اقتصاد

د چین پروژه به د کراچۍ نیم ملیونه اوسیدونکي بې ځایه کړي

د زرک خان لخوا

دا فايل عکس په کراچۍ کې د ماچار کالوني سيمه ښیي. د کراچۍ د ساحل د پراختیا لپاره د پاکستان او چین یوه نوي ګډه پروژه به د ماچار کالونۍ د نیم میلیون څخه زیات نفوس له هغوی سره د مرستې نه بغير بې ځايه کړي. [زرک خان]

دا فايل عکس په کراچۍ کې د ماچار کالوني سيمه ښیي. د کراچۍ د ساحل د پراختیا لپاره د پاکستان او چین یوه نوي ګډه پروژه به د ماچار کالونۍ د نیم میلیون څخه زیات نفوس له هغوی سره د مرستې نه بغير بې ځايه کړي. [زرک خان]

کراچۍ -- ښاري پلان جوړونکي او امنیتي شنونکي وايي، د کراچۍ ساحل د پراختيا لپاره د پاکستان او چین ترمینځ یوه نوي ګډه پروژه به نه یوازې د نیم ملیون څخه ډېر اوسیدونکي بې ځایه کړي او خوندي ځنګلونه به زیانمن کړي، بلکې په سیند صوبه کې به قومي اورپکۍ ته هم وده ورکړي.

اسلام آباد او بیجینګ د سپتمبر په ۲۳ مه د مستقیم چینایي پانګوونې سره د کراچۍ ساحل د سترې پراختیا د زون د پروژې په اړه یو تړون لاسلیک کړو.

دا تړون د نږدې دوو کلونو وروسته، د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) د ۱۰ مې ګډې همکارۍ کمیټۍ په غونډه کې تقريباََ د دوو کالو د مودې وروسته لاسلیک شو.

دا پروژه د سي پيک یوه برخه ده، چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) یوه لويه پروژه ده.

د کراچۍ پورټ ټرسټ په بېرته ترلاسه شوې ځمکه کې د کراچۍ د ساحل د سترې پراختیا زون یو ماډل. [د سمندري چارو وزارت]

د کراچۍ پورټ ټرسټ په بېرته ترلاسه شوې ځمکه کې د کراچۍ د ساحل د سترې پراختیا زون یو ماډل. [د سمندري چارو وزارت]

د پاکستان د سمندري چارو وزارت د سپتمبر په ۲۵مه په یو بیان کې وویل، "د کراچۍ پورټ ټرسټ د لویدیځې برخې شاته په اوبو کې شاوخوا د ۶۴۰ ايکړه [یا ۱۵۸۱ جریبه] په بېرته اخيستل شوې سيمه کې جوړ شوی د کراچۍ ساحل د سترې پراختیا زون به نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې سیمې لپاره یوه مهمه پروژه وي.

دغه وزارت وویل چې د ۳.۵ ملیارده ډالرو پروژه به د تقريباََ ۲۰۰۰۰ هغه کورنيو د بې ځايه کیدو لامل شي چې په شاوخوا کلیو کې ژوند کوي.

د ښاري پلان جوړونکو او د حقونو فعالانو، کوم چې د ماچار کالونۍ د نیم ملیون څخه زیاتو اوسیدونکو ته اشاره کوي، وويل، په هرصورت، دا پلانونه ډېرو اوسیدونکو ته هیڅ مرسته نه چمتو کوي.

د کراچۍ ښاري لېب سره تړاو لرونکي ښاري پلان جوړونکي محمد توحید وویل، د کراچۍ ساحل د سترې پراختیا زون به د ماچار کالونۍ د ټولې خاورې ادعا وکړي.

هغه وویل، د کالونۍ ټول نفوس به بې ځایه شي. هغه زياته کړه چې "حکومت د ځای پرځای کولو څه جامع پلان نلري".

توحید وویل، "د ماچار کالونۍ زياتره اوسیدونکي بنګالي او روهینګیا مهاجر دي چې له تېرو څو لسیزو راهیسې په دغه سيمه کې ژوند کوي. په دوی کې ډېر بې دولته دي او د تابعیت اسناد نلري."

د ماچار کالونۍ ټولنیز کار کونکي منهاج الدین وویل، "که څه هم موږ په خورا خرابو حالاتو کې ژوند کوو، موږ به چارواکو ته اجازه ورنکړو چې موږ د پرمختګ په نوم له خپلو کورونو څخه وباسي."

هغه وویل، حکومت د پراختیایي پروژو لپاره د اوسیدونکو د بې ځایه کیدو وروسته بدیله هستوګنه یا خساره نه ده ورکړې.

توکمیز بغاوت ته وده ورکول

امنيتي شنونکو وويل، په بلوچستان او سيند صوبو کې د چینايي نفوذ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- ناکراري رامینځته کوي.

قادر مګسي، چې د سيند د ترقي پسند پارټۍ مشر دی کومه چې د سیند یوه قومي سیاسي پارټي ده، په حکومت نیوکه وکړه چې د ساحل په اوږدو کې د کراچۍ ساحل د سترې پراختيا زون په څېر د پټو پروژو پلانونه جوړوي.

هغه وویل، حکومت باید تفصيلات خپاره کړي.

مګسي وویل، "موږ د پراختیا د پروسې مخالفت کوو، او د سيند د ځمکې نيول به نه زغمل کیږي او نه به د دې اجازه ورکول کیږي."

په کراچۍ کې د پولیسو یو لوړ پوړي افسر وویل، "د بي آر آی سره تړلې پروژې، لکه د کراچۍ ساحل د سترې پراختيا زون، به نور هم د چین ضد هغه احساسات راپورته کړي د کومو څخه چې د سيند قومي وسله وال په دغه صوبه کې ګټه پورته کوي."

تېر کال، پاکستان، د سندهو دېش انقلابي پوځ (اېس آر ای) په ګډون په درېو سیندي اورپکو ډلو باندې بندیز ولګوو چې په سیند صوبه کې د بي آر آی اړوندو پروژو باندې په برید کې ښکيل ول.

په جولای ۲۰۲۰ کال کې، اېس آر ای د بلوچ راجي اجويې سنګر (براس) -- چې د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو یوه ډله ده چې په هیواد کې د چین پر ګټو د برید لپاره جوړه شوې وه -- سره یوځای شوه.

د پولیسو افسر وویل، "د پاکستان قانون پلي کونکي ادارې په هیواد کې د ترهګرۍ ضد د لسو کالو د عملیاتو له لارې د طالب اورپکو په قابو کولو کې بریالي شوي دي."

"خو د حکومت پلانونه، پشمول د کراچۍ ساحل د سترې پراختيا زون د پروژې، په ژور بحر کې د چینايي کښتيو لخوا د کبانو نیول برداشت کول او په تهر صحرا کې د بي آر آی اړوندو پروژو له امله د ناانصافۍ په ګډون، په هیواد کې د قومي یاغیتوب نوې څپې رامنځته کوي.

خوندي ځنګل ته ګواښ

د چاپیریال د فعالینو په وینا، په ورته وخت کې، د کراچۍ ساحل د سترې پراختيا زون پروژه به په سیمه کې د منګرو مهم ځنګلونه ختم کړي.

دا به لومړی ځل نه وي چې د بي آر آی پروژو د اقلیم په بدلون کې مرسته کړې او ځایي خلک يې د روغتیا له جدي مسلو سره مخ کړي.

دوی خبرداری ورکړو چې د طبیعي خنډ هغه احتمالي زیان چې د ځنګلونو لخوا رامینځته شوی کیدی شي کراچۍ، چې نږدې د ۲۰ ملیونه خلکو ښار دی، د سخت طوفانونو او سونامي له لوی خطر سره مخ کړي.

عافيه سلام ، چې په کراچۍ کې چاپیریال پوه او ژورنالیسته ده، د سپتمبر په ۲۶ مه ټویټ وکړو، "دا سیمه د منګرو بوټي لري ... دا خوندي ځنګلونه دي." هغې له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د ځنګلونو د تباه کولو پروړاندې مبارزه وکړي.

هغې په ورته ټویټ کې وویل، د کراچۍ ساحل د سترې پراختيا زون پلان جوړونکي "د SC# [د پاکستان ستره محکمه] د حکم مخالفت کوي چې کی پي ټي [د کراچۍ پورټ ټرسټ] ته د تعمیراتي کار کولو اجازه نه ورکوي او یوازې د کښت لپاره د بېرته ترلاسه شوې ځمکې کارولو امر ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500