بشري حقونه

يو ټريبيونل په شنجيانګ کې د چین د مسلمانانو د نسل وژنې تحقيقات کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

قزاق او اویغور ګواه عمیر بیکالي (ګس اړخ ته) څرګندوي چې څنګه هغه د "بیا روزنې" په کېمپ کې په زنځیرونو تړل شوی و، په داسې حال کې چې هغه د جون په ۴مه په "اویغور ټريبيونل" کې د اوریدنې په لومړۍ ورځ خبرې کوي. دا ټريبيونل د انګلستان په لندن کې د وکیلانو او د حقونو تحلیل کونکو يو پېنل دی چې په چین کې د اویغورانو سره د ناوړه چلند د راپورونو تحقيقات کوي. [تولګا اکمن/ای اېف پي]

قزاق او اویغور ګواه عمیر بیکالي (ګس اړخ ته) څرګندوي چې څنګه هغه د "بیا روزنې" په کېمپ کې په زنځیرونو تړل شوی و، په داسې حال کې چې هغه د جون په ۴مه په "اویغور ټريبيونل" کې د اوریدنې په لومړۍ ورځ خبرې کوي. دا ټريبيونل د انګلستان په لندن کې د وکیلانو او د حقونو تحلیل کونکو يو پېنل دی چې په چین کې د اویغورانو سره د ناوړه چلند د راپورونو تحقيقات کوي. [تولګا اکمن/ای اېف پي]

لندن -- په انګلستان کې د نهو وکیلانو او د بشري حقونو کارپوهانو یوې ډلې د خپلواکه تحقیقاتو د یوې برخې په توګه د ګواهانو څخه د شواهدو اوریدل پیل کړي چې ایا چین په شنجيانګ سیمه کې د اویغورانو او نورو مسلمان اقليتونو سره په چلند کې د نسل وژنې په جرم تورن دی.

"اویغور ټړيبيونل" د دسمبر په مياشت کې د راپور د خپرولو څخه مخکې دوه اوریدنې لري -- د جون د ۴مې څخه تر ۷مې پورې او د سپتمبر د ۱۰مې څخه تر ۱۳مې پورې. دا اوریدنې د عامو خلکو لپاره خلاصې دي او د محکمې په یوټیوب او ټویټر چینلونو کې په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د دې ټريبيونل مشر جیفري نایس د جمعې په ورځ (د جون په ۴ مه) د څلورو ورځو د غونډې د پرانیستلو پرمهال وویل، "د پي آر سي [د چین د خلکو جمهوریت] پرضد تورونه خورا سخت دي." هغه زیاته کړه چې په دې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلامیې بې شمیره سرغړونې شاملې دي.

بیجینګ په ۴۰۰ مرکزونو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان -- د قومي قزاقانو په ګډون -- د ۴۰۰ څخه ډيرو مرکزونو کې بندیان کړي دي چې چين يې "د حرفوي زده کړې مرکزونو" يا "د بيا ښونې مرکزونو" په توګه بيانوي.

ګواه پتي ګل طالف (ګس اړخ ته) د جون په ۴مه نيټه په لندن کې په "اویغور ټريبيونل" کې د اوریدنې په لومړۍ ورځ خبرې کوي. دا ټريبيونل په انګلستان کې د وکیلانو او د حقوقي کارپوهانو يو پېنل دی چې په چین کې د اویغورانو سره د ناوړه چلند د راپورونو تحقيقات کوي. [تولګا اکمن/ای اېف پي]

ګواه پتي ګل طالف (ګس اړخ ته) د جون په ۴مه نيټه په لندن کې په "اویغور ټريبيونل" کې د اوریدنې په لومړۍ ورځ خبرې کوي. دا ټريبيونل په انګلستان کې د وکیلانو او د حقوقي کارپوهانو يو پېنل دی چې په چین کې د اویغورانو سره د ناوړه چلند د راپورونو تحقيقات کوي. [تولګا اکمن/ای اېف پي]

که څه هم، دا مرکزونه په پراخه کچه د غیرقانوني توقیف خانو په توګه راپور شوي چې ځینې په کې د "تمرکز کېمپونو" په څير دي.

د دې ټريبيونل د وېب پاڼې د تفيصلاتو له مخې، د چین پرضد په تورونو کې "وژنې، جدي جسماني یا نفسياتي زیان شامل دي، چې په دې کېځورنه، جنسي تیري او نور جنسي تاوتریخوالی، غلامي، له مور او پلار څخه د ماشومانو په جبري توګه جلا کول، په جبري توګه شنډول، په جبري توګه لیږدول یا جلاوطن کول، د نسل پر اساس تبعیض، جبري کار، په جبري توګه د محصولاتو راټولول، په جبري توګه غايب کول، د کلتوري یا مذهبي میراث ویجاړول، مذهبي ځورنه، جبري ودونه او په اویغور کورنیو کې د هان چینايي سړو نفوذ شامل دي".

په دغه وېب پاڼه کې ليکل شوي، "که چيرې ثابته شوه، نو ځینې دغه تورونه دې پایلې ته رسیدلی شي چې پي آر سي یو کمپاین پيل کړی چې اراده يې په بشپړ ډول یا په جزوي توګه د اویغور خلک او د هغوی شتون د یوې مذهبي، توکميزې، قومي او توکميزې ډلې په توګه ختمول دي."

دا ټريبيونل له هيڅ يو حکومت سره تړاو نه لري، او چین په دې کې د ګډون کولو نه انکار کړی، او دا یې د يو داسې "مشين په توګه بللې چې دروغ وایي". بیجینګ په نایس او نورو ښکيلو کسانو باندې بنديزونه لګولي دي. نايس د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو پخوانی څارنوال دی.

که څه هم، د دغه ټريبيونل وکیلانو وویل چې د متحده ایالاتو او آسټرالیا حکومتونو د اړوندو موادو د چمتو کولو وړاندیز کړی دی، او له مخکې نه يې ثبت شوي په زرګونو اسناد د مستند ثبوت په توګه چمتو کړي دي.

دا ټريبيونل د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په میاشت کې د نړیوال اویغور کانګرس په غوښتنه جوړ شو، چې تر ټولو لویه ډله ده چې د جلاوطنه اویغورانو استازيتوب کوي او د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې په شنجيانګ کې د سرغړونو په اړه د چین پرضد اقدامات وکړي.

نايس او د هغه همکارانو ژمنه کړې چې د پېنل کار به "بې طرفه" وي او د شواهدو په رڼا کې به ترسره شي.

ډير غمجن شهادت

په لومړیو ورځو کې، دغه پېنل د ځورنې او ډله ایزو جنسي تیریو غمجن شهادتونه واوریدل. عیني شاهدانو د شنجیانګ په کېمپونو کې د ناوړه حالاتو او ظلم په اړه بیانونه ورکړل، او يو په کې ادعا وکړه چې یوه ښځه په جبري توګه د شنډولو وروسته مړه شوې وه.

په شنجيانګ کې وضعیت په مرکزي آسیا کې ځانګړی عکس العمل لري. د مرکزي آسیا وګړي په شنجيانګ کې ملیونونه توکمي وطنپالان، او خپلوان لري. قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان ټول له چین سره پوله لري.

قزاقان هره ورځ له دریو میاشتو راهیسې په الماتې کې د چینايي قونسلګرۍ بهر احتجاج کوي او غوښتنه کوي چې بیجنګ دې د هغوی خپلوان او ملګري خوشي کړي کوم چې په شنجيانګ کې د مسلمانانو په وړاندې د چین د مبارزې د برخې په توګه توقیف شوي دي.

د شنجيانګ په مرکزي ښار اورومچي کې يو ازبک ښوونکې قلبینور صديق وویل، هغې ته د کمونست ګوند مشرا نو لارښوونه وکړه چې د اويغورانو لپاره په دوه چټلي او د ګڼې ګوڼې "د بيا زده کړې" په کېمپونو کې د چینايي ژبې درس ورکړي -- په دغه کېمپونو کې یو د نارینه او یو د ښځو لپاره وو.

هغې د جمعې په ورځ ټريبيونل ته وویل، دغه تش په نامه زده کونکي د ګهنټو اوږدو ټولګیو په دوران کې په زنځیرونو تړل شوي وو.

صديق وویل، "پولیس او د کېمپ ساتونکي، نارینه بندیانو ته د انسان په نظر نه ګوري." "هغوی د هغوی د بې عزتۍ ليدلو نه خوند اخيستو، او د هغوی تکلیف د هغوی لپاره خوشحالي وه."

هغې وويل چې د ښځينه بنديانو سره به ناوړه چلند کيدو کله چې به هغوی د تفتيش لپاره بووستل کيدې. "هغو به نه یوازې ځورل کيدې، بلکې د هغوی سره به جنسي تيري هم کيدو او کله نا کله به ورسره په ډله ییزه توګه جنسي تیري هم کيدو."

هغې زیاته کړه چې د اویغوري ښځو په جبري توګه شنډول یو عام کار دی، او په یوه بیلګه کې، یوه ښځینه بندي په دغه پروسه کې مړه شوه.

صديق وویل چې مخکې له دې چې هغه په هالینډ کې د خپلې لور سره د لیدو لپاره ویزې ترلاسه کړي او له چین څخه وتښتي، هغه په جبري توګه شنډه کړی شوه.

هغې وویل، "هغه څه چې ما وليدل او ما تجربه کړل، زه يې د یوې ورځې لپاره هم نشم هیرولی." "زه پخپله ښځه یم، زه یوه لور لرم. زه نه غواړم چې هيڅوک دې د داسې حالاتو سره مخ شي.

دغه ټريبيونل د اویغور میراث سره د عمر بيکالي، چې قزاق وګړی دی، ثبوتونه واوریدل، چې پولیسو هغه مهال ونیولو کله چې هغه په شنجيانګ کې د کورنۍ سره ملاقات کولو.

د شهادت ورکولو په دوران کې په يو وخت کې هغه زنځیرونه واچول چې دغه پېنل ته وښیي چې څنګه هغه د اوو میاشتو څخه د ډيرې مودې لپاره په کېمپ کې ساتل شوی و.

هغه وویل، "د لومړیو څلورو ورځو او شپو پورې یې زه سخت شکنجه کړی وم."

بیکالي وضاحت وکړو، "زه يې له چت څخه ځوړند کړی وم." هغه زیاته کړه چې هغه يې په ټول بدن او د پښو په تلو باندې وهلی و.

هغه وویل چې د هغه پلار ووژل شو او ورور یې د ځورنې وروسته معذوره پاتې شو. هغه ټريبيونل ته وویل، "زما پلار مړ شو، او زما خور او ورور تروریستان وګرځول شول."

د اویغور د نړیوال کانګرس مشر ډولکون عیسی، چې په آلمان کې یې پناه اخیستې ده، د دغه پېنل سره خبرې وکړې.

هغه وويل، "په بهر کې زما د فعالیتونو له امله، زما ټوله کورنۍ د نظارت او ځورونې سره مخ ده."

"زه نه پوهیږم چې زما د کورنۍ څومره غړي په تمرکز کېمپونو یا توقیف ځایونو کې دي او څومره ژوندي دي."

بیجینګ ګڼ شمير ثبوتونه ردوي

په دغه ټريبيونل کې اوریدل شوي تورونه د هغو ډیرو نورو بيانونو سره مطابقت لري کوم چې د کېمپونو څخه خپاره شوي دي.

د اویغور د بشري حقونو پروژې (يو اېچ آر پي) د مۍ په ۱۳ مه په خپور شوي راپور کې وویل، چین د شنجيانګ په سیمه کې د مسلمانانو په وړاندې د مبارزې د يوې برخې په توګه د ۱۰۰۰ څخه ډير امامان او مذهبي شخصیتونه نیولي دي.

د يو اېچ آر پي راپور په دغه شواهدو کې اضافه کوي او د هغو ادعاګاونو ملاتړ کوي چې بیجینګ د مسلمانانو د کلتور او مذهب د له مینځه وړلو او د هان چین په اکثریتي کلتور کې د قومي اقليتونو د یوځای کولو هڅه کوي.

د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ (ای اېس پي آی) په تير سپتمبر کې د سېټلایټ تصويرونو او د احصایې ماډلونو په کارولو سره راپور ورکړو، چینايي چارواکو په شنجيانګ کې شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي او يا زیانمن کړي دي.

دغه راپور وويل، زياتره تباهي په تیرو دریو کالو کې رامينځته شوې ده او تقريباََ ۸۵۰۰ جوماتونه ویجاړ شوي دي.

د ای اېف پي یوې پلټنې تیر کال وموندله چې په سیمه کې په لسګونو هدیرې ویجاړې شوي، چې د انسانانو پاتې شوني او د ويجاړ شويو قبرونو خښتې په ځمکه خورې ورې پاتې شوي دي.

نیویارک ټایمز د مۍ په ۱۰ مه راپور ورکړو، د اویغور، قزاقانو او شنجيانګ د نورو مسلمانو ښځو او نارینه وو سره مرکې او د دولتي احصایو او سیمه ایزو رسنیو بیاکتنې د چین د رژیم لخوا د ټولنې د ماشومانو د پيدا کولو د حقونو د کنټرول لپاره "سخته هڅه" په ګوته کوي.

د متحده ایالاتو حکومت اعلان وکړو چې په شنجيانګ کې نسل وژنه روانه ده، او د مۍ په ۱۲ مه د متحده ایالاتو، انګلستان او جرمني چارواکو له چین څخه وغوښتل چې د اویغور اقليتونو سره ظلم پای ته ورسوي او سیمې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر (اېچ سي ايچ آر) ته د لاسرسۍ اجازه ورکړي.

چین دغه تورونه ردوي او ټريبيونل یې د یو جعلي اقدام په توګه غندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چین پلاوي تیره میاشت وویل، "په شنجيانګ کې اوسنی وضعیت په تاریخ کې ترټولو غوره دی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین د تیرې پنجشنبې په ورځ په دغه ټريبيونل باندې تور ولګوو چې دا "د چين پرضد سياست کې ښکيل دی" او ويې وویل چې "دا جعلي ټريبيونل د قانون سره هيڅ ټراو نلري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500