دین

طالب جنګیالي له خپلو مشرانو څخه جلا شول او په مسلمانانو باندې د ظلمونو له امله یې د چین پر ضد د 'جهاد' غږ وکړ

د عمر راپور

طالب جنګیالي د تلې په ۳۰مه په هرات ښار کې په پیره ولاړ دي. [عمر/سلام ټایمز]

طالب جنګیالي د تلې په ۳۰مه په هرات ښار کې په پیره ولاړ دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې د طالبانو مشران هڅه کوي چې له بیجینګ سره ملګرتیا جوړه کړي او هیله لري چې نغدې پیسې او نړۍ وال مشروعیت ترلاسه کړي، د افغانستان په لارو او کوڅو کې د دغې ډلې غړي د چین له خوا د قران کریم د پراخ کارېدونکي اپلیکیشن بندولو او په سینکیانګ کې په مسلمانانو باندې د ظلمونو له امله غوسه څرګندوي.‌

تېره میاشت، اپل په چین کې له خپل اپ سټور څخه د قران مجید په نامه اپلیکیشن لیرې کړ او په میلیونونو کارونکي یې ترې محروم کړل.

کمپنۍ وویل، په دغه آپ باندې «په ګرده نړۍ کې له ۲۵ میلیونو څخه ډېر مسلمانان باور کوي» او د نورو چارو تر څنګ د قران کریم د لوستلو یا اورېدلو، د لمانځه وختونو کتلو، د قبلې د لوري پیدا کولو، او هر کال په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حج د مراسمو د ژوندي پوښښ د کتلو لپاره ترې استفاده کوي.

بیجینګ له داسې یوه قانون څخه، چې په چین کې په آنلاین ډول د کتابونو یا مجلو د وېش لپاره جواز لرلو ته اړتیا لازموي، په استفادې سره دغه اپلیکیشن بند کړ، او مسلمانان یې د هغوی له مذهبي ازادیو او حقونو څخه محروم کړل.

د آرتوکس ښار د حرفوي مهارتونو د تعلیمي او تربیوي خدمتونو مرکز چې په سینکیانګ کې د چین د رژیم د «بیا ښوونې او روزنې» له کمپونو څخه یو دی، د چین د سینکیانګ د کاشغر په شمال کې پروت دی چې اکثر وختونه مسلمان قومي اقلیتونه په کې توقیف کیږي. [ګریک بیکر/ای اېف پي]

د آرتوکس ښار د حرفوي مهارتونو د تعلیمي او تربیوي خدمتونو مرکز چې په سینکیانګ کې د چین د رژیم د «بیا ښوونې او روزنې» له کمپونو څخه یو دی، د چین د سینکیانګ د کاشغر په شمال کې پروت دی چې اکثر وختونه مسلمان قومي اقلیتونه په کې توقیف کیږي. [ګریک بیکر/ای اېف پي]

یوې مسلمانې ښځې د چین د لوېدیځ سینکیانګ په هوتان سیمه کې په یوه مارکېټ کې خپل ماشوم په غېږ کې نیولی دی. ښځې مجبوریږي چې ځانونه د امېدوارۍ د مخنیوي وسیلو ته عیار یا شنډ کړي، بچي وغورځوي، که څوک ډېر ماشومان لري غټې جریمې ورکړي، او داسې درمل وکاروي چې د هغوی میاشتني عدتونه دروي.‌ [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

یوې مسلمانې ښځې د چین د لوېدیځ سینکیانګ په هوتان سیمه کې په یوه مارکېټ کې خپل ماشوم په غېږ کې نیولی دی. ښځې مجبوریږي چې ځانونه د امېدوارۍ د مخنیوي وسیلو ته عیار یا شنډ کړي، بچي وغورځوي، که څوک ډېر ماشومان لري غټې جریمې ورکړي، او داسې درمل وکاروي چې د هغوی میاشتني عدتونه دروي.‌ [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

په هرات ښار کې د طالبانو د ډلې یوه غړي حمزه مهاجر وویل،‌ د چین حکومت له ظلم او وحشت څخه د مسلمانانو د خلاصولو غوره لاره دا ده چې د دغه فاشیست رژیم پر ضد پاڅون وشي.‌

هغه د طالبانو د مشرتابه له موقف څخه په څرګند توپیر سره، وویل، د چین د حکومت له خوا د قران کریم اپلیکیشن باندې بندیز «یو جرم دی او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې به مسلمانان هېڅکله هم دا ونه زغمي او نه به یې په هکله چوپ پاتې شي.»

مهاجر وویل، «چین په ښکاره د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کوي او دغه رژیم خپل مسلمان وګړي ځوروي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د چین د حکومت پر ضد جهاد وشي.»

هغه وویل، «د نړۍ په بېلابېلو برخو کې باید مسلمانان خپل امکانات را ټول کړي او د چینایي رژیم پر ضد جهاد پیل کړي. که موږ د چین د کمونست رژیم د ځپلو لپاره له زور څخه کار وانه خلو، دغه هېواد به هېڅکله هم د خپلو مسلمانو وګړو پر ضد د وحشیانه جنایتونو ترسره کول ونه دروي.»

هغه زیاته کړه، «په چین کې د مسلمانانو پر ضد د چینایي رژیم د وحشتونو او شکنجو د مخنیوي لپاره غوره وسیله دا ده چې پر ضد یې جهاد وشي.»

دغه احساسات، چې د طالبانو د ډلې ډېرو جنګیاليو منعکس کړي،‌ د یادې ډلې د مشرتابه له موقف سره چې په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد د چین په ظلمونو باندې، چې د بشري حقونو ادارې، لوېدیځ حکومتونه، او ډېر مسلمانان یې له جینوسایډ یا نسل وژنې سره برابر بولي، سترګو پټولو ته تمایل ښودلی دی، توپیر لري.

د چین ظلم

په سینکیانګ کې چې اکثریت مسلمان مېشته سیمه ده، چینایي مقاماتو له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون نور ترکي مسلمانان تر ۴۰۰ پورې توقیف ځایونو کې چې «د سیاسي ښوونې او روزنې» کمپونه، له محاکمې څخه مخکې توقیف مرکزونه او زندانونه په کې شامل دي، بندیان کړي دي.

په میلیونونو نور تر سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.

بیجینګ له دغو مرکزونو څخه «د حرفوي روزنې مرکزونو» په نامه دفاع کوي او وایي هدف یې دا دی چې ترهګري له منځه وېسي او کاري فرصتونه زیات کړي.

خو ډېر راپورونه وایي چې دغه مرکزونه توقیف ځایونه دي چې خلک په خپله خوښه نه ورځي او د ځینو په اند د «اجباري کار کمپونو» ته ورته دي.

خپلواکې څېړنې او له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري، په جبري توګه د مسلمانو ښځو د شنډولو،په جبري توګه د بدن د غړو د پرې کولو، جنسي ځورونې او نورو وحشتونو کیسې کوي.

په هرات ښار کې د طالبانو د ډلې یوه غړي حمیدالله غفاري وویل، چین د مسلمانانو یو دښمن دی او دغه رژیم د تاریخ په اوږدو کې د خپلو مسلمانو وګړیو پر ضد سخت ظلمونه ترسره کړي دي.

هغه وویل، «د چین حکومت مسلمانې ښځې شنډوي ترڅو ماشومان ونه زېږوي. هغوی د مسلمانانو ډله ییزو وژنو ته دوام ورکوي څو په دغه هېواد کې د اسلام د ریښو اېستلو لپاره خپله اوږده هیله ترسره کړي.‌»

غفاري وویل، دا د ټولو مسلمانانو وجیبه ده چې په مسلمانانو باندې د چین د حکومت د ظلم پر ضد راپورته شي او پرې نه ږدي چې مسلمانان نور شکنجه شي.

هغه خبرداری ورکړ چې که د چین حکومت له خوا پر مسلمانانو ظلم دوام ومومي، ټول مسلمانان به راپورته شي او د دغه هېواد پر ضد به لاس په کار شي.

هغه زیاته کړه، «د مسلمانانو پر ضد د رژیم د ظلمونو له امله، الله تعالی (ج) په چین باندې کروناوایرس نازل کړ، خو حکومت ترې عبرت وانه خیست او اوس هم په مسلمانانو باندې ظلم کوي.»

په هرات ښار کې د طالبانو د ډلې یوه بل غړي عمر معتصم وویل، چینایي مسلمانان باید د حکومت پر ضد ودرېږي او د خپلو حقونو او دیني امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره له خپل ټول ظرفیت څخه کار واخلي.‌

هغه وویل، «موږ د چین رژیم پر ضد د هغه هېواد د مسلمانانو کلک ملاتړ کوو. په چین کې مسلمانان زموږ خویندې او ورونه دي، او که شرایط اجازه راکړي، موږ به په خپل سر او مال د هغوی ملاتړ وکړو.»

معتصم وویل، «موږ د چین حکومت څخه غواړو چې په خپل هېواد کې د مسلمانانو سپکاوی او ځپنه ودروي، که نه، په ګرده نړۍ کې به مسلمانان د هغوی پر ضد پاڅون وکړي.»

له چین سره دوستي ناجایزه ده

دیني عالمانو، په چین کې د مسلمانانو له دیني ازادۍ څخه د دوامدار انکار او د قران مجید اپلیکیشن د حذفولو په غبرګون کې، د چین رژیم سره د اسلامي هېوادونو دوستي ناجایزه بللې ده.‌

په هرات کې د مولوي احسان الله هدایت په نامه یوه ملا امام وویل، د چین حکومت د مسلمانانو پر ضد جینوسایډ یا نسل وژنه ترسره کوي، او په سینکیانګ سیمه کې په اویغوریانو باندې ظلم له کالونو راهیسې روان دی.

هغه وویل، «د چین ولسي جمهوریت په زور سره مسلمانان ... د توقیف مرکزونو کې ساتي او هغوی ته بې رحمانه شکنجې ورکوي. دا ظلم باید پای ته ورسیږي، او چینایي مسلمانان باید د نورو انسانانو په څېر عادي ژوند وکړي.»

هغه په ټولو اسلامي هېوادونو باندې غږ وکړ چې له چین سره اړیکې پرې کړي او داسې یو اتحاد جوړ کړي چې د چین حکومت له خوا ځورونه او بې انصافي پای ته ورسوي.‌

هدایت وویل، «له داسې یوه حکومت سره دوستي او نږدې کېدل چې لاسونه یې د مسلمانانو په وینو سره وي، ممنوع دي.»

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د مولانا خلیل احمد نیازي په نامه یوه دیني عالم وویل،‌ د چین حکومت مسلمانانو ته تر ټولو بدې او تر ټولو ډېرې غیر انساني سزاګانې ورکوي.

هغه وویل، «د چین حکومت سره، چې د اویغوري مسلمانانو په وژلو، جنسي ځورولو، شکنجه ورکولو او بې ځایه کولو کې ښکېل دی، د اسلامي هېوادونو دوستي کبیره ګناه ده.»

نیازي وویل،‌«په داسې حال کې چې اویغوري مسلمانان له خپلو حقونو څخه محروم شوي دي، د چین حکومت هڅه کوي چې له اسلامي هېوادونو سره دوستي وکړي. موږ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه غواړو چې په چین باندې فشار واچوي څو په خپلو مسلمانو وګړو باندې نور ظلم ونه کړي.»

د چین پر وړاندې چوپتیا

ډېر افغانان په طالبانو او ایراني رژیم باندې انتقاد کوي چې له چین سره تودې اړیکې پالي.

د هرات یوه اوسېدونکي جمشېد علي زاده وویل، د اکثرو مسلمانو هېوادونو چوپتیا او د اویغوري مسلمانانو پر ضد د چین د رژیم د ظلمونو نه غندل د نه بښلو وړ دي.

علي زاده د چین د حکومت له خوا د مسلمانانو په ډله ییزه وژنه باندې د طالبانو او ایراني رژیم چوپتیا د پوښتنې وړ وبلله او ویې ویل چې افغانستان او ایران دواړه ادعا کوي چې اسلامي حکومتونه لري او په ګرده نړۍ کې له مسلمانانو څخه د ملاتړ ادعا کوي.‌

چین د خپلې ګټې لپاره له ډېرو اسلامي هېوادونو سره اړیکې پراخوي، او دغه هېوادونه د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د چین د رژیم له خوا د اویغوري مسلمانانو پر ضد روان ظلم باندې سترګې پټوي.‌

علي زاده وویل، «اسلامي امارت باید د چین ناقصه بشري مرسته قبوله نه کړي او له افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو لپاره په کار ده چې چین دا تضمین کړي چې هغه به نور د چینایي مسلمانانو له حقونو څخه سرغړونه نه کوي.»

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج یوه اوسېدونکي فیض محمد کاکړ هم د اسلامي هېوادونو د چوپتیا له امله غوسه څرګنده کړه.‌

هغه وویل، «زه په ټولو اسلامي هېوادونو باندې غږ کوم چې د ملګرو ملتونو په ګډون په بېلابېلو پلیټ فارمونو باندې ودرېږي او د چین د ظالم حکومت د استبداد او بې انصافۍ پر ضد سمدلاسه اقدام وکړي.»

کاکړ وویل، «موږ تمه لرله چې اسلامي امارت به د بې ګناه چینایي مسلمانانو په ملاتړ کې خپل غږ پورته کړي، لاکن له بده مرغه چې دوی پټه خوله پاتې شول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله تعالی دې د چین مسلمانانو باندې رحم وکړي. الله تعالی دې د پاکستان په فوج او آی ایس آی باندې خپل غضب نازل کړي چې د افغانستان او پښتونخوا مسلمانان یې ووژل خو د چین د مسلماناو د دفاع لپاره هیڅ نه کوي.‌

ځواب