلوماتو پرته، دا ناممکنه ده چې پوه شو چې ترکمنستان څنګه چین ته خپله قرضه بېرته ورکړه.

شنونکي وايي، یو احتمال دا دی چې ترکمنستان چین ته د خپلو ریکارډ صادراتو څخه عاید نه ترلاسه کوي. بلکې، د ګازو د پلور څخه ترلاسه شوې پيسې د بیجینګ د څو ملیارد ډالرو قرضو د ورکولو لپاره کارول کيږي.

شنونکي وايي، د چین د قرض تړون هم د قرغزستان لپاره یو ریښتینی ګواښ دی.

د مالیې وزارت په وینا، د تېر مارچ تر میاشتې پورې، د قرغزستان بهرنۍ قرضه ۵ ملیارد ډالره وه، چې لویه برخه یې -- له ۴۰ فيصده څخه زیاته برخه -- د چین د ایکسیم بينک سره تړاو لري.

په ۲۰۲۰ کال کې، د کورونا ویروس ناروغۍ له امله رامینځته شويو اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره، د قرغزستان حکومت په مکرر ډول له چینايي چارواکو څخه وغوښتل چې د قرضونو شرایط آسان کړي -- او لږ تر لږه د تادیې نېټه وغځوي.

بیجینګ د نږدې یو کال لپاره دغه غوښتنه له پامه وغورځوله، او بالاخر د ۲۰۲۰ کال د نومبر په مياشت کې یې موافقه وکړه چې د ۲۰۲۰ کال قرضه د راتلونکو څلورو کالو پورې وغځوي. خو د دې "رعایت" په بدل کې، دې د ۲ فېصده فیس غوښتنه وکړه چې د قرض ٪۲ فيصده برخه ده.

په بحران ځپلي افغانستان کې، کتونکو د پخواني حکومت له نسکوریدو راهيسې د چین زیاتیدونکي "مرستې" د یوې هڅې په توګه ګڼلې چې دا کمزوری هېواد مجبوره کړي چې په اقتصادي او سیاسي توګه په بیجینګ باندې تکيه وکړي ترڅو دا وکولی شي د هېواد د اټکل شوي ۱ ټریلیون ډالرو په ارزښت د معدني زیرمو څخه ګټه پورته کړي .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500