بشري حقونه

تحقيقات په شنجيانګ کې د مسلمانو ښځو د شنډولو لپاره د چین د کمپاین په اړه تفصیلات ورکوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

یوه مسلمانه میرمن د چین په لویدیځ شنجيانګ سیمه کې د هوتن په بازار کې خپل ماشوم نيولی دی. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

یوه مسلمانه میرمن د چین په لویدیځ شنجيانګ سیمه کې د هوتن په بازار کې خپل ماشوم نيولی دی. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

بیجینګ -- یوې څيړنې په شنجيانګ سیمه کې د زیږون د مخنیوي لپاره د روانو هڅو د برخې په توګه په جبري توګه د اسقاط حمل او شنډولو په کمپاين کې د چین د مسلمانانو میرمنو په نښه کولو په اړه ناوړه توضیحات په ګوته کړې دي.

نیویارک ټایمز د می په ۱۰ مه راپور ورکړو، د اویغور، قزاقستان او شنجيانګ د نورو مسلمانو ښځو او نارینه وو سره مرکې او د دولتي احصایو او سیمه ایزو رسنیو بیاکتنې د چین د رژیم لخوا د ټولنې د تولیدي حقونو د کنټرول لپاره "سخته هڅه" په ګوته کوي.

یوې توکمیزې ازبک میرمنې وضاحت وکړو چې څنګه هغې د معافیت غوښتنه وکړه کله چې د چین حکومت په شنجيانګ کې میرمنو ته په ۲۰۱۷ کال کې په رحم کې دننه د حمل د مخنیوي وسایلو (آی يو ډيز) د نصبولو امر وکړو.

قلبینور صادق، چې په هغه وخت کې يې عمر تقريباََ ۵۰ کاله و، وویل چې هغې د حکومت د زیږون حدونه تعقيب کړي او یوازې یو ماشوم لري.

د اویغور اقلیت غړيو د فبرورۍ په ۲۲ مه په استانبول کې د چین قونسلګرۍ ته نژدې په داسې حال کې پلی کارډونه نيولي دي کله چې دوی د خپلو خپلوانو په اړه د خبرونو لپاره چې د 'بیا زده کړې په کېمپونو' کې بندیان دي غوښتنه وکړه. [اوزان کوز/ای اېف پي]

د اویغور اقلیت غړيو د فبرورۍ په ۲۲ مه په استانبول کې د چین قونسلګرۍ ته نژدې په داسې حال کې پلی کارډونه نيولي دي کله چې دوی د خپلو خپلوانو په اړه د خبرونو لپاره چې د 'بیا زده کړې په کېمپونو' کې بندیان دي غوښتنه وکړه. [اوزان کوز/ای اېف پي]

خو دې هیڅ ګټه نه لرله. کارکونکو هغې ته ګواښ وکړو چې که چیرې هغې د دې امر اطاعت ونه کړو نو هغه به پولیسو ته حواله کړي.

صادق وويل، "ما داسې احساس وکړو چې زه نوره عادي ښځه نه یم." هغې وضاحت وکړو چې څرنګه هغې د دولتي ډاکټر په توګه وژړل کله چې هغې د فلزي آلې په کارولو سره آی يو ډي د حمل د مخنيوي لپاره داخل کړو.

آی يو ډي د درد او د وينې د ضايع کيدو لامل شو، او په ۲۰۱۹ کال کې هغې د شنډيدو فيصله وکړه.

هغې له هالنډ څخه وویل، چیرې چې هغه په ۲۰۱۹ کال کې د چین څخه د تښتیدلو وروسته میشته شوه، "حکومت په دې هکله ډيره سخت چلند لري، او زه نور آی يو ډي نه شم کارولی." "ما د خپل ځان په اړه ټولې هیلې له لاسه ورکړې."

نورو ميرمنو وويل چې دوی د حمل د ضايع کولو لپاره مجبوره کيږي او که چيرې دوی ډیر ماشومان ولري يا د حمل د مخنيوي طريقې استعمال نه کړي نو هغوی به ډیره جرمانه ورکړي، او داسې درمل استعمال کړي چې د هغوی د حیض دوره بنده کړي.

پروس کال، د سیمې په مرکزي ښار اروومچي کې د ټولنې کارکونکي هغو ټولو ميرمنو ته چې د ۱۸ او ۵۹ ترمينځ عمر لري حکم ورکړو چې د امیندوارۍ او زیږون کنټرول معاینې ترسره کړي.

دغه کارکونکي وليکل، د وي چيټ د پیغامونو د سکرین شاټونو له مخې چې صادق د نیویارک ټایمز سره شریک کړې ول، "که تاسو زموږ سره په دروازه کې جنګیږئ او که تاسو زموږ سره د همکارۍ څخه انکار وکړئ، نو تاسو به د پولیسو مرکز ته وسپارل شئ."

په يو پيغام کې ليکل شوې ول، "د خپل ژوند په سر جواري مه کوئ." "حتی هڅه مه کوئ."

بیجینګ په ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان بندیان کړي دي چې پکې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې څخه مخکې د توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

په ملیونونو نور کسان د نظارت او کنټرول د سخت سیستم لاندې ژوند کوي .

ځورونه، ډله ییز جنسي تیري، وهل ټکول

د جرمني د يو څیړونکي اډریان زینز په وینا، په شنجيانګ کې د شنډولو شرح له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې تقريباََ شپږ چنده لوړه شوې ده، او د ۶۰۰۰۰ څخه ډیر دا ډول اپريشنونه ترسره شوې دې، حتی که څه هم دا د چین په پاتې برخو کې کم شوي دي.

ګلنار عمیرزاخ له قزاقستان څخه په یوې تلیفوني مرکه کې نیویارک ټایمز ته وویل، "په شنجيانګ کې ميرمنې په خطر کې دي." هغه قزاقستان ته وروسته له هغې وتښتیدله کله چې چارواکو هغې او د هغې دوو لوريانو ته په توقیف کې د ساتلو ګواښونه وکړل.

په ۲۰۱۵ کال کې، کله چې هغې خپل دریم ماشوم ولرلو، نو د هغې په شمالي کلي کې چارواکو زیږون ثبت کړو. درې کاله وروسته دوی هغه د زيږون له حد څخه د سرغړونې له کبله ۲۷۰۰ ډالره جرمانه کړه.

هغې دغه پیسې له خپلوانو څخه قرض واخیستې او بیا له هیواده وتښتیدله.

هغې وویل، "حکومت غواړي زموږ خلک بدل کړي."

د توقیف ګواښ حقيقت دی.

د زينز څیړنې څرګنده کړه چې د شنجيانګ په ایلي پریفیکچر کې د حکومت یو نوټس دا سپارښتنه وکړه چې هغه ښځې به د توقيف مرکزونو ته واستول شي کومې چې د غیرقانوني حملونو د ضايع کولو او یا د جرمانې د ورکولو څخه انکار کوي.

د شخصي او د شاهد د شهادتونو له مخې، "ډارونکي او منظمه سرغړونې" په کېمپونو کې پیښیږي، او د ځینو خلکو لپاره ژوند د زغملو وړ نه دی.

پخوانیو توقیفيانو او ساتونکو د دې کال په پیل کې بي بي سي ته وویل چې په کېمپونو کې مسلمانې میرمنې د تیري، ځورنې او د جنسي ناوړه چلند سره مخ دي.

دوی د بجلۍ د شاک په واسطه شکنجه کول بیان کړل، چې په دې کې د ساتونکو له خوا جنسي تيري، د بجلۍ ډنډې کارول، د خوراک څخه محرومه ساتل، وهل ټکول، ډله ییز جنسي تیری او په جبري توګه شنډول شامل دي.

تورسنۍ ضیاء الدين، چې قزاقستان ته يې د سفر له کبله د ايلي صوبې په یو کېمپ کې ۱۰ میاشتې تیرې کړې وې، وویل چې "تاسو د بس د هغوی یوه لوبتکه يئ."

هغې په متحده ایالاتو کې چيرته چې هغه اوس ژوند کوي د نیویارک ټایمز سره په یوې تلیفوني مرکه کې وويل، په درې موقعو باندې، هغه د تيارې نه ډکې کمرې ته وليږدول شوه چیرې چې دوو یا دريو نقاب لرونکو سړيو د هغې سره جنسي تیری وکړ او د بجلۍ ډنډې يې د هغې د وهلو لپاره استعمال کړې.

هغې وویل، "تاسو به غواړئ چې دغه وخت مړه شئ، خو له بده مرغه تاسو نه شئ کولی."

چيناي حکومت په دې مرکزونو کې د سرغړونو څخه انکار کړی دی او بيجينګ د فني مرکزونو په توګه د کېمپونو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

د شنجيانګ د حکومت وياند ژو ګوسیانګ د فبرورۍ په میاشت کې په یو خبري کانفرنس کې وویل، "جنسي تیری او ځورنه شتون نلري."

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د فبرورۍ په مياشت کې په ملګري ملتونو کې وویل، په شنجيانګ کې د توکمیزو اقليتونو سره د د دغه هيواد چلند د چین د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ یو "روښانه مثال" دی.

د 'نسل وژنې' د ختمولو لپاره په چين باندې غږ

د متحده ایالاتو، انګلستان او جرمني چارواکو د چهار شنبې په ورځ (د مۍ په ۱۲ مه) په یو ویډیو کانفرنس کې له چین څخه وغوښتل چې د اویغور اقليتونو سره ظلم پای ته ورسوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیر لینډا توماس ګرینفیلډ د کانفرنس، چې د بشري حقونو د څار ډلې په همکارۍ د دې انتظام شوی و او د اویغورانو شهادتونه پکې شامل ول، په جريان کې وويل، "په شنجيانګ کې خلک شکنجه کیږي. ميرمنې په جبر سره شنډيږي."

هغې وویل، "موږ به تر هغه پورې د دې لپاره غږ پورته کوو ترڅو چې د چین حکومت په شنجيانګ کې د انسانیت پروړاندې جرمونه او د اویغورانو او نورو اقليتونو نسل وژنه ودرولی نه وي."

د انګلستان سفیر باربرا ووډورډ په چین غږ وکړو چې شنجيانګ ته د "سمدستي او آزادې لاسرسۍ" لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ته اجازه ورکړي.

هغې وویل، "په لویه کچه د خپلسري توقیف کولو، په جبري توګه د غايب کولو او ځورنې پیښې شتون لري." "په پراخه کچه د جبري کار او شنډولو نور راپورونه هم شتون لري."

هغې په ټویټر په يوې خپره شوې ویډیو کې وویل، "د ۲۰۱۷ کال راهیسې تر یو ملیونه ډیر مسلمانان په توقيف خانو کې په غير قانوني توګه ساتل شوي دي."

د جرمني سفیر کریسټوف هوسین زیاته کړه، "مونږ د چین څخه غوښتنه کوو چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې احترام وکړي او موږ له چین څخه وغوښتل چې توقیف خانې ختم کړي."

هغه له چین څخه پوښتنه وکړه، "که تاسو د پټولو لپاره هیڅ نه لرئ، نو تاسو ولې په پای کې د بشري حقونو عالي کمیشنر ته بې له ځنډه لاسرسی نه ورکوئ؟"

چینایي پلاوي په یو بیان کې ټینګار وکړو چې"په شنجيانګ کې موجوده وضعیت په تاریخ کې ترټولو غوره دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500