بشري حقونه

مسلمانې میرمنې په شنجیانګ کې د چین د منظمه جنسي تيري کمپاین یادونه کوي

د پاکستان فارورډ له خوا

د اویغور دوه قومي میرمنې د چين د نيم پوځي پوليسو خوا ته تيريږي کوم چې د شنجيانګ په اورموچي کې د لوی بازار څخه بهر د ساتنې لپاره ولاړ دي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

د اویغور دوه قومي میرمنې د چين د نيم پوځي پوليسو خوا ته تيريږي کوم چې د شنجيانګ په اورموچي کې د لوی بازار څخه بهر د ساتنې لپاره ولاړ دي. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

پخوانيو توقیفيانو او ساتونکو په دې وروستیو کې بي بي سي ته وويل، د شنجيانګ په سیمه کې د چین د "بیا زده کړې" په کېمپونو کې د مسلمانو میرمنو سره په منظم ډول زنا کيږي، شکنجه کيږي او په جنسي توګه ورسره ظلم کيږي.

د شاهد د شهادتونو پر بنسټ د اوږدې څیړنې ناوړه تفصيلاتو نړیواله ټولنه په صدمه کې اخته کړه، چې له مخکې نه یې په شنجيانګ کې د چین رژیم د بشري حقونو سرغړونه یو لومړیتوب ګرځولی دی.

عینی شاهدانو او پخوانیو توقیفیانو د بجلۍ د شاک په واسطه شکنجه کول بیان کړل، چې په دې کې د ساتونکو له خوا جنسي تيري، د بجلۍ ډنډې کارول، د خوراک څخه محرومه ساتل، وهل ټکول، ډله ییزه جنسي تیری او په جبري توګه شنډول شامل دي.

د 'ټولو د جذبې د تباه کولو' لپاره جوړ شوی تشدد

۴۲ کلن تورسونې ضياء الدون د چين په داخلي کېمپونو کې نهه میاشتې تيرې کړې -- لومړی په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا یوه میاشت او بیا وروسته په ۲۰۱۸ کال کې.

یوه ښځه د ۲۰۱۹ کال د می په ۳۱ مه د چین په شنجيانګ سيمه کې د هوتن په څنډه کې د اویغور قبرستان څخه لیدنه کوي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

یوه ښځه د ۲۰۱۹ کال د می په ۳۱ مه د چین په شنجيانګ سيمه کې د هوتن په څنډه کې د اویغور قبرستان څخه لیدنه کوي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

د سکول ماشومان د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴ مه د چین په شنجيانګ سیمه کې په اکټو کې د نظارت کولو کیمرې لاندې روان دي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

د سکول ماشومان د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴ مه د چین په شنجيانګ سیمه کې په اکټو کې د نظارت کولو کیمرې لاندې روان دي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

دا تصوير، چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴ مه اخیستل شوی، یوه داسې ودانۍ ښیي چې ګمان کیږي د 'بیا زده کړې' کېمپ دی چیرې چې زياتره مسلمان اقليتونه د چین په شنجيانګ سیمه کې بندیان دي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

دا تصوير، چې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۴ مه اخیستل شوی، یوه داسې ودانۍ ښیي چې ګمان کیږي د 'بیا زده کړې' کېمپ دی چیرې چې زياتره مسلمان اقليتونه د چین په شنجيانګ سیمه کې بندیان دي. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

ضیاء الدون وویل چې په توقیف کې د هغې لومړی کار نسبتاََ آسان و. یوه میاشت وروسته، د هغې په معده کې آلسر جوړ شو او هغه خوشې کړی شوه.

د هغې میړه، چې د قازقستان دی او هغه هم په توقيف کې ساتل شوی و، قزاقستان ته د کار لپاره بیرته راستون شو، خو چارواکو د ضیاء الدون پاسپورټ له ځان سره وساتلو او هغه يې په شنجيانګ کې پاتې کړو.

دوه کاله وروسته، ضیاء الدون ته لارښوونه وشوه چې محلي پولیسو ته راپور ورکړي او ورته وویل شول چې هغه "نور تعلیم" ته اړتیا لري.

هغې وویل، په پیل کې، پولیسو د توقيفيانو ويښتان لنډ کړل او هغوی يې مجبوره کړل چې په خپلو کمرو کې د پروپيګنډې پروګرامونه وګوري.

هغې وویل، په پای کې دوی نا معلومه طبي ټسټونه وکړل، ګولۍ یې ترلاسه کړې او هر ۱۵ ورځې وروسته يې په زور د واکسينو انجیکشنونه ووهل، چې الټۍ او بې حسي به يې رامينځته کوله. چارواکو په زور د دوی په رحم کې آلات نصب کړل او یا يې هغوی شنډ کړل.

ضیاءالدون د شپې ناوړه پیښې بیان کړې.

هغې وویل، "هره شپه" نقاب پوش چینايي سړي به کمرو ته راتلل چې هغه میرمنې غوره کړي چې دوی غوښتل یوې "تورې کمرې" ته بوځي، چیرې چې هلته د نظارت کيمرې موجود نه وې.

ضیاء الدون وویل چې ځینې میرمنې هیڅکله بیرته نه دي راستنیدلې کومې چې به بووستل شوې. هغه کسان چې بیرته راستانه شول هغوی ته ګواښ وشو چې په خونو کې د نورو کسانو سره د هغه څه په اړه خبرې ونه کړي چې د هغوی سره شوي دي.

هغې وویل، "تاسو هیچا ته نه شئ ویلې چې څه پیښ شوي، تاسو یوازې په ارام سره سملاستی شئ." "دا د 'ټولو د جذبې د تباه کولو' لپاره جوړ شوی دی."

ضیاء الدون وویل، څو شپې، دوی هغه بووستله.

هغې، چې د دې په يادولو سره په ښکاره ډول خپه وه، وويل، "دوی نه یوازې جنسي تیری کوي بلکې ستاسو په ټول بدن چکونه هم لګوي. تاسو نه پوهیږئ چې ایا دا انسانان دي که حيوانات." "دوی د بدن هیڅ يوه برخه نه معاف کوي."

ضیاء الدون وویل، "زه درې ځله د دې نه تيره شوې يم." "او دا یوازې یو کس نه دی چې تاسو ځوروي، نه یوازې یو ښکاري. هرځل به دوی دوه یا درې سړي وو."

ګل زیرا اولخان، چې د شنجيانګ یوه قازقستانۍ میرمن ده چې په يو کېمپ کې د ۱۸ میاشتو لپاره په بند محکومه شوې وه، وویل چې هغه مجبوره کړی شوه چې د اویغور میرمنې له چینایي سړو سره یوازې د پرېښودو نه مخکې بربنډې کړي او لاسونه يې وتړي. وروسته، هغې به کمرې پاکولې.

هغې د ښودلو لپاره لاسونه د خپل سر نه شاته کړل او بي بي سي ته یې وویل، "زما دنده دا وه چې د دوی جامې له ملا څخه لرې کړم او لاسونه يې وتړم چې دوی حرکت ونه کړي."

اولخان وویل، "بیا به ما ښځې په خونه کې پریښودې، او یو سړی به ورداخل شو -- د بهر نه یو چينايي سړی یا يو پوليس." "زه به د دروازې تر څنګ غلې ناسته وم، او کله چې سړی به له کوټې څخه ووتو، نو ما به ښځه د لامبلو لپاره بوتله."

هغې وویل چې چینايي سړيو به پیسې ورکولې چې د تر ټولو ځوانې او ښکلې ميرمنې انتخاب وکړي.

هغې وویل چې هغې توان نه لرلو چې مزاحمت يا مداخلت وکړي.

'په ټوله ودانۍ کې به چیغې اوريدل کيدې'

ضیاء الدون وویل، توقیفیانو به د وطنپالنې چینایي سندرو په ویلو کې او د صدر ژي جنپینګ په اړه په تلويزيون باندې د وطنپالنې پروګرامونو په کتلو کې هم ډير وخت تیرولو.

هغې وویل، "تاسو به له کیمپ څخه بهر د ژوند په اړه فکر کول هیر کړئ." "زه نه پوهیږم چې ایا دوی زموږ ذهن سازي کړې وه او يا دا د انجکشنو او ګولیو ناوړه اثر و، خو تاسو د خوراک نه علاوه د هیڅ شي په اړه فکر نه شئ کولی. د خوراک نشتوالی خورا سخت دی."

د کېمپ د پخواني ساتونکي په وینا، د کيمپ کارمندانو به خوراک نه ورکوو څو هغه کسانو ته سزا ورکړي چې سرغړونه به يې کړې وه لکه د ژي په اړه له کتابونو څخه د اقتباسونو په يادولو کې پاتې راتلل.

هغه له چین څخه بهر په یو هيواد کې د ویډیو لینک له لارې بي بي سي ته وویل، "توقیفیان په یقیني ډول له تشدد سره مخامخ شوي ول."

هغه تایید کړه چې د کیمپ ساتونکو به "د بجلۍ آلات" کارول چې هغوی مجبوره کړي چې د مختلفو جرمونو اعتراف وکړي.

هغه وویل، "زه په زړه کې دا اعترافونه لرم."

په شنجيانګ کې يوه ازبک ښځه قیلبینور صادق د چینایي ژبو ښوونکو څخه وه چې توقیفيانو ته په درس ورکولو باندې مجبوره شوې وه.

صادق د اویغور بشري حقونو پروژې ته وويل، "څلور ډوله د بجلۍ شاکونه به ورکړل کيدل: کرسۍ، دستانې، هیلمټ او د ډندې سره په کونه زنا."

هغې وويل، "په ټوله ودانۍ کې به چیغې اوريدل کيدې." "ما د هغوی چيغې د غرمې ډوډۍ په دوران کې اوريدلی شوې او کله نا کله په هغه وخت کې چې زه به په ټولګي کې وم.

یوې بلې ښوونکي سايره ګل سيټبي، چې په دغه کيمپ کې په کار کولو مجبوره شوې وه، وویل، "جنسي تیری یوه عامه خبره وه."

یوې ميرمن وويل چې دې د یوې ځوانې جينۍ سره ډله ییزه جنسي تیري وليدله چې د کیمپ کارمندانو تقريباََ د ۱۰۰ نورو توقیفیانو په مخکې راوستله چې جبري اعتراف وکړي.

سیټبي بي بي سي ته وویل، "وروسته له هغې، د هرچا په مخکې، پولیسو به د هغې سره زنا کوله."

"د دې ازموینې پرمهال، دوی به خلک نږدې لیدل او هر هغه کس به یې نیولو چې مزاحمت به یې کولو، د هغوی لاسونه به يې موټی کړل، سترګې به یې وتړلې، یا به يې بل اړخ ته وکتل، او هغوی به يې د سزا لپاره بووستل."

'په ښکاره ډول ناوړه کړنې'

دې وروستي شهادت په متحده ایالاتو او انګلستان کې د چارواکو غوسه راپورته کړه، چې حکومتونه یې په شنجيانګ کې د چین د رژیم د کړنو په عامه توګه غندنه کوي.

د متحده ایالاتو حکومت په تیره میاشت کې وویل، د بیجینګ کړنې "نسل وژنه" ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۴ مه) وویل، "دا ډول ظلمونه ضمیر ته صدمه رسوي او باید له جدي پایلو سره مخ شي."

د آسیا لپاره د بریتانیا وزیر نائجیل اډمز وویل، د بي بي سي راپور "په ښکاره ډول ناوړه کړنې" په ګوته کړې.

هغه د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته وویل، "د دې سرغړونو د کچې او شدت ثبوت اوس خورا تاثیر لري. دا واقعی یو غمجن تصویر ښيي."

دغه راپور د چین د رژیم څخه غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د حقونو پلټونکو ته شنجيانګ ته د سفر کولو لپاره د لاسرسي اجازه ورکړي.

د بشري حقونو ډلې وايي، له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترکستاني مسلمانان، چې په دې کې د قزاقستان او قرغزستان قومونه شامل دي، په شنجيانګ کې په کیمپونو کې بندیان دي چیرې چې "ناوړه او ناسم چلند" ترسره کيږي.

په پیل کې د کېمپونو د شتون څخه د انکار کولو وروسته، بیجینګ د فني زده کړو مرکزونو په توګه د کېمپونو دفاع کويچې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

د بز فيډ تحقیق، چې د اګست په میاشت کې خپور شوی و، د شنجيانګ په سیمه کې په سلګونو ودانۍ وموندلې چې د زندانونو یا د توقیف خونو نښې یې لرلې، چې ډیرې پکې په تیرو دریو کلونو کې جوړې شوي دي.

نورو تحقیقاتو چې د دسمبر په پای کې خپاره شوي وو په ډاګه کړه چې دغه کمونیست دولت په شنجيانګ کې تر ۱۰۰ څخه ډیرې نوي توقیف خانې جوړې کړي دي.

د راپورونو سره سم، د اویغور میرمنې او د پاکستاني وګړو ماشومان هم د چین د رژیم په بدنامو "تربيتي کیمپونو" کې ساتل کیږي.

د چین د اویغور پالیسي 'خورا اهميت لري'

د چین د بهرنیو چارو وزارت د بي بي سي تحقیقات "دروغ" وګڼل او ويې ويل چې په جبري توګه د شنډولو تورونه "په بشپړه توګه بې بنياده" دي.

د چین د حکومت ویاندې په یوې اعلامیې کې وويل، "د چین حکومت د ټولو اقليتونو حقوق او ګټې په مساوي ډول خوندي ساتي." هغې زياته کړه چې حکومت "د ښځو د حقونو ساتنې ته ډیر اهمیت ورکوي."

البته، د خپلواکه څیړنې له مخې، په شنجيانګ کې د زیږون کچه په تیرو څو کلونو کې کمه شوې، چې شنونکو د "آبادۍ د نسل وژنې" په توګه بیان کړې ده.

چینايي سفارتکارانو بل شان وضاحت وړاندې کړو.

په متحده ایالاتو کې د چین سفارت خانې د جنورۍ په ۷ مه ټویټ وکړو او د شنجيانګ د پرمختیایي څیړنیز مرکز د هغې مطالعې حواله يې ورکړه چې خپره شوې نه ده، "په شنجيناګ کې د [اویغور] میرمنو ذهنونه آزاد شوي او د جنډر مساوات او د زیږون روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، چې دوی نور د ماشومانو جوړولو مشینان نه جوړوي."

په چین کې د بریتانیې پخواني سفارتکار چارلس پارټن، چې اوس د رائل متحده خدماتو په انسټیټیوټ کې لوړ پوړی اسوسييټ فيلو دی، وویل، د اویغورو په وړاندې د چین پالیسي "خورا اهميت لري."

هغه بي بي سي ته وویل، "په دې کې هیڅ شک نشته چې دا د ژي جنپینګ پالیسي ده."

پارټن وويل، په داسې حال کې چې دا امکان شتون نه لري چې ژي یا نورو لوړپوړي چارواکو به د جنسي تیري یا تشدد لارښونه یا اجازه ورکړې وي، خو دوی به "یقیناََ په دې اړه خبر وي".

هغه وویل، "زه فکر کوم چې دوی دې ته ډير لومړيتوب ورکوي، ځکه دوی په دې اړه سترګې پټوي." "د دې کرښې معنی دا ده چې دا پاليسي په خورا سختۍ سره پلي کړي، او دا هغه څه دي چې پيښيږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500