بشري حقونه

په لسګونو هیوادونه د چین په شنجيانګ کې د مسلمانانو پروړاندې د ظلمونو د پای غوښتنه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د آرټکس ښار د مسلکي مهارتونو د زده کړې او د روزنې د خدماتو مرکز، چې په شنجيانګ کې د چینايي رژیم د 'بيا زده کړې یوه کېمپ' دی. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د آرټکس ښار د مسلکي مهارتونو د زده کړې او د روزنې د خدماتو مرکز، چې په شنجيانګ کې د چینايي رژیم د 'بيا زده کړې یوه کېمپ' دی. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- درې څلويښتو هیوادونو په ملګرو ملتونو کې د پبجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۱ مه) په يو بيان کې په چین غږ وکړ چې په شنجيانګ کې "د مسلم اویغور مسلمانانو لپاره د قانون حاکمیت ته بشپړ درناوی یقیني کړي."

دغه اعلامیه، چې متحده آيالاتو، ځينو اروپايي او آسيايي هیوادونو لاسلیک کړې، په چین تور ولګوو چې د اويغورانو د بشري حقونو څخه يې سرغړونه کړې، چې په دې کې شکنجه کول، په جبري توګه شنډول او په جبري توګه ورکېدل شامل دي.

دغه هیوادونو په ملګرو ملتونو کې په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د فرانس لخوا لوستل شوې وه، وویل، "موږ په چین غږ کوو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر او د هغې د دفتر په ګډون خپلواکو کتونکو ته اجازه ورکړي چې شنجيانګ ته سمدستي، معنی لرونکي او آزاده لاسرسی ولري."

په دغه بیان کې راغلي، "موږ په ځانګړي ډول د شنجيانګ په اویغور خپلواکه سیمه کې د وضعیت په اړه اندیښمن یو."

دې د "معتبرو" راپورونو حواله ورکړه چې 'د سیاسي بیا زده کړې کېمپونو' د يوې لویې شبکې شتون په ګوته کوي چېرې چې له یو ملیون څخه ډېر خلک په خپلسري توګه توقیفيان شوي دي.

لومړی په شنجيانګ کې د توقیف د مرکزونو له شتون څخه انکار وروسته، بیجینګ وروسته دغه مرکزونه د "بیا زده کړې" کېمپونو په توګه مشروع کړل چې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره جوړ شوي او د کار فرصتونو ته وده ورکوي.

که څه هم، د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقات او مرکې جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیری او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کوي.

د بشري حقونو د څار ډلې (اېچ آر ډبليو) د اپرېل په مياشت کې په یو مفصل راپور کې وویل، شنجيانګ په چین کې یوازینۍ سیمه ده چې د مسلمانانو اکثريت لري، او چینايي چارواکو د سیمې د دوه پردرې برخې د جوماتونو او نورو سپیڅلو اسلامي ځایونو د ويجاړولو او تباه کولو لپاره مختلفې بهانې استعمال کړي دي.

جبري 'چينيزم'

د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کلونو د "چينيزم" پلان د برخې په توګه،د چین کمونست ګوند (سي سي پي) چارواکو د جومات ګنبدونه، مینارونه او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه لرې کوي، او جوماتونه په لاوډ سپیکرو د اذان ورکولو څخه منع کوي.

دا پلان نه یوازې په شجنيانګ بلکې په ټول چین کې په فعاله توګه پلي کیږي.

بیجینګ له ډیرې مودې راهیسې په شنجیانګ کې د اویغورانو او نورو مسلمانانو ترکي وګړو د قوميت ختمولو تورونه رد کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د دې سفیر ژانګ جون د پنجشنبې په ورځ په قهر سره هغه څه رد کړل چې هغه یې "دروغ" او "چین ته د زیان رسولو لپاره یوه دسیسه" ګڼي.

هغه وویل، "شنجيانګ له پرمختګ څخه خوند اخلي، او خلک هره ورځ آزادي ترلاسه کوي او په پرمختګ وياړ کوي."

په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کال کې ورته اعلامیو چین په شنجيانګ کې، چېرې چې متحده ایالاتو بیجینګ د نسل وژنې په تور تورن کړی دی، د خپلو پالیسیو له امله غندلی و.

د سفارتکارانو په وینا، چین له خپل غبرګون ښودلو سره د ملګرو ملتونو په غړو هیوادونو فشار راوړي چې د دغه اعلامیو ملاتړ ونه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500