بشري حقونه

چین د مذهبي، توکميزو اقليتونو څخه د غړيو د پرې کولو په تور تورن دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو هلک د ۲۰۱۳ کال د اګست په ۲۷ مه د چين د شانشي صوبې په تايون کې په يو هسپتال کې په بستر کې په داسې حال کې پروت دی چې په سترګو یې پټۍ لګول شوي دي. د راپورونو له مخې، د چين په شمالي سيمه کې په هغه خطرناک بريد کې دغه شپږ کلن هلک ته نشه ورکړل شوې وه او سترګې ترې لرې شوې وي، کوم چې کېدی شي د غړیو د بې رحمه قاچاقبرانو لخوا ترسره شوی و. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو هلک د ۲۰۱۳ کال د اګست په ۲۷ مه د چين د شانشي صوبې په تايون کې په يو هسپتال کې په بستر کې په داسې حال کې پروت دی چې په سترګو یې پټۍ لګول شوي دي. د راپورونو له مخې، د چين په شمالي سيمه کې په هغه خطرناک بريد کې دغه شپږ کلن هلک ته نشه ورکړل شوې وه او سترګې ترې لرې شوې وي، کوم چې کېدی شي د غړیو د بې رحمه قاچاقبرانو لخوا ترسره شوی و. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

جنیوا -- د بشري حقونو کارپوهانو یوې ډلې ملګرو ملتونو (يو اېن) ته راپور ورکړو چې داسې ښکاري چې چین هغه ځانګړي قومي، ژبني یا مذهبي اقليتونه -- د اویغورانو او نورو مسلمانانو په شمول -- په نښه کوي کوم چې په توقیف خانو کې په جبري توګه د غړيو د پرې کولو لپاره ساتل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر (او اېچ سي اېچ آر) د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۴ مه) د بیان له مخې، دغه کارپوهانو وویل چې دوی "معتبر معلومات" ترلاسه کړي چې توقیفیان ممکن د هغوی د رضایت پرته د الټراساؤنډ او ایکس ری په ګډون د وینې ازموینې او د غړيو ازموینې سره مخ شي.

کارپوهانو زیاته کړه چې د ازموینې پایلې بیا د ټرانسپلانټ لپاره د ژوندیو غړو سرچینو په ډېټابېس کې ثبت شوې وې.

هغوی وويل، په چین کې په جبري توګه د غړيو لرې کول داسې بریښي چې دغه هیواد ځانګړي قومي، ژبني یا مذهبي اقليتونه په نښه کوي، اکثر د توقیف يا د نيولو د امر د لاملونو په اړه د تفصيل ورکولو پرته، کوم چې په مختلفو ځایونو کې په توقیف خانو کې ساتل شوي دي.

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۶ مه، په پاریس کې د تروکېدرو ایسپلانېډ د ایفل ټاور مخې ته د احتجاج په دوران کې د فالون ګونګ روحاني غورځنګ د غړو لخوا ځړول شوي بینر باندې يو انځور ښودل شوی چې په چین کې د فالون ګونګ د غړيو څخه د اعضاؤ د لرې کولو پرضد احتجاج کوي. [کینزو تریوبیلارډ/ای اېف پي]

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۶ مه، په پاریس کې د تروکېدرو ایسپلانېډ د ایفل ټاور مخې ته د احتجاج په دوران کې د فالون ګونګ روحاني غورځنګ د غړو لخوا ځړول شوي بینر باندې يو انځور ښودل شوی چې په چین کې د فالون ګونګ د غړيو څخه د اعضاؤ د لرې کولو پرضد احتجاج کوي. [کینزو تریوبیلارډ/ای اېف پي]

په نښه شويو ډلو کې د فالون ګونګ غړي، اویغوران، تبتیان، مسلمانان او عیسایان شامل دي.

کارپوهانو وویل، "د بندیانو څخه لرې شوي ترټولو عام ارګانونه د راپورونو له مخې زړونه، پښتورګي، ځيګرونه، کارنیا او د ځيګرونو څه لږه برخه ده."

۱۲ خپلواکو کارپوهانو، چې ملګرو ملتونو ورته واک ورکړی دی، خو د هغې په استازیتوب خبرې نه کوي، وویل چې دوی د تورونو په اړه "ډیره اندیښنه" لري.

'د بشري حقونو جدي سرغړونه'

د ملګرو ملتونو د حقونو کارپوهانو مخکې د چین حکومت سره د بندیانو څخه په جبري توګه د غړيو لرې کولو په اړه اندیښنې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال کې راپورته کړې وي.

دغه کارپوهانو وويل، بیجینګ په هغه وخت کې د اعضاؤ د سرچینو په اړه پوښتنو ته کافي معلومات نه دي چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر په دغه بيان کې وويل، "په دې حالاتو کې، د موجوده معلوماتو او د معلوماتو د شریکولو سیسټمونو نشتوالی د بریالي پیژندنې او د قاچاق د قربانيانو د خونديتوب او مؤثره تحقیق او د قاچاق کونکو په تعقیب کې خنډونه رامنځته کوي."

چین لومړی په ۲۰۰۵ کال کې د بندیانو د غړو تمویلوونکي په توګه اعتراف کړی و، او ژمنه یې وکړه چې دا عمل به په ۲۰۱۳ او بیا په ۲۰۱۴ کې ودروي، کله چې رژیم اعلان وکړو چې دا به د اعدام شويو بندیانو څخه د غړو لرې کول بند کړي.

بیجینګ وايي چې دا عمل په ۲۰۱۵ کال کې پای ته رسيدلی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، "په داوطلبانه توګه د غړيو د ورکولو نظام د تدريجي پرمختګ سر بېره، په چین کې د ټرانسپلاټ لپاره د اعضاؤ په ترلاسه کولو کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه معلومات لاهم په دوامداره توګه راپورته کيږي."

د اغیزمن نظارت د نشتوالي په اړه اندیښنې لاهم پاتې دي.

د چین د غړيو د ټرانسپلانټ غبرګون سیسټم (سي او ټي آر اېس) په ۲۰۱۱ کې جوړ شوی و چې په چین کې په داوطلبانه توګه د غړيو ورکولو نظام معیاري او تنظیم کړي.

سي او ټي آر اېس ادعا کوي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کال ترمینځ په داوطلبانه توګه د غړيو په ورکولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و، خو دې سازمان د دې ادعاګانو په هکله قوي شواهد نه دي وړاندې کړي.

د سي او ټي آر اېس له مخې، په چین کې د رضاکارانه مړه شويو مرستندویانو کلنی شمير په ۲۰۱۰ کال کې د ۳۴ په پرتله په ۲۰۱۶ کال ۴۰۸۰ ته لوړ شوی و، په داسې حال کې چې د پښتورګو او ځيګرونو شمیر په ۲۰۱۰ کال کې د ۶۳ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰۴۸۱ ته لوړ شوی و.

"محرمیت، خاموشي او ابهام"

خپلواک شنونکي او قانوني کارپوهان د دې معلوماتو په اړه شک لري.

"د چین ټریبیونل" له مخې، د سي او ټي ار اېس لخوا چمتو شوي ځینې یا ټول معلومات جعلي دي، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې اوریدنې ترسره کړې وې او د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې يې خپل حتمي راپور وړاندې کړی و.

په چین کې د ټرانسپلانټ د ناوړه استعمال نړیوال ایتلاف (اي ټي ای سي) د ۲۰۱۶ کال په يو تحقیقاتي راپور کې وویل، د عملیاتو شمیر احتمال لري چې په کال کې د ۶۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰۰ ترمینځ وي.

وېنډي راجرز، چې د آسټرالیا په سډني کې په مکواري يونيورسټۍ کې د کلینیکي اخلاقياتو پروفیسر دی، وويل، "د ټريبيونل ارقام د چینایانو لخوا رد شوي دي، خو هغه ارقام چې پخپله چینایان د خپل داوطلبانه سیسټم په اړه وړاندې کوي، ګمان کيږي چې دواړه د ټرانسپلانټ اصلي شمیر کم ښيي او د احصایوي تحلیلونو پراساس جعلي وي."

په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې، دغه ټريبيونل یوه لنډمهاله پریکړه صادره کړه او ویې ویل چې د دې ټول اوه ممبران "بې شکه -- په متفقه توګه، او د معقول شک څخه پرته -- په دې یقیني دي چې په چین کې د بندیانو څخه د غړيو لرې کول عمل د یوې ډيرې مودې لپاره دوام لرلو، چې په کې د پام وړ قربانيانو شمیر شامل و".

د قربانیانو دقیق شمیر معلومول ډیر ستونزمن دی.

د اوریدنې پرمهال، دغه ټريبيونل وويل، دا د چین د رژیم لخوا "د محرمیت، خاموشۍ او ابهام د یو پراخه کلتور" سره مخالفت لري.

دغه ټريبيونل وويل، که څه هم، دا "پخپله څرګنده ده" چې د پام وړ زیاتوالی د داوطلبانه مرستندويانو نه دی، ځکه چې د ټاکل شوي مودې په جریان کې، د داوطلبانه تمویل سیسټم موجود نه و او يا یوازې په ازمایښتي شکل کې موجود و.

د نسل وژنې د تورونو پلټنې

د بریتانیې بيرسټر جیفري نایس د چین د ټريبيونل مشري وکړه او اوس مهال د "اویغور ټريبيونل" مشري کوي، چې د دې پلټنه کوي چې ایا چین په شنجيانګ سیمه کې د اویغورانو او نورو مسلمان اقليتونو سره په چلند کې د نسل وژنې په جرم تورن دی.

نایس د جون په ۴ مه د څلورو ورځو د اوريدنې د لومړۍ ورځې پرمهال وویل، "د پي آر سي [د چین د خلکو جمهوریت] پرضد تورونه خورا سخت دي." بله اوريدنه د دسمبر په مياشت کې د راپور د خپرولو څخه مخکې د سپتمبر د ۱۰ څخه تر ۱۳ پورې ټاکل شوې ده.

بیجینګ په ۴۰۰ مرکزونو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان -- د قومي قزاقانو په ګډون -- بندیان کړي دي چې چين يې "د حرفوي زده کړې مرکزونو" يا "د بيا ښونې مرکزونو" په توګه بيانوي.

که څه هم، دا مرکزونه په پراخه کچه د غیرقانوني توقیف خانو په توګه راپور شوي چې ځینې په کې د "تمرکز کېمپونو" په څير دي.

د دې ټريبيونل په ويب پاڼه باندې د تفيصلاتو له مخې، د چین پرضد په تورونو کې "وژنې، جدي جسماني یا نفسياتي زیان شامل دي، چې په دې کې ځورنه، جنسي تیري او نور جنسي تاوتریخوالی، غلامي، له مور او پلار څخه د ماشومانو په جبري توګه جلا کول، په جبري توګه شنډول، په جبري توګه لیږدول یا جلاوطن کول، توکمیز جلاوالی، جبري کار، په جبري توګه د محصولاتو راټولول، په جبري توګه غايب کول، د کلتوري یا مذهبي میراث ویجاړول، مذهبي ځورنه، جبري ودونه او په اویغور کورونیو کې د هان چینايي سړو نفوذ شامل دي".

سربیره پردې، د اویغور بشري حقونو پروژې په تيره مياشت کې وويل، چین د شنجيانګ په سیمه کې د مسلمانانو په وړاندې د مبارزې د يوې برخې په توګه د ۱۰۰۰ څخه ډير امامان او مذهبي شخصیتونه نیولي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500