بشري حقونه

شي جين پينګ په شخصي توګه د مسلمانانو سره د ظلمونو مسئوليت په غاړه لري

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

سيلانيان د نومبر په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې د يو سکرين مخې ته تېريږي چې د چين د کمونېست ګوند په موزيم کې د چين صدر شي جين پينګ ښيي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

سيلانيان د نومبر په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې د يو سکرين مخې ته تېريږي چې د چين د کمونېست ګوند په موزيم کې د چين صدر شي جين پينګ ښيي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

لندن -- د اویغور ټريبيونل د دې میاشتې په پیل کې راپور ورکړو، د چین کمونست ګوند (سي سي پي) له معقول شک پرته په شنجيانګ کې د اویغورانو او نورو ترکي ژبو مسلمانانو نسل وژنه کوي -- او د چین صدر شي جین پینګ د دغه کار "اصلي مسؤلیت" په غاړه لري.

نهو وکیلانو او د بشري حقونو شنونکو د دسمبر په ۹مه په لندن کې د شواهدو په دوو غونډو کې د بشریت ضد جرمونو، شکنجه کولو، جنسي تیري او غیر انساني چلند د تورونو اوریدلو وروسته خپل نظر خپور کړو.

دا ټريبيونل د نړیوال اویغور کانګرس په غوښتنه جوړ شو. دا تر ټولو لویه ډله ده او د جلاوطن شويو اویغورانو استازيتوب کوي او د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د سرغړونو له کبله د چین پرضد اقدامات وکړي.

د ۶۳ پاڼو په راپور کې، دغه پېنل وویل چې سي سي پي د هیواد په شمال لویدیځ کې "د مسلمان اویغور اقليتونو د پام وړ برخه د تباه کولو لپاره اراده لرله" او په دې توګه یې "نسل وژنه کړې ده".

د ۱۰۰ څخه د زياتو نويو تاسیساتو منظر چې بيجينګ په دې وروستيو کې د مسلمانانو د توقيف لپاره جوړ کړي دي. [بزفيډ]

د ۱۰۰ څخه د زياتو نويو تاسیساتو منظر چې بيجينګ په دې وروستيو کې د مسلمانانو د توقيف لپاره جوړ کړي دي. [بزفيډ]

یو سړی د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۱مه د شنجيانګ په سیمه ایز مرکز ارومچي کې د یو جومات څخه تېرېږي. بيجينګ د جومات منارې او مقبرې ویجاړوي چېرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه ښخ شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه په هغه ځای کې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شنجيانګ کې د دې توکميزه ډلې د شناخت د ختمولو لپاره يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

یو سړی د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۱مه د شنجيانګ په سیمه ایز مرکز ارومچي کې د یو جومات څخه تېرېږي. بيجينګ د جومات منارې او مقبرې ویجاړوي چېرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه ښخ شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه په هغه ځای کې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شنجيانګ کې د دې توکميزه ډلې د شناخت د ختمولو لپاره يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

سي سي پي په شنجيانګ کې د اويغور د زيږون د کچې د راټيټولو لپاره د تدبيرونو يو هراړخيز سيسټم جوړ کړی، چې پکې په جبري توګه شنډول، د زېږون کنټرول او د حمل ختمول شامل دي.

دغه ټريبيونل وويل، په راتلونکو نسلونو کې د اویغورانو نفوس به له دې څخه لږ وي چې د دې پالیسیو پرته به وو. دا به د اویغورانو د یوې برخې په جزوي توګه د تباه کولو لامل شي.

ټريبيونل په دې نتيجه ورسيدو چې"د نسل وژنې کنوانسیون سره سم د 'تباه کولو' لفظ کارول د نسل وژنې د ثبوت لپاره اړین ممنوع عمل پوره کوي."

شي جين پينګ 'اصلي مسؤليت' په غاړه لري

برتانوي بیرسټر جیفري نایس، چې د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو پخوانی څارنوال دی، د اویغور ټريبيونل مشري وکړه.

هغه او نورو غړو په زرګونو مستند شواهد او د خپلواکو څیړونکو او د بشري حقونو سازمانونو اکادميک راپورونه، د رسنیو راپورونه او د چین د ولسي جمهوریت (پي آر سي) عامه اسناد وڅیړل.

پېنل دې نتیجې ته ورسیدو چې په سلهاو زره اویغور -- او احتمالاً له یو ملیون څخه ډېر -- په خپلسري ډول توقیف شوي او له هغوی سره ظالمانه او غیر انساني چلند شوی دی.

دغه پېنل د معقول شک څخه پرته وموندل چې شکنجه کول "د هغو عامه چارواکو یا نورو اشخاصو په هڅونې سره، یا په رضایت سره یا په مرضۍ سره ترسره شول چې د پي آر سي او/يا د سي سي لپاره په رسمي توګه کار کوي".

دې د قيد، جبري انتقال، جبري ورکېدل، جنسي تیري او جنسي تاوتريخوالي، ظلم او غیر انساني عملونو د ادعاګانو ملاتړ وکړو.

دغه ټريبيونل وويل، "ټريبيونل په دې باور لري چې پي آر سي د اویغورانو په نښه کولو لپاره د يو څو خو د يو بل سره د تړل شويو پالیسو د پلي کولو لپاره یو جامع پلان جوړ کړی دی."

ټريبيونل وویل، شي جين پينګ او نور لوړ پوړي چارواکي په شنجيانګ کې د اویغورانو او نورو ترک مسلمانانو په وړاندې د شويو ظلمونو "اصلي مسؤلیت په غاړه لري".

شواهد د سرغړونو يوې لړۍ ته اشاره کوي

ټريبيونل د توقیف ځایونو په جوړولو، له بندیانو سره د چلند، په شنجيانګ کې د جوماتونو ویجاړولو او د نفوسو د کنټرول لپاره د ټیکنالوژۍ او دولتي څارنې په کارولو کې د سي سي پي د چټکتیا یادونه وکړه.

نايس د ټريبيونل د راپور په لوستلو سره وويل، "په توقیف ځایونو کې په ټولګیو کې توقیفیان دې ته اړ شول چې د ساتونکو په شتون کې د سي سي پي او پي آر سي په ستاینه کې سندرې زده کړي او سندرې ووایي، پداسې حال کې چې دوی د دې خطر سره مخ شول چې له ټولګي څخه ويستل شي او تر دې حده به وځورل شي چې په ټولګي کې موجود کسان به يې چیغې واوري."

هغه وویل، ښځینه بندیانې، او احتمالاً نارینه دې ته اړ شول چې داسې درمل وخوري چې د دوی تناسلي فعاليتونه اغېزمن کړي او ياده درمل د ذهن د بدلولو نورې اغیزې لرلې.

دغه ټريبيونل وموندل، "په توقیف ځایونو او په بهر کې امیندواره میرمنې حتی د امیندوارۍ په وروستیو مرحلو کې حمل ضايع کولو ته اړ شوې." "د حمل د ضايع کولو د هڅې په دوران کې، ځینې وختونه به ماشومان ژوندي وزیږیدل خو بیا به ووژل شول."

دغه ټريبيونل وویل، د سخت نظارت او څارنې له لارې، د شنجيانګ ځینې برخې "د خلاص زندان" په بڼه بدلې شوي.

ټريبيونل وويل، ګاونډیان هڅول شوي یا اړ شوي چې د يو بل جاسوسي وکړي، او د ټولنې مهم غړي -- د مذهبي، کلتوري، سیاسي او سوداګریزو مشرانو په ګډون -- قيد شوي یا "غائب شوي" او په ځینو مواردو کې وژل شوي دي.

کوچني ماشومان له خپلو کورنیو څخه د څو مياشتو لپاره جدا شوي او په یتیم خانو یا د سي سي پي لخوا پرمخ وړل شويو بورډینګ سکولونو کې ځای پرځای شوي. په ځینو وختونو کې والدېن په دې نه پوهيږي چې ایا د دوی ماشومان ژوندي دي که مړه شوي دي.

اویغور میرمنې د هان قوم د اکثریت سړيو سره واده کولو ته اړ شوي چې د انکار په صورت کې د توقیف یا نورو مجازاتو له خطر سره مخ کيږي.

ټريبيونل وموندل، په نورو مواردو کې، "د کورنۍ ملګري" -- معمولاً د هان نارینه -- د هفتو لپاره د "اویغور کورنیو سره د پاتې کیدو لپاره لیږل شوي ترڅو د کورنۍ د افکارو او چلند څارنه وکړي او راپور ورکړي".

دغه ټريبيونل وويل، "له ماشومانو څخه پوښتنې شوي او هان سړي ځینې وختونه د کورنۍ په څېر په ورته بستره کې ویده کېدل، په ځینو مواردو کې کله چې اویغور سړی به په توقیف کې و، چې د جنسي ځورونې او جبري جنسي اړیکو د هرومرو پایلو لامل شوې."

مخ په ډېرېدو بنديزونه

بیجینګ د اویغور ټريبيونل، چې د هیڅ يو حکومت سره تړاو نه لري، "د چین پر ضد" د دروغو بدنامۍ په توګه په کلکه غندلی او د هغې په مشر يې بندیزونه لګولي.

متحده آيالاتو، ګڼ شمېر نورو لوېديځو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو له اويغورانو سره د چين چلند "نسل وژنه" بللې ده.

د متحده ايالاتو، اسټراليا، کاناډا او بريتانيا په ګډون هېوادونو په بيجينګ کې د ژمنيو اولمپيک لوبو څخه سفارتي بايکاټ کوي.

د متحده آيالاتو حکومت تېره هفته له اويغورانو سره د چين د چلند د غندلو لپاره يو لړ ګامونه پورته کړل.

د متحده آيالاتو سنېټ د دسمبر په ۱۶مه په متفقه توګه د متحده آيالاتو ملاتړ وکړو چې دا لومړی هېواد جوړ کړي چې د جبري کار د اندېښنو له امله له شنجيانګ څخه پر ټولو وارداتو بنديز ولګوي.

سنېټر مارکو روبیو، چې د دې اقدام ترشا يو محرک ځواک دی، چې تمه کيږي د متحده ایالاتو صدر جو بایډن به يې د يو قانون په توګه لاسلیک کړي، وويل، "موږ پوهیږو چې دا د نسل وژنې سره په خطرناکه، وحشتناکه کچه پیښیږي چې موږ یې اوس ترسره کیدل وينو."

سنېټ تایید کړه ځکه چې د چین سفیر نیکولاس برنز چین د "یو تیریګر" په توګه بيان کړی او د اویغور "نسل وژنه" یې غندلې ده.

د بایډن ادارې په شنجيانګ کې د څارنې له کبله پراخه بندیزونه نافذ کړل. د حقونو ډلې وايي چې چین په شنجيانګ کې د اویغورانو د څارنې لپاره نوې ټیکنالوژي کاروي.

په نښه شويو شرکتونو کې د SZ DJI ټیکنالوژي شامله ده، چې د نړۍ ترټولو لوی مصرف کونکي ډرون تولیدونکی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، "دا اته ادارې په فعاله توګه په پي آر سي کې د توکمیزو او مذهبي اقليتي ډلو د غړو د څارنې او تعقیب ملاتړ کوي، په ځانګړي توګه په شنجيانګ کې د مسلمان اویغورانو."

متحده ایالاتو له مخکې نه د دې شرکت سوداګریز صادرات محدود کړې ول، خو نوي بندیزونه به په دې کې د متحده ایالاتو هر ډول سرمايه کاري يو جرم وګڼي.

په نښه شويو نورو شرکتونو کې د شيامين مييا پيکو معلومات شامل دي، کوم چې په تلیفونونو کې د فایلونو د تعقیب لپاره يو اېپ جوړ کړی، او د کلاوډ واک ټیکنالوژي، چې د اویغورانو او تبتیانو مخونو د پیژندلو لپاره يې ايپ جوړ کړی و.

په يو نوټس کې ويل شوي، په جلا توګه، د متحده ایالاتو د سوداګرۍ څانګې د پوځي طبي علومو اکېډمۍ (ای اېم اېم اېس) او د هغې ۱۱ څیړنیزو موسسو ته د بایو ټیکنالوژۍ د دندو له امله حساس صادرات محدود کړل چې پکې "د دماغ د کنټرولولو وسلې" شامل دي.

د سوداګرۍ وزیر جینا ریمونډو په یو بیان کې وویل، "له بده مرغه، پي آر سي د دې ټیکنالوژۍ کارول غوره کوي ترڅو د خپلو خلکو کنټرول تعقیب کړي او په توکمیزو او مذهبي اقليتي ډلو غړو باندې فشار راوړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500